د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسلامي ګوند د سوله ییزو هڅو شنډول

محمدکریم نور 09.04.2010 14:16

په ټول افغان وېبپاڼه کې یوه ښاغلي د فرهاد صاحبزاده په نوم د اسلامي ګوند سوله ییزي هڅې په خپله یوه تبصره کې د ښاغلي حکمتیار د تفسیر شریف پر بنسټ ارزولې او دوی یې په ناسیده توګه په ناځانخبري یا ځانخبري ډول غندلې وې . سربېره پر دې چې آره موضوع د ښاغلي حکمتیار تفسیر نه، بلکې سوله ییزې هڅې دي، خو ښاغلی صاحبزاده د ښاغلي حکمیتار په تفیسر هم نیوکه کوي، چې که بې ځایه نه وي، نو پر ځای هم نه ده. دی وایي چې :
"په مختلفو موضوعاتو كي يي د معتبرو مفسرينو د اقوالو مخالفت كړي ."

په څانګیزه توګه زه نه پوهېږم چې آیا د ښاغلي صاحبزاده به دغه نیوکه د تفسیر شریف په اړه سمه وي که نه، ځکه چې ما نه د ښاغلي حکمتیار تفسیر لوستلی دی، او نه نور هغوی، خو د تفسیر شریف په اړه نیوکه په یوه سیاسي لیکنه کې، په ځانګړې توګه د ده په تبصره کې دا مانا لري چې ښاغلی صاحبزاده یوازې غواړي چې د ښاغلي حکمتیار په اړه منفي تبلیغ وکړي او سوله ییزې هڅې یې وشنډوي . ټول لیکوال پوهېږي چې یوه ټکي ته په لیکوالۍ کې څنګه رنګ ورکړل شي او څنګه وارزول شي تر څو د یوه مانا څښتن شي که څه هم چې هېڅ مانا به هم نه لري . خو بیا هم، له دې څخه مالومېږي چې ښاغلی صاحبزاده په خپله یو عالم شخصیت دی چې په دیني علومو کې لاسبری دی، که نه د ښاغلي حکمتیار د تفسیر دغو ټکو ته به یې پام نه کېده.

پوښتنه هر ګوره دا ده چې سربیره پر دومره اسلامي پوهه او سیاسي سم پوهاوي سره ښاغلی صاحبزاده ولې د سوله ییزو هڅو شنډول غواړي او ولې د دغه سبوتاژ لپاره ان د تاریخ تېرې شوې تا ویلې ما ویلې کیسې (د حکمیتار او مولي خالص داوه) را اوچتوي چې اوسمهال پرې خوشند یوازې خوله ستړوي .

ښاغلی صاحبزاده دلیل وایي چې د ښاغلي حکمتیار د تفیسر پر بنسټ "مسلمانان باید د کمزورۍ په وخت کې غلیم ته د سولې وړاندیز ونه کړي . نو حکمتیار ولې دغه وړاندیز کړی دی ."

ړوند له خدای ج څخه څه غواړي؟
دوه سترګې!
هر څوک که د اسلام پر دین پوهېږي، نو د سولې او ټیکاو په اړینتیا او ارزښت هم پوهېږي . او که داسلام پر احکمامو عمل کوي، نو له غلیم سره پر سوله ټینګار شوی دی چې باید د هرې سولې غوښتنه ومنل شي . بلخوا اسلامي ګوند خپل آړونه (شرایط) وړاندې کړي دي چې د رد په اکر کې یې نظامي ګوزارونه حتمي دي . نو که اوسنۍ ستونزه په لاس خلاصه شي، غاښو ته څه اړتیا شته . په جګړه کې هم وطن ړنګېږي، هم خلک وژل کېږي . لوېدیز ځواکونه که په سوله له هېواده ورک شي، نو د سرماتول او د خونو نړول به پنجاب او اېران راڅخه غواړي، نه زموږ خپل سول او عقل . او که څوک خپله ککرۍ په خپله ماتوي، نو د افغان په ولس په بیه نه، بلکې د خپل ځان په بیه یې د ماته کړي .

ښاغلی صاحبزاده وړاندې ځي :
"نو اوس خبره داده چي ايا دحكمتيار صاحب نهضت په خپله ددي حساسي مرحلي ښكار نه شولو ځكه چي مكار دښمن خپله څيره بدله كړي سور بوش په تور اوباما توره كندوليزا رايس په سره هيلري بدل شول نوره پاليسي هماغه چليږي چي كومه پخوا وه ."

دا ګرد سره سمه ده چې پالیسي په ریښتیا سره هم همغاغه پالیسي ده، خو ښاغلی حکمتیار د دوی ښکار شوی نه دی، ځکه چې که ښاغلي حکمتیار قطب الدین حلال د سولې خبرو ته لېږلی دی، په خپله په سنګر کې ناست دی . د خبرو اترو له پیل څخه یې تر اوسه د ډېرو صلیبي ځناورو په سینو ګولۍ ور اورولي او ور منډلې دي .

