د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شهادت وېبپاڼې بې شهامته لیکنه

محمدکریم نور 15.08.2011 02:26

په شهادت وېبپاڼه کې د صادق افغان په نامه یو کس پاکستانیانو ته د خپلواکۍ د ورځې په موخه یو ډېړ اوږد پیغام لیکلی دی چې چې له دروغو او چاپلوسیو ډک دی ۰ که څه هم چې په ځواب نه ارزی، خو دومره سپین سترګي چې ده کړې ده، نو ځواب ته یې مجبور کړم ۰

ښاغلی افغان (؟) چې ځانته بیا د صادق نوم هم ورکوي، داسې پیل کوي :

"نن د پاکستاني قوم د ازادۍ ورځ ده چې د اگست د ١٤ سره سمون خوري مونږ ددې لپاره چې يو امت او يو ملت يو له پاکستاني ورونو خويندو سره پدې ستره خوښۍ او خوشحالۍ کې ځان شريک بولو۔"

افغانان او پنجاب هیڅکله یو ملت نه دی، زموږ ژبه پښتو ده، د دوی پنجابي، افغانان په اسلامي ارزښتونو او خپلو ټولنیزو دودونو ټینګ ولاړ دي، خو پنجابیان نه اسلام ته په درنښت ګوري، نه کوم داسې ټولنیز دود لري چې د ښېګڼې، سړیتوب او انسانیت رڼا ترې را ووځي ۰ په افغان ملت چې غربي سړیخواره کوم بمبارد کوي، هغه د پنجاب له خاورې څخه کوي، ټول لوژیستیک یې له پنجاب څخه کېږي، په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي آر لامل پنجاب دی، نو صادق افغان د کوم دلیل پر بنسټ پنجابیان او افغانان یو ملت ګڼي؟

ښاغلی صادق وړاندې ځي او وایي چې :
"۰۰۰ پاکستانى قوم د نړۍ له سترې خيټې تولد شو او د يوه نوي وجود په شکل د نوي پيژندگلوى او پهچان سره راڅرگندشو د برصغير يا د هند له نيمې وچې څخه د پاکستان بيليدل او ازاديدل د برصغير د مسلمانانو لپاره يو ستر او تاريخي قدم او اقدام وو ځکه الله مکړه که د پاکستان د عظيم قائد او د ملت بابا محمد على جناح، علامه اقبال لاهورى، امام مودودوى، سر سيد احمد خان، لياقت على خان او نورو نامورو مشرانو د پاکستان د جوړلو نيت او هوډ نه وى کړي نن به هندوستان په ټول برصغير قابض پاته شوي وو او له هغه ډول مشکلاتو سره به مخ وو د کومو سره چې نن زمونږ کشميري ورونه په مقبوضه او اشغال شوې کشمير او دهند په نورو بيلابيلو سيمو او ولاياتو کې مخ دي "۰

پاکستان د نړۍ له سترې خېټې ریښتیا هم وزیږېد، خو پلار یې علي جناح او نور "نامور مشران" نه ول، بلکې پاکستان په خپله د انګرېزانو حرامونی دی چې یوازې او یوازې د هند د کمزورولو په موخه راپیدا شو او بس ۰ که چېرته دغه حرامونی پاکستان نه وای زیږېدلی، نو نن به د پنجاب تر واک لاندې ۱۷۰ میلیونه مسلمانان د هندوستان اوسېدونکي وای او هلته به یې له هندوانو سره د وګړو، سیاست، اقتصاد، سوداګرۍ، کلتور، واک او ځواک، په لنده توګه له هره پلوه سیالي کولای شوی او موازنه به یې ساتلې وای ۰ هندوستان به یوازې د هندوانو ملک نه وای، بلکې د ډېرو مسلمانو ملک به هم وای، نه به په کشمیریانو ظلم کېده او نه به د بابر جومات چا ړنګولای شوی ۰

ښاغلی صادق خپلو چاپلوسیو ته نور هم زور ورکوي :

"پاکستان نن هغه پاکستان ندى چې کله ناکله به هندوستان ورته داړي چينگولې بلکې پاکستان اوس د هر بهرني هيواد هر اړخيز ځواب ويلاى شي دا وخت چې د پاکستان نفوذ تقريباً ١٧٠ ميليونو ته رسيږي يو د اسيا له هغه ملکونو او هيواونو څخه دى چې ورته د اسيا ټائگر يا پړانگ ويلاى شو ځکه د اسيا په هيوادونو، چين، شوروى ، هندوستان ترڅنگ پاکستان هم يو قوي اټومي او اقتصادى قوت دى چې پخپله هندوستان هم ورسره د بشپړ احتياط او خذر نه کار اخلي ځکه چې پاکستان اوس يو قوي او غښتلى پاکستان دى ۰ ۰ ۰ "

