رنګ په رنګ
28.11.2012 20:47په مینه چـې یـو ځای شې دغه زړونه رنګ په رنګ
پـه زړونـو بـاچـاهې کـړې ښـایستـونـه رنګ په رنګ
دیـــنــونـه دي جـــدا عــقـــل ټـــاکــې خـپـلــه بــرخــه
دونیا کې تل اوسېږي هم قـامــونـه رنګ په رنګ
زنـــځــیـر د زړه درمــل مــکــمـلــه عــقــیــده کـــــې
عجیـبـه فــلســفـه ده دلــيــلـــونــه رنــګ پـه رنــګ
نغمه د ويـښ فـطرت او لـیـونـتـوب خوې د جمال
تـــالا جــهــان پــسـې دي اوازونـــه رنـګ پـه رنــګ
پــه تـــول د پـیمانـې هـم د ساقـې سـترګــې خـمــار
پـراتـه ورتـه په مخکـې دي جـامـونـه رنګ په رنګ
غمګــیــنـې سـتـرګــې ډوبـــې یــو بــڅــرې ته محل
قسمت په لوی کاسه کې شول رنګونه رنګ په رنګ
قـاتـل د زړه پـه جـــار پـه خـامــــوشـه ژبـــه وائـې
د زړه په دروازه کـې شـول نیـتـونـه رنـګ په رنګ
د بــخـــت او د کــمال څـــه بـــې تــاجـــه سلـطــنــت ؤ
ځوانې ترې مرګې ویـوړه شـول فکرونه رنګ په رنګ
احساس د لیونــتـوب پاڅــیــدل او کیــنـاســتل دي
بیلات د غم خـوبـونه کـړې ټوپـونه رنګ په رنګ
طاقت د یو څاڅکـې د اوبــو په هیـڅ حـسـاب دی
د مــیـــنــې سـمنــدر ته امــیدونــه رنــګ په رنــګ
خدایه په خپل کور کې ورته اور د فساد بل کړې
پښتون باندې چې ږدې نو، څوک نومونه رنګ په رنګ
جهـان پــه خیټه بــیــا نسیم ستوري مــشال بل کړو
لــټــون د سباوون ته شول سوچـونه رنګ په رنګ