د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مخامخ خبرې (۶)شخصيتونه لرو، خو قدر يې نه؛ د مرحوم نادر ايوبي په ياد کې

زاهد جلالي 11.07.2012 18:52

سيد جمال الدين افغاني د دې عصر د اسلامي ويښتابه مخکښ دی، دی په افغانستان کې زېږېدلی، دلته لوی شوی، همدې هېواد کې يې د لومړي وزير منصب کې هم کار کړی. سيد جمال الدين افغاني، علامه عالم، وتلی فيلسوف، مخکښ مفکر او زړور زعيم و، وسطي فکر يې لاره، همدا ده چې نن صفوي شيعه ګان د هغه د ايرانيت خبرې کوي او ادعا کوي چې هغه سيد جمال الدين حسيني نه، نه افغاني! موږ ټول افغانان د سيد جمال الدين په افغانيت وياړو، حتی تر دې چې د هغه هډوکي مو ډېر کلونه وروسته خپل هېواد ته راوړل، د هغه يوه لويه مجسمه د کابل پوهنتون کې ولاړه ده، دا ټول د ستايلو وړ کارونه دي، خو نن ډېری افغانان يوه ايراني ته مدلل ځواب نه شي ويلی چې افغاني ترې راخپل کړي، ما د ډېرو مشرانو ليکنې لوستي چې داسې مددل ځواب ورسره نه وي چې د جمال الدين افغانيت په کې ثابت کړي، خو هر يو دا ادعا کوو چې هغه زموږ دي، مګر دا مو هېره کړې چې که ايرانيان دا ناحقه دعوه هم کوي، د ځان له پاره يې داسې دلايل هم برابر کړي چې که يو ناخبر سړي ته يې ووايي، شايد د هغوی دا ادعا ورسره ومني.
دا د همدغه نابغه خبره ده چې په شرق کې د ژوندي سړي قدر نه شته، هو دلته د ژوندي قدر نه شته خو که ستا په څېر نابغه هم مړ کېږي، موږ يې څو کاله وروستي هډوکي راوړو، بيا يې په ستاينه کې پيغمبر ته رسوو، خو له ژوند او انده يې ځان نه خبرو، اصلا ځان په همدې ستاينو خوښوو، زيار نه باسو ستا په لاره لاړ شو او فکر مو تعقيب کړو، تا موږ د مرګ تر ورځې هېر نه کړو، زموږ له پاره دې خپل ژوند په کړاوونو کې تېر کړ، يوازې موږ نه، ټوله اسلامي نړۍ ستا په فکر کې وه، خو يوازې موږ يې چې ته مو هېر کړی يې او موږ يې چې ستا فکر مو شاته غورځولی، تاريخ په څېر يې لولو ، نه د دې له پاره چې خپل راتلونکی پرې ښه کړو.
موږ خپل شخصيتونه شاته غورځولي، يوازې په نوم يې وياړ کوو خو له افکارو يې هېڅ استفاده نه کوو، که نه داسې نه ده چې موږ شخصيتونه نه لرو، د نړۍ عبقريان له دې هېواده وتي خو اخلافو يې د هغوی فکر او لاره پرې ايښې. ما ته يوه ورځ زموږ يوه وتلي ليکوال وويل چې حبيبي او دېته ورته شخصيتونه زموږ په درد نه خوري ځکه دوی سيکولر ډوله خلک وو!! دا ډېره د افسوس خبره ده چې زموږ له يوه مثقفه وځي، د مثقف چې دا حال وي، له نورو څه ګيله په کار ده.
ما چې دا حال وليد، له ځان سره مې وويل چې زه خپلو خلکو ته د اسلامي نړۍ شخصيتونه معرفي کوم، دلته زموږ د خپل کور شخصيتونه نه دي پېژندل شوي، د علامه عبد الحي حبيبي په څېر لوی شخصيت موږ شاته غورځوو! حبيبي د افغانستان د تاريخ په نړۍ کې د څوارلسمې شپې سپوږمۍ چې تل به تته نه شي. ما همدغه دوست ته د حبيبي صاحب داسې اشعار ولوستل چې سيکولرېزم په کې سخت رټي، بيا يې ويل چې زه نه وم پوه.
علامه سلجوقي هم زموږ په هېواد کې له لوړو شخصيتونو دی، خو متاسفانه ډېری يې له نوم سره هم آشنايي نه لري. موږ داسې ډېر لوی شخصيتونه لرو چې هېر کړي مو دي، يو له هغو شخصيتونو ارواښاد الحاج محمد نادر ايوبي کندهاری دی. ښاغلی ايوبي کندهاری څه موده مخکې د امريکا په ويرجينيا آيالت کې له دې فاني نړۍ سره د تل له پاره خدای پاماني وکړه، د دغه لوی شخصيت د وفات په غم مطبوعاتو يو تش خبر هم خپور نه کړ، شايد څلوېښت پنځوس کاله وروسته د ده هډوکي هم وطن ته راوړو، خو هغه وخت کې شايد د ده شخصيت هم اختلافي وي، ايرانيان به يې انيرانی بولی او نور دعوه کوونکي قومونه به يې خپل، بيا يې د هډوکو راوړل څه ګټه نه لري.
