د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمحمدکريم نورپه ځواب کې

صا دق افغان 15.08.2011 15:30

ليکوالي دادب اوفرهنګ نوم دي،ليکوال اديب اوشاعروي،دملت اوامت مفکراوحقيقي انځوروي،فکريې نړۍ شمول وي، زړه سواندوي، دامت اوملت په هره وړه اوغټه کې شامل وي،ازاداوخپلواک وي،اجير،مزدور،متعصب نه وي،خوداددي معنې نلري چې له ځانه اوله خپل فکره به دفاع نه کوي،خو کله چې ليکوال داد ب له بريده ووځي نوهغه ته بيا ليکوال نشوويلاى ځکه ادبي ذوق يې له لاسه ورکړي،که لاندي ليکني ته چې ورورمحمدکريم(نور)کړي کاملاًدمروت اواخلاقونه عاري ده،دمحمدکريم نورله نامه معلوميږي چې نصراني دي ځکه دغه دنورکلمي اونومونه زياتره وخت نصرانيان استعمالوي که چيري تيرنه وزم په کابل کې دنورپه نامه يوشفاخانه هم شته چې پخوادامريکايې مبلغينو(پادريانو) ديوي نصراني تبليغي ډلي لخوادامريکادحکومت په مرستو تاسيس شوي وه،که چيري محمدکريم نورورورنصراني شوي وي بايدفوراً له نصرانيت څخه توبه وباسي اوله ارتداداومرتدکيدوځان اوکورني وژغوري،داکارشايدده ديوه څوډالروپه خاطرکړي وي چې دمرګ پروخت به له سختي پښيماني سره مخ شې،ځکه دغه محترم درسول صلى الله عليه وسلم يوقول چې دمکي مکرمي دفتحي پروخت يې ويلي وه،غلط ليکلي چې دادده په ناپوهۍ دلالت کوي اوداجوتوي چې نوموړي سره لدې چې دمسلماني دعوه کوي خوهيڅ ډول شرعي اسان معلومات هم نلري نوځکه شک کيږي چې نوموړي محمدکريم نوردنصرانيانوپرلاس نصراني شوي نه وي،بل خواته زمونږداادعادده خپلي ليکني ثابتوي دده ليکني لکه چې مې وويل له يوه سره دافغان مجاهدينوپرخلاف دي چې دافغان ملت دخوروورومخلصوبچيانوپوره پاملرنه غواړي پکارده دهرکاتب اوليکوال ليکنه په شرعي ميزان وتلواوبيا پري قضاوت وکړو.
اوس دده ځينونيوکوته ستاسوپام راړوم
دا محترم داسي کاږي
((( په شهادت وېبپاڼه کې د صادق افغان په نامه یو کس پاکستانیانو ته د خپلواکۍ د ورځې په موخه یو ډېړ اوږد پیغام لیکلی دی چې چې له دروغو او چاپلوسیو ډک دی . که څه هم چې په ځواب نه ارزی، خو دومره سپین سترګي چې ده کړې ده، نو ځواب ته یې مجبور کړم ))).
لوستونکي دې خپله قضاوت وکړي چې په پورتني مقطع کې اخلاقي تيروتني څومره دي او پښتوادبي تيروتني څومره دي،بل داچې ده زه په چاپړوسۍ اوغوړه مالي اوسپين سترګۍ متهم کړي يم،خوده اونوروته چې ورته دارنګه سوالونه ياانديښني پيداشوي وايم چې هومادپاکستاني مسلمان ميلمه پال،مهاجرپال،افغان پال اولس سره دزړه له کومي ددوى دازادۍ دورځي په مناسبت دخوښۍ اوخوشحالۍ اظهارکړي،خوکه ديته محترم ليکوال ورورچاپړوسي وايې دادده کاردي قضاوت به درنولوستونکوته پريږدو،بل داچې دامبارکې ما دپاکستان رسمي کړيو(حکومت) ته نده وړاندي کړي،ځکه زه پخپله يواولسي سړي يم، اونه زماپه ليکنه کې چيري دپاکستان حکومت ته له لري اونيژدي اشاره شوي،اونه هم دامبارکې مادپاکستان دحکومت دخوشحالولواودکلدارودحاصلولوپخاطرکړي بلکي داليکنه مې دپاکستاني عام اولس چې پوره څلويښت کاله يې دافغانانو،مهاجرينوميلمه پالنه کړي اوتراوسه هم په پاکستان کې تقريباً ٣٠٠٠٠٠٠دري ميليونه افغانان شپي اوورځي سباکوي کړي چې محمدکريم نوروروريې ليوني کړي ،پاکستانى عام اولس پرته له حکومته اخلاقاًپرمونږه حق لري چې على الاقل ددوى ددومره اوږدي ميلمه پالني په مقابل کې يواځي دتشي خولي مبارکي ورکړواونه اداکومه شرعي ګناه اوخطاده،فلهذامحمدکريم نورورورډيرزيات تيروتلي اونه پوهيږم چې دى زمادليکني کومي برخي جلالي کړاوزماپه لوري يې خپل ميزايل راشاټ کړل اوهغه پدې چې ليکوال مانه پيژني اونه هم زماله افکاروسره بلددي په هرصورت ده ته بلنه ورکوم چې زمانوري ليکني وګوري اوکه پکې تيروتلي يم نوراته دې نصيحت وکړي نه داچې(انتقادبراى انتقاد)ځکه پدي مسئله نه حل کيږي اوزمونږاوستاسوفکري انرژي بې ځايه اوبې هدفه مصرفيږي،ځکه مونږبايددهغه چاخلاف ليکل وکړوچې زمونږګران هيوادافغانستان يې داوخت اشغال کړي اوهره ورځ زمونږپه سلګونوهيوادوال پدغه اوهغه ولايت اواولسوالى کې په شهادت رسوي، نه داچې ديوبل پرضدليکني وکړو،ځکه زمونږاختلافات يواځي اويوځي دهيواداودين دښمنانوته ګټه رسوي،که نه مونږهغه دچاخبره له چانه کم نه يو،هم په هيجاپوهيږوهم په تبليغاتواوهم په نيوکو،خولکه چې مې وويل بايدخپله فکري انرژي پدې وړووړوخبروضايع نکړو،نورصاحب بل ځاى زمادليکني دالاندي برخه رااخيستي:
((((نن د پاکستاني قوم د ازادۍ ورځ ده چې د اگست د ١٤ سره سمون خوري مونږ ددې لپاره چې يو امت او يو ملت يو له پاکستاني ورونو خويندو سره پدې ستره خوښۍ او خوشحالۍ کې ځان شريک بولو۔")))).