سړي ته پوښتنه پیدا شي چې دا څنګه د "آیسا ټایګر" یا پړانګ دی چې د هند په وړاندې یې یوه جګړه هم نه ده ګټلې ۰ ترهګري خو د کمزورو، بې پتو او بې غیرتو خلکو ځانګړنه ده، نه د پړانګانو ۰ د امریکا او انګلستان چې هر څنګه زړه وي، پنجاب همغسې کاروي، تل یې د تشناب د کاغذ په څېر کارولی دی ۰ موده وړاندې امریکایانو په ابټ آباد کې بن لادن ووژه، ټولو عملیاتو کابو پینځه څلویښت دقیقې وخت واخېست، خو پنجاب سره له اتومي وسلو او پړانګانو او دومره نظامي پرسونلو سره سره امریکا ته ټنډه هم تروه نه شوای کړی، بده لا دا چې د عملیاتو تر پای پورې هېڅ خبر هم نه شول، نو دا څنګه پړانګان او نظامیان دي؟ امریکایان د افغانانو په کلیو کې پینځه دقیقې نه شی تمېدلای، خو په پنجاب کې پینځه څلویښت دقیقې عملیات کوي، د سي آی اې پرسونل یې په رڼا ورځ د ښار په منځ کې پنجابیان وژني ۰ نو آیا د ښاغلي صادق افغان لپاره پنجابیان پړانګان دي؟ ښاغلی صادق هغه ویدیو در پر زړه کړه چې پنجابي نظامیانو په سوات کې پښتانه ماشومان راټول، په کتار کې ودرول او بیا یې ګولۍ پرې وچلولې ۰ آیا ته هغو بې غیرتو نظامیانو ته پړانګان وایې؟


ښاغلی صادق افغان بیا د خلکو سترګو ته خاورې شیندي :
"۔۔۔۔۔ دا وخت او د صليبي اشغال په پاى او درشل کې چې کوم چيلنجونه پاکستان او افغانستان ته متوجه دي له هيچاپټ ندي له لرې څخه راغلې يرغلگر نه غواړي چې مستقل افغانستان او خپلواک پاکستان دې د تل لپاره خپلواک پاته شي او يادې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې مضبوطې شي ۰ ۰۰"

لمړی خو پنجاب یا پاکستان خپلواک نه دی، بلکې د امریکا او انګلستان د تشناب کاغذ دی ۰ بله دا چې دا پنجاب وو او دی چې امریکا او نور اشغالګر یې افغانستان ته راوستل او لا تر اوسه یې د پاتېدا موکه ورته برابره کړې ده ۰ د افغانستان او پنجاب د اړیکو په اړه باید وویل شي چی پنجاب هېڅ وخت له افغانستان سره سمې اړیکې نیول نه غواړي، بلکې افغانستان ړنګول غواړي او خپل غلام ترې جوړوي ۰ نو دا پړه باید په ټوله کې پر یرغلګرو وانه چول شی چې د افغانستان او پنجاب اړیکې نه غواړي ۰ که چېرې پنجاب ریښتیا هم خپواک وای او له افغانستان سره یې وروري غوښتلای، نو افغانستان به یې له شا څخه په تبر نه وهه، نه به یې داسې له پښو غورځوه چې ان د سړي تښتوونکیو د نیولو وس ونه لري ۰ پنجاب که ریښتیا هم په اسلام او ورورولۍ عقیده درلودلای، نو امریکا ته به یې په زغرده ویلي وای چې افغانستان زما ورور دی، زه پر افغانستان نه ستا اشغال او وحشت ته لار درکوم او نه مې افغان ورور وژنم ۰ خو پنجاب داسې ونه کړل ۰ له خپل حرامونه زېږد را پدېخوا یې د افغانستان د سېزلو لپاره هر څه ته لاسونه اچولي دی او لا یې اچوي ۰


ښاغلی صادق افغان وایي :
"۰۰۰د سيمې هيوادونه بايد افغان مجاهدين په سياسي او عسکري لحاظ تائيد او تمويل کړى ځکه ددې سيمې پاکستان او افغانستان لپاره افغان مجاهدين چې دا وخت د صليبي اشغالگرو په مقابل کې جنگيږي يواځنى اميد دى چې نبايد ورڅخه غفلت اوه شي۰۰۰"

افغان ولس د اشغال د پایته رسولو لپاره پنجاب ته یو ښه وړاندیز لري او هغه دا چې :
امریکایانو ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسې له خاورې پر موږ ببمبارد وکړي، نظامي توکي یې بند کړئ، نظامي او استخباراتي پرسونلو ته یې اجازه مه ورکوئ، انشاالله چې دا تاړاکګر به ډېر ژر مات شی ۰


ښاغلی صادق د پاکستان د اخلاقي مرستو په اړه خبرې کوي :

"۰۰۰دا نن چې کومه بدامني د پاکستان په بيلابيلو سيمو کې گورو ترشايې همدغه غربي او هندوستاني پټې شبکې دي تر څو پاکستان له پښو وغورځوي او دا کار هندوستان ددې لپاره کوي تر څو پاکستان له افغانانو سره اخلاقي مرسته ونکړي او افغانستان الله مکړه د غرب په لاس اشغال پاته شي ۰۰۰"

