د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خاموشه سوداګر

نسیم ستوری 17.10.2012 19:58

لاسـونـه مـې پـردي دي د ګـریـوان بـه فـکـر څـه کړم
پـه ګـټـه د خـپل ځـان یـم د تــاوان بـه فـکر څـه کړم

قـسـم مـې دی خـوړلی چې هر څه به ئې په نوم کړم
پـښـتـو نــه لــرې اوســم د ارمــان بـه فـکـر څـه کـړم

د ژونــد پــه انــنـګــو بــه اوس شــوکـارې لـګــومــه
ذهنې د بل غلام یـم د خـپـل ځــان بـه فـکـر څـه کـړم

د خـپـل څــادر د سیــورې لاندې راغلم دې محل ته
څـادر مـې اوس خـرڅ کړی د جانان به فکر څه کړم

رڼــا ورځ چــې تــورتــم کــړم پـه مــالــت د مـحـبـت زه
نـفــرت ســره چــې مــل یــم د ایـمان به فکر څه کړم

نسیم ســتــوري تــه ووایــه خــامــوشــه ســوداګــر یـم
قــلــم دې نـه خــرڅـېــږي د درمــان بـه فـکـر څـه کـړم