رژیدلي ګلان
17.12.2014 19:57ګل ګلــونـــه ورژیـــد بــاغـــوان ورتــه حـیـران ولاړ
ظلــم چـې نـن وشــو نــو ایـمـان ورتـه حـیـران ولاړ
دلته خوار نصیب د وینو ډک لوی سمندر ښکاري
ورځ مو نن تیاره ده پاس اسمان ورته حیران ولاړ
زه د ګـران کـونـړ که پېـښور ګـریـوان راټـول کـړمـه
زړه سلـګــو نـیـولـــی دی انـســان ورتـه حـیـران ولاړ
درد مې په زړګـي شو اوښکي سترګو نه رواني شوي
څـنـکـه بـې وسـي ده چـې جـانـان ورتـه حـیـران ولاړ
ساه مې ناکراره د خپل ورور په غم کې ستړي شوه
زړه چې مې نن نه چوي نو ګریوان ورته حیران ولاړ
ولی ، نسیم ستوریه دا پښتون د ویښیدو نه دی
میـنـدي شـولې بـوري ټـول جهـان ورته حـیـران ولاړ