یو ځل بیا باید وویل شي چې پنجاب امریکا له افغانستان څخه نه شړي، بلکې لا نور هم د اشغال لاره اواروي ۰ خو زه له دغه ښاغلي پوښتم چې :

ښاغلی صادق افغانه !
ته او خدای، کومه اخلاقي مرسته یادوې؟

زه نه پوهېږم چې څو کلن یې او ماشومان لرې که نه ۰ خو څه احساس به وکړې چې ماشوم دې د زده کړې لپاره ښوونځي ته واستوې، خو پر لار یې د پنجاب لښکر د ښوونځي، ریاضي، انګلیسي او ۰۰۰۰ زده کړې په جرم ووژني ؟ آیا ته دېته اخلاقي مرسته وایي؟
څه احساس به وکړې که چېرې ستا ورور ډاکتر وي، انجینر وي، ښوونکی وي او ۰۰۰۰۰ وي، خو پنجاب یې په دې جرم ووژني چې ډاکتر دی او افغان مظلوم ولس ته یې خدمت کوه؟

څه احساس به وکړي چې یو څوک دې د مرسته په کور او خندک در ړنګ کړي؟

ستا دې روژه الله ج قبوله نه کړي که ته حقیقت پټوې ۰ آیا ته د طالبانو کابو پینځه نوي سلنه برخه نه پېژنې چې د پنجاب لښکر او په خپلو کړو وړو سره یې هم د اسلام نوم بد کړ او هم یې د یوې پرمختللې اسلامي او معدني ټولنې او انساني کرامت سپکاوی وکړ او لا یې کوي؟
حډیث شریف وایي چې :
من دخل المسجد، فهوه امن او من دخل بیت ابو سفیان، فهوه آمن
عربي متن یې کېدای شي چې سم نه وي، خو پښتو مانا یې دا ده چې څوک چې مسجد ته ننوت، نو هغه په امن دی (په دې مانا چې څوک باید څه ورته ونه وایي) او څوک چې د ابو سفیان کورته ته ننوت، هغه هم په امن دی ۰

نو ښاغلی صادق افغانه ته او خپل آخرت دې، آیا طالبان د همدې پنجابیانو د بازاري فتواوو پر بنسټ په جوماتونو کې ځانمرګي حملې نه کوي؟ آیا دې ته هم د پنجاب اخلاقي مرستې وایې؟

څو کاله وړاندې یې په کابل کې د هند پر سفارت یرغل وکړ چې دوه هندوان یې ټپي، خو تر پنځوسو ډېر افغانان یې ووژل ۰ نو ته دې ته هم د پنجابیانو اخلاقي مرستې ګڼې؟

ښاغلی صادق افغان د خپلې لیکنې په پای کې بیا په ناسیده توګه د پنجاب په اړه خپل مالومات هم بربنډوي چې څومره پوهېږې :
"۰۰۰ يوځل بيا د يوه افغان په حيثيت او دا چې په پاکستاني کې مې ښه وخت تيرکړي، تعليم مې سرته رسولى او له پاکستاني قوم نه ښه خاطرې لرم او دا چې پاکستانيانو زمونږ داسې خدمت او ميلمه پالنه کړې لکه څنگه چې د مدينې منورې انصارو د مکې مکرمې د مهاجرينو مرسته کړې وه نو د لويى الله جل جلاله نه پاکستاني قوم ته د جزيل اجر غوښتونکى يم ۰۰۰"

پنجابیانو د افغانانو مېلمه پالنه نه دې کړې، بلکې د افغانانو پر سرونو یې له ملګرو ملتونو په ځانګړې توګه له امریکا، اروپا او عربي نړۍ څخه په میلیاردونو ډالر اخېستي دي ۰ پنجاب د افغانانو مېلمه پالنه نه، بلکې د هغوی پر پت او عزت یې لوبې کړې دي او د هغوی وطن یې ور وران کړی دی ۰

که څه هم چې لیکنه له دروغو او بې کچې چاپلوسۍ ډکه ده، ما یې یوازې یو څو کوشنۍ برخې را واخېستلې ۰ ښاغلی لیکوال ځان صادق افغان نوموي، خو له لیکنې یې داسې ښکارېږي لکه کاذب پنجابی چې وي ۰ زه نه پوهېږم چې شهادت وېبپاڼې د ده لیکنه ولې خپره کړې ده، حال دا چې پنجابیان ښه پېژنې ۰ خو داسې راته ښکاري چې یا به اسلامي حزب د داسې لار ورکو کسانو په اړه د خلکو غبرګونونه را پاروي او له ضمیرونو به یې غواړی چې د لستوڼي مار وپېژنئ یا به هم په خپله د وېبپاڼې پازوال دومره غیر مسلکي کس وي لکه په کابل کې د شمالي ټلوالې ایراني رسنۍ ۰ لیکنه یې په لاندې پته لوستلائ شئ :
http://dailyshahadat.com/leekane-story.php?id=2105


د صادق افغان ځواب په لاندې لینک کتلای شی.

http://www.tolafghan.com/posts/22431