د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملا برادر نیول او د طالبانو چوپتیا

محمدکریم نور 28.04.2010 06:37

له دوو میاشتو ډېر وخت کېږي (د فبروري پر شپاړسمه) چې پنجابیانو ملا برادر آخوند ونیو . که څه هم چې طالبانو لمړی نه منله، خو وروسته یې د انکار پر ځای پر خوله یو دروند کاڼی کېښووه . له بده مرغه چې د دوی ټول نظامي او سیاسي مشران او دیني عالمان، په ځانګړې توګه د رهبرۍ شورا یې داسې غلي شوه لکه ټول چې د مرګ پر خوب ویده وي .

که څه هم چې طالبانو له خپل نامالوم، ناڅاپي، شکمن او ناپېژانده زېږد سره سم ان له لیک لوست څخه کرکه کوله او رسنۍ یې نه پېژندلې، اوسهمال هر ګوره په تبلیغاتو کې تر پېریانو تېز او تر شیطانانو ډېر دروغجن دي . هغه د کوم خبریال خبره :
که په ارګ کې کوم بوټی وچ شي او یا هم کوم ګیلاس اوبه چپه شي، طالبان یې پړه پر غاړه اخلي .

د ملا عبدالغني برادر آخوند نیول هر ګوره طالبانو تر اوسه نه غندلي او نه ستایلي دي .

طالبان ولې چوپ دي؟؟؟

ملا برادر آخوند که افغان حکومت، ناټو، انګلستان یا امریکا نیولی وای، طالبانو به په خپله هر لیکنه او هر خطبه کې دغه پېښه غندله او ده ته به یې د مجاهېد، اتل او . . . نور لقبونه ورکول . خو دا چې ملا برادر آخوند د طالبانو د بابا امام کرنیل او نورو آی اېس آی ماماګانو او ترونو لخوا نیول شوی دی، طالبان دومره جرئت نه شي کولای چې خوله خلاصه کړي او دغه نیول وغندي .

د داسې چوپتیا غوره لامل دا کېدای شي چې طالبان یو خوا نمک حرامه نه دي او بلخوا یې ډار او وېرې ځواک له زړونو او واک له پښو څخه اخېستی دی . دوی چې د پنجاب په مالګه وزیږېدل، رالوی او وپړسېدل، نو څنګه به د خپل بادار پر وړاندې دومره سپین سترګي کوي . طالبان به څنګه خپلو پنجابي بادارانو ته د "اعدا، اجیرې اوردو، اجیرو پولیسو . . . . " او نور متحیر العقول ستاینومونه او لقبونه ورکړي . د کوټې یا کراچۍ شورا به څنګه پنجابیانو ته په لوړ غږ، پښتني غیرت او جهادي جذبې او شهامت سره وویلای شي چې دوی د پنجابیانو له خوښې پرته سوله کوي، د سړک جوړولو کارمن، ډاکترن او انجینران نه وژني، د ټول ګټو خیریه کارونو مخه نه نیسي، او نور خپلې خویندې میندې د ماشومانو پر غم نه کښېنوي، ښوونځۍ یې نه ورسېځي، ریاضي، فزیک، تفسیر، حدیث او عقائد یې نه ورڅیروي .

طالبان په لر او بر افغانستان کې ځوانان امریکایانو ته د جاوسوسۍ په تور ځړوي او یا یې سرونه پرې کوي . خو د دوی پنجابي باداران، له اسلامي ګوندونو څخه یې نیولې تر آی اېس آی پورې، له (الف) څخه تر (ی) پورې ټول د امریکا او انګلستان په جوپړ کې دي،طالبان هغوی مجاهېد او انصار ګڼي، درنښت یې کوي او د هغوی هره خبره په افغانستان کې پلي کوي .

ولې ؟؟؟

پنجابیانو د ملا برادر آخوند له نیولو وروسته څو نور لوړ پوړي طالب مشران هم ونیول، خو طالبانو ان یوه ګیله هم ترې ونه کړه . پنجابیانو د سولې بهیر ګرد سره له منځه یوووړ ، د ملا برادر په نیولو سره یې مقاومت کمزوری کړ (که طالبان خپل کړه وړه ریښتیا هم مقاومت ګڼي) او افغان مظلوم ولس یې نور هم د سولې له احتمالي نعمت څخه بې برخې کړ .
طالبان ولې د پنجاب په وړاندې د خپلو فتواوو څخه یوه نه را اخلي؟
طالبان ولې ځانونه نه پوښتي چې د ملا برادر آخوند نیول د چا په ګټه شول؟
طالبان ولې نور افغانان غلامان ګڼي، خو خپل ګرېوان ته سر نه کښته کوي؟

ورکې دې شي وینځې چې د وینځو کالي مینځي .