زه چې د افغانانو داسې بېغوري ګورم، ترکيانو يو لوی شخصيت راياد شي، ما ته بديع الزمان سعيد النورسي رايادېږي چې په سيکولر ترکيه کې يې متعهدو ځوانانو فکر ژوندی وساته، نه يوازې په ترکيه کې، بلکې ټولې نړۍ ته يې د هغه هڅې ورسولې، دا خو لا څه کوئ چې عربي ژبې ته يې د هغه ټولې ليکنې ترجمه کړي، ما اوس وليدل چې ځينې کتابونه يې د پاکستانيانو له پاره اردو ته هم وژباړل، لا هم پرې کار روان دی، که څه هم دوی له پاکستان سره ډېر نږدې نه دي، ژبې او کلچر يې سره ډېر لرې دی خو دوی په اسلام آباد کې د خپلو فعاليتونو له پاره مرکز جوړ کړی او ورځ تر بلې پر مخ روان دي. د نورو دا ويښتوب موږ کې هم بايد غبطه راژوندۍ کړي چې موږ هم خپل شخصيتونه وپېژنو او قدر يې وکړو.
د استاذ محمد نادر ايوبي په هکله متاسفانه ډېر معلومات هم نه شته، دی هم لکه نيازی او سلجوقي له نړۍ لاړ، خو موږ د هغه جهادي، وطندوستانه، علمي او ليکنيز کارونه هېر کړي، د کمونېستانو له کودتا سره ايوبي صاحب خپلې حکومتي دندې پرېښودې او جهادي فعاليتونه يې پيل کړل، له دې سره يې علمي کارونه هم د يادولو دي، چې له هغې د ګڼو کتابونو ليکل او د امريکا په هارورډ پوهنتون کې يې د استشراق په برخه کې د لومړي ځل له پاره د پښتو څانګې اساس کېښود. د ښاغلي محمد نادر ايوبي لنډه پېژندنه چې د ورور په لاس يې ليکل شوې، چې د انټرنټی فعالانو لخوا له لږ تغيير سره انټرنټ ته يې پورته کړې، دلته يې را اخلو:
ښاغلی محمد نادر ايوبي د افغانستان يو له هغو روښان فکره سياسي، ادبي، جهادي او د قدر وړ څېرو څخه ده، چې هر افغان بايد پرې ونازېږي.
ښاغلی محمد نادر ايوبي د ارواښاد محمد سرور خان ايوبي زوى، د شهيد محمد ايوب خان لمسی، د جنرال تاج محمد خان د ميوند غازي ( چې په خپله کورنۍ کې په حاجي نيکه يادېږي) کړوسی، او د شهيد يحيى خان پوپلزي کوسی، چې د د مور له پلوه هم هغه مرحوم ته رسېږي. په خپل پلرني کور د کندهار د يحيى خان په کوڅه کې زېږېدلی دى.
زده کړې:
ښاغلی نادر ايوبي لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په خان آباد، کابل او کندهار کې سرته رسولي، او په کابل کې د سوداګرۍ لېسې له بشپړولو څخه وروسته پوهنتون ته ورغی او په کال ۱۳۳۷هجری لمريز کې د حقوقو او سياسی علومو د پوهنځي د دېپلوماسۍ له څانګې فارغ او په همدې کال د بهرنيو چارو په وزارت کې د مامور په ډول وټاکل شو.
د اووه ويشتو کلونو په عمر (۱۳۴۲هجری لمريز) د احتياطي ضابطانو د مکلفيت دوره تېره کړه.
دندنې:
د مکلفيت له دورې څخه وروسته يې د بهرنيو چارو وزارت د ارشيف او فرهنګي، اقتصادي، وثايق، شفر او د قونسلګرۍ په مديريتونو کې دندې ترسره کړې. د مورنۍ ژبې (پښتو) سربېره په عربي، دري، انګليسي او اردو ژبو هم ښه پوهېده.
