د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګودر

نسیم ستوری 27.11.2013 16:49

سـتـرګـي لـرو لـکـه ړنـدو غـونـدي نـظـر نـشـتـه دی
د لـیــونــې عــقـــل یـــادونـــو کـې هـــنــر نـشـتـه دی

هر څه لرو مونږ ه د ځان د سینـګار فـکـر نـه کړو
ســوداګـر ګرځـي خـو د امــن مو لښکـر نشته دی

د وطن خـاوره کې ډیـوي د امیـد تـتـي ښـکاري
سـړي لرو مګر ســړو کـې مـو یــو ســر نشته دی

د زړګــي تــنــده پـه ژړا ده د تــاریــخ لـمـن کــې
د سوچ کاروان کې د مئین زړګي رهبر نشته دی

قسمت مـو ځـکه د جـوهـر احسـاس نـه ، لـري تښتې
د تــوري شـپـي پـسـې سـبا زمونـږ سحـر نشته دی

کـلـي تــه راغـلـمـه نسـیـم سـتـوریه دردېـــږمـــــه زه
کنډر کنډر دی هم د پیـغـلـــو مـو ګــودر نـشـتـه دی