شیطانان
07.10.2012 21:50
راځـی چـې حــج تـه لاړ شـو شـیـطـانـان په کاڼـو ولـو
چې قـام څوک خـرڅـوي هـغـه مشران پـه کاڼـو ولـو
درشـل د پښـتـنـو تـه چـې پـه بـد نـظـر کـاتـه کـړي
بـاچـا کـه د جـهـان وي دا انــسـان پــه کـاڼــو ولـو
بـیـلـتـون ســره چـې مــل وي د نــفـاق اور بـلـوي نـو
دی خـپـلـه کــه جـانـان وي دا جـانـان په کـاڼــو ولو
چې مخامـخ دا سـتـا وي پشیشاه چې د بـل چـا وي
هـمـدا مـــنــافــقـان خـــو د جــهــان پــه کـاڼـــو ولـو
ستا کړی کار چې اخلي او دعوه پرې د خپل ځان کړي
راځـۍ د داسـې خــلــکـو خـو ایــمـان پـــه کاڼــو ولـو
د بـــل ډول تــه ګـــډېــــږي او د خــپــلـــه ډولــــه لــــرې
نـسـیـم سـتـوریــه راځــه دا غــلامــان پــه کـاڼــو ولـو