د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تیارو د لارویانو متحیرالعقولې نیوکې

محمدکریم نور 08.03.2010 10:45

اوونۍ وړاندې افغان دولت په رسنیو بندیزونه ولګول چې نور به له مارجې او نادعلي څخه، یا د فوځي عملیاتو پر مهال د جګړې له ډګره په سیده توګه خبر نه خپروي . دغه بندیزونه نه یوازې د دېموکراسۍ له بنسټیزو آرونو سره ناباندې دي، بلکې اوسمهال د روانې جګړې، په ځانګړې توګه د نادي علي او مارجې روان ناتار ته په پام سره، باید په سختو ټکو وغندل او په ټینګه یې سرغړوای وشي . خو دا چې طالبان دغه بندیزونه غندي، نه یوازې د افغان ژورنالېستانو، لیکوالو، مخورو، منورو او مظلوم ولس سپکاوی دی، بلکې د دوی (طالبانو) متحیر العقول عقل او سل مخي هم زبادوي .

طالبان د بندیزونو په اړه په خپل غبرګونلیک کې وایي :
"په خپلواکورسنیوباندې دغه نشراتې انحصار په خپل ذات کې دکابل ادارې له لوري دخودارادیت ،استقلال اودبیان دآزادي دمعقولومعیارنواومقرراتوپه ضد داسې اقدام دی چې د هیڅ ملي اوبین المللي قوانینیوله مخې دتوجیه وړنه دی."

"دکابل اداري دغه ناموجه اقدام په حقیقت کې د امریکایانوله هغوبشري ضدکړنوڅخه سرچینه اخلي چې دوﺉ یې دنړۍ په هر ګوټ کې دخپل دیکتاتوریت اوپه خپلواکو ولسونوباندې دخپلې منفورې ارادې دتحمیلولوپه غرض ترسره کوي."

که د طالبانو برسېرن دلیلونه په ریښتیا سره هم منښت وړ وي، نو د اجمل نقش بندي مرګ زبادوي چې هغه خدای بښلي هم د امریکایانو او د طالبانو له بشري ضد کړنو څخه پرده اوچتوله . خو طالبانو ته د امریکایانو له جرمونو څخه د ولس او نړیوالو خبرول اړین نه وو او نه دي، بلکې یو څو ډالر. په همدې توګه طالبانو نه غوښتل چې خپل جرمونه یې څرګند شي . که داسې نه وای، نو طالبانو به خدای بښلی نقش بندي نه یوازې نه وژه، بلکې مرسته به یې هم ورسره کړې وای چې د امریکایي سړي خورو او د دوی د هم جرمو کړه وړه یې ټولې نړۍ ته رابرسېرن کړي وای .

د دوی له غبرګون لیک څخه داسې ښکارې چې طالبان یا بې روپیو شوي دي، یا هم د مظلومو ژورنالېستانو وینو ته تږي شوي دي . دوی زیاتوي چې :
"اسلامي امارت په داسې حال کې چې دخبري رسنیوټول فعالان اوژورنالستان په افغانستان کې دځمکنیو واقعیتونوسالم خپراوي ته رابولي دهغه ترڅنګ دټولوحقیقت پالوژورنالستانو،راپورټرانواو پوټو ګرافرانو دهغوشجاعانه هلوځلوسخت درناوی اوتقدیرکوي کوم چې دافغاني قضیې دځمکنیوواقعیتونودواقعي انعکاس په لاره کې یې له داشانې ګواښونواوکړاوونوسره سره ترسره کوي . "

طالبان ګومان کوي چې ګواکي افغان ولس هم ړوند او هم یې مغز د طالبانو په څېر خوسا دی . د خدای بښلي اجمل نقش بندي ککرۍ به خاورې شوې وي، خو نه یوازې یې د مور، پلار او خویندو زړونه تر اوسه ټپي دي، بلکې همداسې د افغان ولس هره منوره او پر وطن مینه څېره پرې غمجنه ده . خدای بښلی اجمل نقش بندي صلیبي تاړاکګرو مړ نه کړ، بلکې هغو خدای نا ترسو مړ کړ چې ځانونو ته د موسی ع نوم ورکوي او د جهاد نړیواله پازه پر غاړه اخلي . طالبانو د خدای بښلي نقش بندي هم ډېر ښه درناوی او تقدیر وکړ . نو "ټول فعالان او ژورنالېستان" به اوس څنګه زړه وکړي چې د تیارو د لړمانو خوا ته ورشي؟ آیا دا به
ژورنالېستانو ته یو دام نه وي؟

