د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د طالبانو اپلتې

محمدکریم نور 29.01.2010 09:06

ځانونو ته د موسی ع لقب ورکوي، خو کړه وړه یې د فرعونیانو دي . د امریکا او نورو همجرمو پر ضد یې له جګړې څخه هېڅوک انکار نه شي کولای، خو لکه څنګه چې جهاد فرض دی، همداسې د مسلمان وژن ناروا دی او قاتل ته یې تل پاتې جزا دوزخ ده . الله ج فرمایي :

وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلا تَعْتَدُوإِنَّ اللَّهَ لا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ » البقره ٢ : ١٩٠

ژباړه :
او تاسي د الله ج په لار کي د هغو کسانو سره وجنګېږئ چي ستاسي سره جنګېږي او تېرى مه کوئ، ځکه چي الله ج تېرى کوونکي نه خوښوي .

د برسېرن مبارک آیه پر بنسټ د امریکا او نورو مجرمینو وژن یې اړین او فرض دی، خو ورسره، ورسره الله ج وایي چې تاسې تېری (زیادت) مه کوئ (ولا تعتدو) .

طالبان ادعا کوي چې ملت په خپله غېږه کې ځای ورکړی، د جهاد ناري وهي، خو ډېرې حملې د همدغه بې ګنا مظلوم ولس پر وړاندې کوي . ځانمرګي بریدونه په جوماتونو کې کوي، د صلیبي نظامي موخو پر ځای د مسلمانانو ملکي او ټولګټې ودانۍ ړنګوي .
آیا په جوماتونو، د ملکي کسانو په منځ یا د دوی سره نیږدې د ځانمرګیو بمونو چول، پر هغو سړکونو د بمونو خښول چې ملکي کسان پرې تګ راتګ کوي، یا د هغوی د تګ راتګ په وخت کې د د دې بمونو چول زیاتی او تېری نه دی؟
که چېرې دا تېری او زیادت نه وي، نو طالبان د ووایي چې زیادت او تېری څنګه وي .
طالبان ځانګمرګي ته استشهادي وایي، خو په خپل یرغل سره د افغان ټولنې پوهان لکه ډاکتران، انجینران، اسلامي علما، ښوونکي، زده کوونکي او زده کړیالان وژني . طالبان خپلې خبرې او کړه وړه د حدیث شریف پر بنسټ هم زبادوي، خو په دې آړ چې د دوی په ګټه وي . آیا دوی به هغه حدیث شریف اورېدلی وي چې :
د شهید تر وینو د یوه عالم د مشوانۍ یا قلم رنګ ډېر ارزښتمن دی .

طالبانو د ښاغلي کرزي د و لسمشرۍ د اعلان سره سم وویل :
"غربي استعمار . . . . . . زمونږ په لس ګونوبېګناه هيوادوال يي د ټول ټاکنو د امنيت د تامينولو په پلمه ووژل "

غربي استعمار نه یوازې د اسلام او افغانانو غلیم دی، بلکې په ټولیزه توګه د بشریت او د سولې غلیم دی . خو طالبانو هم د ټاکنو په وخت کې خلک ووژل او ګوتې او پوزې یې ورغوڅې کړې .
آیا دا هم جهاد دی؟
اسلامي ګوند هم کولای شول چې په هر ځای کې د خلکو غوږونه ورغوڅ کړي، خو د اسلامي ګوند غړي پوهېدل چې دا جهاد نه دی او ملت د دوی (حزب) پلوي دي .

د کابل د تېرې اوونۍ د یرغل په اړه طالبان وایي چې ګواکي ځانمرګیو پر دولتي ودانیو او څارندویو برید وکړ، خو په یوه فېلم کې لیدل کېږي چې فلایېنګ کوچ ډوله موټر د سړک پر سر چوي . د ملکي ودانیو اور ټولو خلکو ولید . دا لمړی ځل نه دی چې طالبان ملکي ودانۍ سېځي . ولس ته ښه ترا مالومه ده چې څومره پلونه یې په بمونه والوزول .

