د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ژغور ملي میثاق، وروستۍ موکه

محمدکریم نور 15.04.2010 15:27

د اتو کالو په موده کې لویدیز ځواکونوپه ځانګړې توګه امریکا او نګلستان خپل ځانونه ونه ساتلی شوای، نو دوی به افغان ولس له طالبانو او القاعدې څخه څنګه وژغوري . دوی بن لادن یا ونه شوای نیولی، یا یې نه نیسي، طالبان یې مات نه کړل، د دېموکراسۍ او یوه روا حکومت په نامه یې د مجرمینو یوه پېژندل شوي ټولي ته واک وروسپاره . د سولې، ټیکاو، هوساینې، پرمختګ او انساني شرف ته د درناوی پر ځای یې نه یوازې ښارونه، کلي او بانډونه په اور وسېزل، بلکې همداسې یې په مظلوم ولس کیمیاوي، بیولوژیکي او کمزورې اتومې وسلې وکارولي . بې شمېره ماشومان، مېرمنې سپین ږیري او ځوانان یې په یوه او بله پلمه ووژل . خو بیا هم مقاومت ورځ پر ورځ زور اخلي .

ایا دغه پر له پسې ناورینونه دا نه زبادوي چې د لوېدیځ پوځي عملیات ناکامه دي؟

امریکا او انګلستان که ریښتیا سولې ته لېواله وي او د افغان ولس ټول وژن ته نه وي راغلي، نو باید شته او روان حقیقتونه ومني او هغه دا چې :

د پېښلیک په اوږدو کې چې هر د وخت زبرځواک پر افغانستان یرغل وکړ، یا یې سر بایلود یا په ځغاسته وتښېد . دلته سوله د ټوپک په سرو ګولیو نه، بلکې د لویې جرګې په تودو خبرو راتلای شي .

که امریکا او انګلستان د یوې بلې، هرګوره د خپلې خوښې پایلې په تمه وي، هم ځان غولوي او هم خپل اروپایي غلامان . خو که د خپل پرېستیج او مخ ساتلو په موخه په جګړه ټینګار کوي، نو افغان ولس دوی ته یوه خورا ښه موکه ورکوي چې خپل ځواکونه وباسي . د دغې موکې په کارولو سره به هم د افغان ولس ژغور او هوساینه هرو مرو شي، هم به د دوی مخ ورمینځلی او پرېستیج به یې ساتلی وي، که څه هم چې په اوسني رسنیز پېر کې د نړۍ په هر ګوټ کې هر ماشوم هم پوهېږي چې د امریکا یوازې نوم زورور وو، خو په کړن کې یې نه د افغانستان په ختیځ، نه سهیل، نه مرکز او نه لوېدیځ کومه ولسوالي وساتلی شوای . نو ځکه د سولې او د دوی د ځواکونو د یوه درانه او پتمن وتنګ لپاره افغان ولس دوی ته د ژغور ملي میثاق وړاندې کوي .

د ژغور ملي میثاق یوازېنۍ حل لاره ده چې روانه جګړه پای ته رسولای شي، هم د افغان توکمونو تر منځ سوله او ورورولي ټینګوي او هم د لویدیز ځواکونو وتل او د دوی امنیت یقیني کولای شي . له دغې حل لارې څخه هرګوره هغه وخت ګټه اخېستل کېدای شي که لویدیز ځواکونه افغانستان ته د سولې په راوستولو او د جګړی په پای ته رسولو کې ریښتینی وي . اوس د بن لادن خبره هم سړه شوه او باد یې وخوت . د القاعدې غړي ټول په پاکستان کې دي . د اتو کالو په اوږدو کې تر اوسه په افغانستان کې د القاعدې یو غړی نه دی نیول شوی . هغوی چې مړه شوي دي، په افغانستان کې نه، بلکې په پاکستان کې وژل شوي دي . له نړیوال قانون څخه نیولې د ځنګله تر قانونه پورې، په افغانستان کې نور د جګړې او ماشوم وژنې دلیل نه دی پاتې. لویدیز ځواکونه که د وینو تږي نه وي، نو اوس د سولې وخت دی او سوله یوازې د ژغور د ملي میثاق پر بنسټ کېدای شي .