په کال ۱۳۴۲ل واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې د اتاشي په توګه وټاکل شو. له دندې سره، سره يې د هارورډ پوهنتون د سياسی علومو له پوهنځي څخه د ماسترۍ سند ترلاسه کړ، او په همدې وخت کې د هاروډ پوهنتون د غوښتنې له مخې د هغه پوهنتون د ختيځ پېژندنې د څانګې له پاره د پښتو ژبې د زده کړې اساس هم د لومړي ځل له پاره کېښود. درې نيم کاله وروسته بېرته وطن ته راستون شو. په کال ۱۳۴۹ل کې په قاهره کې د افغانستان په سفار ت کې د دويم سکرتر په توګه وټاکل شو. له دندې سره، سره يې د عربی ژبې او فقهې ځانګړې زده کړې وکړې.
په ۱۳۵۱ل کال په هغه کانفرانس کې د افغانستان استازيتوب هم وکړ چې د اسلامي هېوادو نړيوال لومړني اسلامي بانک د پرانستو لپاره جوړ شوی و.
په کال ۱۳۵۲ل کې د کوټې په ښار کې د افغان جنرال قونسل د کفيل په توګه ولېږل شو، مګر د سردار داود خان د کودتا له امله مخکې له دې چې خپلې دندې ته ورشي، په تهران کې د افغان سفير د لومړی سکرتر په توګه وټاکل شو.
په ۱۳۵۶ل کال تهران کې جوړېدونکي د اسيايي هېوادونو د کار د وزيرانو په کانفرانس کې د خپل هېواد رسمي استازيتوب وکړ.
هلته يې ۵ کاله دنده ترسره کړه. په وطن کې د دويمې کودتا له کېدو سره سمدلاسه خپله استعفى ليک وړاندې کړ او له رسمي دندو څخه يې ځان وژغوره.
څه موده وروسته د امريکا متحده ايالتونو ته مهاجر شو او خپل ورځينيو چارو ته يې مخ واړاوه.
ښاغلي ايوبي صاحب په امريکې کې له آرام ژوند تېرولو سره، بيا هم خپل کړېدلي ولس هېر نه کړ، او د غازي صوفي حاجي محمد نعيم ايوبي سره يې چې د کوټې په ښار کې يې د (الجهاد) په نامه يو لوى روغتون درلود خپلې هراړخيزه مرستې ونه سپمولې. دارنګه يې نورې ښوونيزه، روزنيزه ټولنې جوړې او د افغان بچيانو له حال احوال څخه يې ځان خبراوه.
د افغانستان دننه يې هم روغتيايی څانګې پرانستې ترڅو د ټپي مجاهدينو درملنه هملته د لومړنيو مرستو په توګه ترسره شي.
ښاغلي ايوبي د خپل ژوند لويه برخه په مسافرتونو کې تېره کړې. د نړۍ د ولسونو، اديانو، مذهبونو، عرف او عاداتو، قوانينو او ټولنيزه حالاتو د پېژندنې سره ډېره مينه لري. چې د دې کار له پاره يې هم ډېر ملکونه له نظره تېر کړی.
ليکنې:
ښاغلي ايوبي په سياسي، اقتصادي، ادبي، فلسفي، تاريخي، تصوف او اسلامی موضوعګانو کې ډېرې په زړه پورې ليکنې کړي، چې لسګونو ته رسېږي.
هغه ليکنې چې د چاپ په جامه پسولل شوي دي:
۱. سيپن او مرغلره ( پښتو داستان)، د کندهار دطلوع افغان په ورځپاڼه کې په پرله پسې ډول چاپ شوي.
۲. سياسی نظريات (دوه ټوکه) د کندهار د مطبعې چاپ.
۳. اقتصادی نظريات (درې ټوکه) د کندهار او هلمند د مطبعو چاپ.
۴. اسلام، چې پر پېنځو کتابو (حقوق، سياست، اقتصاد، تصوف، او فلسفې) مشتمل دى. د کوټې چاپ.
۵.دوی څوک وه: په کوټه کې چاپ شوې.
۶. عرفان: په لاهورکې چاپ شوې.
۷. داقتصادی نظرياتو کتاب چې په درې ټوکه ؤ، د اړينو اصلاحاتو وروسته د دويم ځل لپاره په يوه ټوک کې له لاهور څه خپور شو.
۸. فلسفه، د کوټې خپور شوی اثر چې د فلسفې په اړه هراړخيزه څېړنه ده.
۹. ا افريقا جغرافيايي، تاريخي او ټولنيز مسايل، ناچاپ اثر.
۱۰. د انسان ستونزې ناچاپ.
۱۱. علم او ايمان ناچاپ.
۱۲. د تاريخ ځينې هېرې شوې پاڼې ناچاپ
۱۳. د حق او باطل تاريخي سېر ناچاپ.
ښاغلي نادر ايوبي صاحب ته دې رب تعالی جنتونه ور په نصيب کړي او د افغانانو د ويښتابه په هيله، په دې هيله چې د خپلو ژونديو او مړو شخصيتونو قدر وپېژنو او لاره يې ځلانده وساتو.