ښاغلی صاحبزاده وایي چې :

"نو اوس سړي نه پوهيږي چي دوي (حزب، لیکوال) يي وډار كړل او كه نه دوكه شول خو غالبه ګمان همدا دي چي دوكه شوي به وي او دده د نهضت غړي له ده بيلږي نو مجبور دي چي هغوي خپله د مبارزي لاره د شرعي امير په مشري كي مخ په وړاندي بوځي نو په دي سره دده خپل نهضت دداخلي تشنج او تزلزل سره مخ نه شولو ايا له ده څخه ملګرو لاره بيله نه كړله دده سره خو هميشه ملګرو وفا نه ده كړي او د نهضت څخه جدا شوي لكه د شهنواز تڼي په مسله كي يي د نيمي اجرايه شورا څخه زياتو له ده لاري بيلي كړلي او د هغوي خالي ځايونه هماغه خلكو ونيول چي د نهضت په لومړيو كي يي ونډه كمه وه او هم يي ددشمن سره كركه او نفرت كم وو او غواړي چي هوسا او ارام ژوند وكړي چي د همدي پلاوي غړي يي زياتره د اروپا او امريكا نه راغلي هم وه او دا ددي ثبوت وركوي چي دغه غړي نه مقاومت كوي او نه يي اراده شته، خو يواځي د واك د مزو دپاره غواړي د يوڅه وخت لپاره دلته راشي

افغان ولس او ښاغلی صاحبزاده دې ډاډه وي چې حزب نه په یو څو بمونو ډارېږي، او نه هم په یو څو غوړو خبرو دوکه کېږي . هغه ګوندونه به دوکه او ډارېږي چې دوی د تېرودونکیو (فاني) ګټو پر بنسټ د خپلو جېبونو د ډکولو لپاره جوړ شوي وي . او هغوی چې د دین، وطن او ناموس د ساتنې لپاره خپل سر په لاس کې نیولی وي او غلیم په ویاړ وژني، هغوی نه ډارېږي او نه دوکه کېږي . ځکه چې دوی د دین، وطن او ناموس پر سر له هېچا سره سودا نه کوي.

له حزب څخه کې څوک وځي، هغه د دوی کار دی او که څوک ورته راځي، هغه به په خپله خوښه راځي . حزب نه څوک مجبوري چې له دوی سره پاتې شي او نه هم څوک شړي، بلکې هغه کسان رټي چې د اسلام په نامه او د حزب په جامه کې د مظلوم ولس پر سر لوبې کوي . هغه کسان چې له اروپا او امریکا څخه د سولې جرګې ته راغلي ول، هغوی په بشپړ باور د مزو لپاره نه، بلکې له مزو څخه راغلي دي . دوی د ولس خوږ (درد) او رنځ احساسوي . دوی که واک هم تر لاسه کړي، نو په خپل واک به ولس وساتي؛ داسې به ونه کړي چې ولس ولوټي، د ناپوهۍ پر تیارو کې یې یرغمل او د پنجاب، اېران او روسیې چاړه یې پر مرۍ ورکېږدي .

ښاغلی صاحبزاده د لیکنې په پای کې خپل اند او خیال انځوروي :

"او نتيجه داسي ښكاري چي د حكتيار صاحب نهضت هم نه دي توانيدلي چي له دي مرحلي څخه سر لوړي او بريالي ووځي ."

اسلامي ګوند یو خپلواک، آزاد خیاله او له پوه کدرونو ډک ګوند دی . حزب له دېرش کلنو توطئو څخه سرلوړی وتلی دی، که داسې نه وای، نو اوس به یې د جمعیت، اتحاد او نورو بلا بترو په څېر وطن او ناموس تر یو څو روپیو جار کړی وای، روپۍ به یې د مېرمنو په غاړه کې ورامېل کړي وای، کاناډا، انګلستان او سویس ته به یې لېږلې وای، او ځان به یې غلیم ته د ناهیلي ابلیس په څېر په غېږ کې ور اچولی وای .

هغه ګوند چې د فکري ټیکاو له کړکېچ سره مخ وي، هغه به ډوبېږي، خو اسلامي حزب نه له فکري او نه هم له نظامي کړکېچ سره مخ دی، بلکې اوس هم د یوه غښتلي او منلي هغه په څېر د خلکو په منځ کې ځای لري . د اسلامي حزب بنسټ د خلکو وژن، لوټل او وطن پلورل نه دي، بلکې اسلامي حزب د اسلام پر بنسټ د خپلواکۍ یوه فلسفه ده چې زده کړه او کړن یې دواړه سم پوهاوی او بلهاري غواړي . اسلامي حزب هر چا ته بلنه ورکوي چې د وطن د خپلواکۍ او د یوه منلي سیاسي نظام د رامنځته کولو او ټیکاو لپاره خپله پوهه وکاروي . نو د بې ځایه تبصرو او سبوتاژونو پر ځای به دا ښه وي چې هر سړی دې خپله پوهه وکاروي او یوه حل لاره د را وړاندې کړي چې هېواد د پردیو له ښکېلاک او ناتار څخه خلاص او هر افغان په سوله او هوساینه کې ژوند وکړي .

سپیناوی : زه نه د حزب غړی یم او نه هم د چا په ټینګار او غوړو ژمنو دا لیکنه کوم، بلکې اسلامي ګوند له نورو هغوی سره پرتله کوم چې پایله یې همدا برسېرنه لیکنه ده .