د افغان-روس جګړې پر مهال د امریکا ولسمشر جورج بوش (پلار) په الوتکه کې پاکستان که هېند ته روان وو . کله یې چې په افغانستان کې جوړ پلونه او یو څو ودانۍ ولیدې، ډېر په غوصه شو . بل ځل یې پنجابي دولت او آی اېس آی ته ټینګار وکړ چې په افغانستان کې هر پول، سړک او ټول ګټې ودانۍ ونړوي، ځکه چې یوازې په دې سره د کمونېزم مخه نیولای شي او روسان او افغان دولت بدنامولی شي . د امریکا، انګلستان او پنجاب همدغه پلان اوس طالبان پر مخ وړي .

د تېرو اوونۍ د یرغل په اړه طالبانو په خپلو څرګندونو کې وویل :
"په سياسي او نظامي ميدان کې هرهغه منظم عمل ته چې دمنافقينو عقل پرې احتواء نشي کولائ تر
آی اېس آی پورې تړاو ورکوي،يعنې دوئ په حقيقت کې آی اېس آی ته الوهيت يا خدايي ثابتوي او دهر خارق العاده او متحيرالعقول کار انجامونکې ېې ګڼــي (معاذالله) ."

که همدغه اوږده غونډله او موخه یې لنډ او وسپړل شي، نو لاندې مانا ورکوي :
آی اېس خو خدای نه دی چې هر خارق العاده او متحیر العقول کار انجام کړي . نو ځکه د دغه کارونو تړاو پر آی اېس پورې شوم کار دی .

پوښتنه دا ده چې دغه خارق العاده کارونه چا وکړل؟

یوخوا خارق العاده ستاینوم یا صفت یواځې د معجزې لپاره کارول کېږي . معجزې یوازې د پیغمبرانو کار دی چې د الله ج پر امر یې سرته رسوي . بلخوا طالبان په خپله ادعا کوي چې دغه خارق العاده کارونه دوی وکړل . نو دا په دې مانا چې د داسې خارق العاده کارونو کړن طالبان هم کولای شي او دلته یې په خپله ځانته د خدایۍ مقام ورکړ، استغروالله . که دا جهالت نه وي، نو څه شی دی؟ که طالبان د خپل متحیر العقول جهالت پر بنسټ دا ډول حملې کولائ شي، نو آی اېس آی یې ولې نه شي کولای چې همدا ترهګري او پښتون وژن یې دنده او عقیده ده؟ دوی د آی اېس آی څخه د دفاع لپاره ان خپل ځانونه کفر ته واېستل . طالبان همدارانګه په برسېرنه وینا کې د سیاستپوهې ادعا هم کوي . دریغه چې د یوه بل شي په اړه یې متحیرالعقولې ساټې باټې ویشتلي وای، خو نه د سیاست په اړه .

طالبان په خپلو څرګندونو کې زیاتوي :
"امرالله صالح دهر بريد په پاى کې عام ښاريان نيسي او په وهلو ډبلو يې دکامرې مخ ته کښينوي تر څو دبريد دطراحئ په اړه ترې په زور اعتراف واخلي او دخلکو دغولولو لپاره يې خپور کړي او هم پرې کاواکه اداره تم او غښتلې وښيي . "

زه د امرالله صالح ننګه او دفاع نه کوم، الله ج دې هر ظالم په غضب ککړ کړي، خو آیا طالبان په خپله هم دا ډول جرمونه سرته نه رسوي؟
آیا بې ګنا ملکي وګړو ته نه وایي چې تاسې طالبان یاست، هغوی چې له ډاره په ځان د دولت نوم کېږدي، نو بیا یې سر ورغوڅوي؟
آیا په لسګونو بې ګنا خلک یې د دولت د کارمن په پلمه، په تېره د سړکونو جوړولو ورځباړي او انجینران نه دي وژلي؟
آیا دا تېری نه دی؟
آیا دا ډول ناوړه کړن ته هم جهاد وایي؟
آیا دا به ښه ترا نه وای چې د سړک جوړونې د کارګرو پر ځای یې دوستم وژلی وای؟
آیا دا به ښه ترا نه وای چې د ډاکترانو پر ځای یې پر قانوني، فهیم یا عبدالله عبدالله یو څو ځانمرګي بریدونه کړي وای؟
د دې په څېر په زرګونو پوښتنې په یو څو لنډو غونډلو کې ځوابېږي :
پښتانه باید بې پته شي، ووژل شي، کورونه یې وران شي، مېرمنې او ماشومان یې باید تل وژاړي او په پای کې د پنجاب غلامي وکړي .
او د دغې موخې د پلیتابه لپاره طالبان تر ټولو ښه وسیله ده .

