د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بنګو بوټی

نسیم ستوری 13.08.2012 22:19

ګــوره پــه وطــن کــې مــې خـپــل جــنـګ نه دی
دا زمــــــا د قـــــــام د فـــکـــــــر رنــــګ نــــــه دی

نــــه رســـــــــې زمــــــا کــــــنــــډر تـــه نـــه رســــې
ستا د کـــور دیـــــوال لا دومــــــره دنــــګ نـــه دی

تــل بــــــه مـــــــلامــتــه وي ضـــمیــر تــه خــپــل
چــا چـــې پــــه وطـــن هـــم کـــــړی نــنــګ نـــه دی

ولـــې د ښـــایـــســت چـــــې دومـــــره تــمــه کــــړې
دا قــــــوي مـــېــــــږه دی څـــــه پــتــــنــګ نــــه دی

مـــا ورتـــــه پـــیـــغــام د مــیـــــنـــې ډیـــر راوړو
دی هـــــم د نـــــفـــرت نـــه کــــړی څـــنــګ نــــه دی

زه بــــه نســـــیـــم ســتــوري تـــــــــه دا ووایــــــــم
دا بـــنـــــګـــــو بــــــوټـــــــی دی لــــونــــګ نـــــه دی