د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناپوهه جادوګــر

نسیم ستوری 11.06.2014 12:01

جانانه ستا تصویر ته ئـې پیغور جوړ کړی دی اوس
رقـیب سـه مـې پدې خبـره شـور جـوړ کـړی دی اوس
زمـــا د غـــزل حــــســن پـټـيـدی پـه ګــوتـه نـه شــې
د مینې د احساس مې پکې کور جوړ کړی دی اوس
په خپل قدرت مغرور دی لوی خدای ورنه هیر شوی
دې شین فصل ریبلو ته ئـې لـور جـوړ کړی دی اوس
د مور په سر سودا کړې ښه پوهیږي خاوره مـور ده
دا خپل کلی او کور ئې سوی سکور جوړ کړی دی اوس
د بــل پـه فــکــر لاړې ای د خـپـل فــکــر دلالــه
سمسور باغ دې د ګلو هم نسکور جوړ کړی دی اوس
نـــاپـــوهـــه جـــادوګــره نـسـیـم سـتـوری درتــه وائــې
قاتل نه دې بیا څنګه راته ورور جوړ کړی دی اوس