د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سولې مشورتې جرګه او هر اړخېزه توطئې

محمدکریم نور 23.05.2010 10:09

د تل په څېر، ناباندو ډلو لا د سولې د خبرو پخلی نه وي کړی، چې یوه ټکه راولوېږي . د سولې او پخلاینې د تېرو خبرو پړاو نیم نیمه پیل شوی وو چې پنجاب ملا برادر آخوند ونیو او امریکایانو په مارجه کې فوځي عملیات پیل کړل . په دې سره یو خوا د خبرو یو لوری ورک شو او بلخوا د ولس او افغان دولت تر منځ واټن رامنځته شو . په پای کې د سولې او جوړجاړې خبرې په ټپه ودرېدې . نو د سولې د را روانې مشورتي جرګې لاره به هم پوره اغزنه، بهیر ټکنی، موخه ستونزمنه او پایلې ناڅرګندې وي .

د سولې د راروانې جرګې لپاره وار له وړاندې بې شمېره توطئې جوړې شوې دي چې یوه یې د کندهار د امنیت خرابول او بیا بېرته د هغه د راجوړولو لپاره فوځي عملیات کول دي . یو ځل بیا به ولس په دولت بې باوره شي چې ګواکي د سولې نارې د دوی د غولولو په موخه وهي او نه هم دومره واک لري چې د امریکایانو له بمبارد او تاړاک څخه ولس وساتي .

د سولې د جرګې پر ضد دغه توطئه هر ګوره د امریکایانو او انګرېزانو په قلم، وسلو او لوژېستېکي مرستو وکښل، د ایران او پنجاب په فوځي مرستو حقیقي او ریښتینې او د طالبانو په مټ پلې شوه . په کندهار کې څلور سوه (400) قومي مشران ووژل شول چې پړه یې طالبانو پر غاړه واخیسته . داسې هم ویل کېږي چې د وژل شویو شمېر تر څلورو سوو لوړ دی . که چېرې طالبانو د دوی له وژلو څخه ډډه کړې وای او د ولس امنیت یې نه وای له منځه وړی، نو افغان دولت او ولس به په جار نارې وهلی شوای چې په کندهار کې فوځي عملیاتو ته هېڅ اړتیا نشته . خو له بده مرغه چې اوس نه ولس څه ویلای شي او نه افغان دولت . د څلورو سوو مشرانو د خون له امله ولس ناچاره دی او د دې اړتیا ویني چې که امریکا وي که افغان دولت یا بل څوک، خو چې دغه وحشت پای ته ورسوي . که څه هم چې د وحشت آر زېږوونکي به امریکایان، انګرېزان، پنجاب او اېران وي، خو طالبان د خپلې سیاسي، ټولنیزې، مدني او دیني ناپوهۍ له امله دغه جرمونه یا کړي، یا نه کړي، خو پړه یې منلې ده او اوس به یې پایلې وویني . په څرګند ټکو سره سړی ویلای شي چې د ولس پر ضد طالبان او امریکایان د یوې بړستنې مخ او استر (پوښ) شول او اوس به دغه بړستن د مظلوم ولس پر خولو ور اچوي او د دوی نفس به وربند کړي چې زړونه یې وچوي .

د سولې د را روانې جرګې سره سم به پنجاب هغه طالب مشران هم ونیسي چې د سولې زړه نازړه لېواله وي . ایران به په هرات، نیمرو او روزګان کې ترهګریز یرغلونه وکړي او پړه به یې ژر طالبان پر غاړه واخلي . ایران به په دې سره نه یوازې په افغانستان کې امنیت خراب کړی وي، بلکې همداسې به یې د اوبو د بندونو د جوړولو او افغان وطن د ښېرازۍ مخه هم نیولې وي . امریکا به په کندهار کې د طالبانو په نامه پر ولسي وګړو بمونه غورځوي، ښځې به بې پته کوي، سپین ږیرې او ماشومان به وژني او ځوانان به په بګرام کې کړوي .

نو مخکې له دې چې د سولې را روانه جرګه پیل شي، ولسي استازي باید ولس ته ووایي چې هغه طالبان چې یوازې د ورانکارۍ، وژن او ترهګرۍ لپاره په کلو بانډو کې ځای پر ځای او د ملت پر دسترخوان سپاره وي، یا اصلاح یا هم وشړي . افغان ولس باید د جرګې له پیله مخکې د امریکا د فوځي عملیاتو مخنیوی وکړي . او طالبان کې ریښتیا هم د دې ولس یوه برخه وي، نو باید د ملت ژغور او ساتنه د ځان دنده وګڼي . نو ځکه باید طالبان لمړی ژر تر ژره په کندهار کې د قومي مشرانو وژل، د ملکي او ټولګټو بنسټونو نړول ودروي او د اړتیا په وخت کې له کندهاره ووځي تر څو د ملکي کسانو د وژن مخنیوی وکړي، او امریکا ته د فوځي عملیاتو پلمه په لاس ورنه کړي . یو خوا به د سولې جرګې ته، که چېرې طالبان سوله غواړي، دا موکه ورکړل شوي وي چې شته ستونزې یا حل یا د حل لپاره یوه لاره ولټوي او بلخوا به دغه کړېدلی ملت یوه وړه شېبه دمه جوړه کړي .

خو دا په دې مانا نه چې ګواکي مقاومت دې ټکنی شي، بلکې په دې مانا چې الله ج فرمایلي دي چې :
و امرهم شورا بینهم

د سولې مشورتي جرګه داسې جرګه نه ده چې هغوی دې د امریکا او ناټو تاړاک ته اجازه ورکړي، بلکې د دې لپاره چې روان کړکېچ او ناتار ته د حل یوه مناسبه لاره پیدا کړي . نو ټولې ښکېل ډلې چې د قرآني حکم پر بنسټ یې ټوپک پورته کړی دی، باید دا هم ومني چې شورا، جرګه او خبرې اترې چې قرآن یې حکم کوي، باید له پامه نه غورځول شي .

همداسې الله ج فرمایي چې تاسې اعتداد، زیاتی او تېری مه کوئ . د دار الامان د سړک په څېر لارواو یا د ملکي کسانو په ګڼه ګوڼه کې ځانمرګي بریدونه ظلم، زرو، خون او تېری دی نه جهاد، ځکه چې پایلې یې ټولو هغوی ته څرګندې شوې چې سترګې لري، مګر هغوی یې نه ویني چې زړونه یې قهر، غوصې، غضب او کینې ړانده کړي وي .

که طالبان همداسې ولس وکړوي لکه امریکایان یې چې په پټه او برلا غوښته او هیله کوي، نو امریکا به خپل ظلم ته هم زور ورکړي ۰ نو را روانه مشورتي جرګه به د نورو هغوی په څېر بیا هم نیمه نیمګړې تېره شي . پایله به ونه لري، ولس به ناهیلې او دولت به شرمنده وي چې د امریکایانو د تاړاک او د طالبانو د جهالت او خون مخه یې ونه شوی نیولای . په جګړه کې ښکېل ډلې به، پرته له هغې ډلې چې قرآن یې په لارښوونه منلی وي، له افغانستان څخه د روم د ا مپراتورۍ سپورتي ستېدیوم جوړ کړي او له پښتنو څخه "ګلد یه تور" یا هغه تورزن (تورې وهونکي) چې د پاشاهانو د ساتېرۍ لپاره به له یو بل سره او یا هم د نورو ځناورو لکه زمریو او خرسانو سره تر مرګه جنګېدل .