د ښاغلي عبدالمجید بابي د ماشومانو کرېغې به لا تر اوسه نه وي کرارې او پر ګرېوان به یې لا اوس هم اوښکې رارغړي . خو طالبانو د ده د مرګ پړه په ویاړ سره ومنله . خدای بښلی بابي کوم فوځي کس نه وو، بلکې د اطلاعاتو او کلتور رییس . او یوازې ده خدای بښلي کولای شوی چې نه یوازې افغان ژورنالېستانو بلکې په افغانستان کې ټولو مېشت نړیوالو ژورنالېستانو ته له کندهار او هملند څخه د خپرونو موکه برابره کړي . نو طالبان که په ریښتیا سره غواړي چې د رسنیو مخه ونه نیول شي، نو خدای بښلی بابي یې ولې وژه؟ آیا همدا ښاغلی بابي نه وو چې په مزار کې یې د طالبانو د وژلو او بندي کولو په اړه په ولسي جرګه کې خپل لیکی احتجاج لیک وړاندې کوه؟

په هره ټولنه کې نه یوازې د رسنیو رول په کلتوري برخه کې اړین دی، بلکې همداسې د تاریخ په هغه کې هم، په ځانګړې توګه د جګړې پر مهال چې تل تر تله ملکي وګړي وژل کېږي . پر داسې پېښو نه یوازې باید ولس خبر شي، بلکې همدغه راپورونه دي چې د افغانستان د روان پېښلیک مخلیکنه جوړوي . نو ځکه باید هر پېښه په پوره توګه وسپړل او ثبت شي . د افغان دولت له خوا دغه بندیزونه کومه ستره اغېزه نه شي درلودای؛ یوه ورځ یې ولګول، بله ورځ یې لږ سم کړل، درې ورځې وروسته یې په ناسیده توګه د اجازې اشارې ورکولې . دغه بندیزونه کومه ستونزه نه وه . داسې به مات شوي وای، لکه څنګه چې مات شول او لکه څنګه چې وغندل شول، خو آیا طالبان کولای شي چې اجمل نقش بندي راژوندی کړي؟ طالبانو د ښاغلي بابي په وژن سره یوازې د ده ماشومان خوار او مظلوم کړل، نور یې نه جهاد وکړ او نه یې صلیب مات کړ .

تر ټولو ستره ستونزه هر ګوره د خبریالانو، لیکوالو، دیني عالمانو او پوه کسانو ترهول او وژل دي . په عراق کې ایران، امریکا او اسرائېل عراقي دیني او ساینسي پوهان، خبریالان، لیکوال او پر وطن مین سیاستوال وژني. له 2003 -2010 پورې یې یوازې له 1000 کسانو څخه ډیر فزیک پوهان ووژل . په پاکستان کې پنجابي دولت او آی اېس آی پښتانه لیکوال، خبریالان، قومي مشران او مخور سیاستوال وژني . په افغانستان کې طالبان، شمالي ټلواله، امریکا او انګرېزان یوازې پښتانه لیکوال، خبریالان، سیاستوال او مخور مشران وژني . امریکا او همجرمان (انګرېزان او شمالي ټلواله) خو بې له شکه د اسلام غلیمان دي، خو دا چې طالبان سربېره د جهاد پر نارو، د دوی پر پله ځي، نو دوی هم د اسلام او پښتنو له غلیمانو څخه شمېرل کېږي .

رسول الله ص وایي چې د شهید تر وینو د یوه عالم د مشواڼۍ رنګ ډېر ارزښت لري .

خو آیا په طالبانو کې داسې یو کس شته چې پر حدیث شریف پوه وي او یا غوږ ورته ونیسي؟
د طالبانو کړه وړه دا زبادوي چې دوی نه علم پېژني او نه هم ورته درناوی لري .

متل دی :
یوې بلا بلې بلا ته ویل چې اووووووووووووووووووووووووووخ .

طالبان افغان دولت ګرم نیسي چې ګواکي د "بین المللي قانون، د بیان د آزادۍ او معقولو معیارونو" ته پام نه کوي، خو طالبان یې په خپله یا ګرد سره نه پېژني او یا یې ګرد سره درناوی نه کوي . نو د طالبانو له خوا پر رسنیو د بندیز غندل پر افغان ولس، لیکوالو، عالمانو او خبریالانو پرته له ملنډو څخه بله هېڅ مانا نه لري .
محمدکریم نور