د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

فلسفي بهير دویمه غونډه ترسره کړه

محمد داود نیازی 24.12.2011 12:20

نیټه:( ۲۳ ډسمبر ٢٠١١) : د جمعې پر ورځ، له ماسپښين وروسته د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د ځينو ځوانو ليکوالانو لخوا دفلسفي بهير دویمه غونډه ترسره شوه.
دغه فلسفي بهير خپله دویمه غونډه په خوځون علمي پرمختيايي مرکز کې چې په احمدشاه بابا مېنه کې موقعيت لري، ترسره کړه.
د فلسفي بهير په دویمه غونډه کې د فلسفې په تاریخي خبرې وشوې.
عبدالودود پښتونځار او خان ولي خان بشرمل د فلسفې د تاریخي بهیر په اړه خپله ليکنه واوروله او په اړه يې څرګندونې وکړې چې د دوستانو ځينو پوښتنو ته يې ځوابونه هم وويل.
په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې په راتلونکې غونډه کې به داود نیازی د اقتصاد د علم د رامنځته کیدو په هکله دوستانو ته معلومات ورکوی، هیره دې نه وی چې له دې وروسته به هره اوونۍ د فلسفې په اړه په همدې ځاى کې ناستې کيږي او ځوانان به پکې د فلسفې او اړوندو علومو په اړه خپل نظريات څرګندوي او له ويناوالو څخه به اښتنې پوښتنې کوي. (پاى)