طالبان امرالله صالح ګواښي او خپله جګړه ورته سپړي :
"داد نظريې جګړه ده"

کوم کړن چې د الله ج د رضا لپاره، یا د الله ج د امر یا د اسلامي قوانینوپر بنسټ کېږي، هغه ته نظریه نه ویل کېږي بلکې عقیده . سړی نه شي ویلای چې :
زه پر اسلام یا خدای ج نظریه لرم، بلکې وایي چې زه پر اسلام عقیده لرم .
همداراز مسلمان نه شي ویلای چې زما جګړه د نظریې جګړه ده، بلکې د عقیدې . خو دلته طالبان په خپله له خپلې څېرې څخه پلو پورته کوي . دوی په ریښتیا هم اسلام د عقیدې په توګه نه بلکې د یوه نظریې په توګه مني . طالبانو ته اسلام موخه نه، بلکې موخې ته د رسېدا یوه وسیله ده . د دوی له څرګندونو څخه داسې ښکاري چې دغه متحیرالعقوله بې مانا وینا یوه پنجابي آی اېس آی واله ورته په ارودو ژبه دېکتېت او طالبانو ژر پښتو ته راژباړلې ده . ځکه چې یو سیاسي ګوند (لکه څنګه چې طالبان ځانونه جامع الکمالات او عالمان ) دومره بې سوله ویناوې هېڅکله هم نه کوي .

موده وړاندې چې په خوست کې اوردوني غبرګ جاوسوس د سي آی اې په بولنتون کې ځان والوزوه، طالبانو ژر ادعا وکړه چې ګواکي ځانبمی یو افغان افسر وو او له دوی (طالبانو) سره یې اړیکې درلودې . یوه ورځ وروسته ټولې نړۍ ته مالومه شوه چې ځانبمی څوک وو . همداراز یې نور اپلتې او دروغ درواخلئ . که د طالبانو وېبپاڼه وکتل شي، هر ورځ کم تر کمه پنځوس امریکایان وژني او له سلو ډېر زخمي کوي؛ د نورو ملکونو له وژل شویو څخه به ګرد سره تېر شو .

که چېرې طالبان په همدې توګه د جهاد په نامه د بې ګنا مسلمان او مؤمن ولس وژن ته پایښت ورکړي او د جهاد لپاره د ټاکل شويو حدودو او شرایطو څخه انکار کوي ، نو لېرې نه ده چې د یهودو او صلیبي تاړاکګرو په څېر ګمرا شي . یهود او صلیبي تاړاکګر، له پاپانو څخه رانیولي تر راهبانو، سیاستپوهانو او تر هر صلیبي ملکي وګړي پورې، د تورات او انجیل یوه برخه مني، بله هغه یې ردوي، هغه څه مني چې خوښ یې شي اوهغه څه ردوي چې په طبعه یې سم ور نه شي . نن که شینوارو له طالبانو څخه امریکایي تاړاکګر غوره وګڼل، سبا به نور کلي او ښارونه هم د طالبانو پر ضد راپاڅي . دغه پاڅون هر ګوره د حوس او خوښۍ له کبله نه، بلکې د مجبوریت له امله دی . ځکه چې طالبانو د موسی ع په څېر خپل مظلوم مؤمن ولس له تاړاکه ونه ژغوره، بلکې د نمرودیانو او فرعونیانو په څېر یې نور هم د غلامۍ او بدمرغۍ کندې ته ورګوزار کړ .