کريم نورصاحبه پدې کې کومه ګناه اوخطاده چې مادپاکستان حکومت ته نه بلکي دپاکستان مسلمان اولس ته دازادۍ مبارکي ويلي،اوکه نه ته ددي نه هم انکارکوي چې زمونږاوپاکستاني اولس دين،کلتور،مذهب يودي،خوپه يوه خبره درنه خوشحال ځکه يم چې يواځي دچاپړوسۍ په کلمه دې اکتفاکړي اوراته دې داى ايس اى ګوډاګې نده ويلاى ځکه خودرنه زيات خفه نه يم،خوبياهم څه ناڅه خفه يم چې راته دې سپين سترګي ويلاى،خومحترمه زماسترګي توري اوعسلي دې رنګ مې سوراوسپين دې،عمرمې ٣٩کاله دعربې ژبې اوشرعي علومو له څانګي فارغ شوي يم په پښتوعلاوه،فارسي(دري) عربي،اردوژبوخبري کولاى شم اوپه څنک کې يې تريوه حده په انګيسي ژبه هم عبورلرم په خټه پښتون په غټه کې په دراني قوم پوري تړاولرم،داچې تاڅه ليکي زه په هغي نيوکي نه کوم خوهغه چې زماپه اړه دي په کلکه يې ننګه کوم اودادرته وايم چې تاله خپلي بړستني پيښي ډيري زياتي دباندي کړي اوداپدې دلالت کوي چې ته نه ځان پيژني اونه نورداچې ته چيري يې اوڅه کارکوي هم معلومه نده،خوالله جل جلاله دې وکړي چې دامريکايانوترجمان اوياهم دامريکايانوجاسوس اوګوډاګۍ نه وي که داسي نه وي نوديوه عام افغان په حيث بايددليکوالي چل اوهنرزده کړي اودداب له چوکاټه ونه اوځي اونه دادتوري ميدان دي چې زه اوته سره مخ په مخ معلومه کړوچې ته څوک يې اوزه څوک يم.
بل تاددشهادت په ورځپاڼه چې يوه ملي اواسلامي ورځپاڼه ده غيراخلاقي نيوکه کړي،چې داستاله سويې اوچته خبره ده اوهغه پدې چې ته به لاپيداهم نه وي چې دنن نه ٤٠ کاله دمخه دشوروي پرضددافغان جهادپرمهال دغه ورځپاڼه يوه مجاهدشخصيت تآسيس کړه نوستاسپکه خوله ددې لياقت نلري چې دشهادت ورځپاڼي په اړه کږه خوله اوخوځوي ،ځکه داهغه ورځپاڼه ده چې ستاباداران امريکايان يې کرښه په کرښه هرسبا اوبيګاګوري اوځان دمسلح مقاومت پرنظرياتوخبروي،نوستاخوله ډيره وړه اوخبره ترې ډيره غټه راوتلي لږاحتياط کوه چې خلک درپوري ونه خاندي،بل داچې زماليکني يوازي دشهادت ورځپاڼه نه بلکي دوحدت پښتوورځپاڼه ،جرګه پښتوورځپاڼه هم خپروي اوتراوسه هغوي ما نه پيژني خوديوه پښتون ليکوال په حيث زماليکني خپروي چې ورته کورودانى وايم ځکه زه هم دپښتوژبي اوملي احساس اوشعوريوځوان اوزړه سواندليکوال يم له خپل افغان ملت سره بې کچه مينه لرم،دارنګه دټول افغان ملي اواسلامي ويبپاڼه هم زمامقالي خپروي،ځکه چې مونږاودوى يوه موخه اويوهدف لرواودهغي لپاره په ګډه کارکوو.
بل کريم نورصاحبه زه ستاله ليکنوسره اشنا نه ووم خواوس چې تا سرله لستوڼي وه ايسته نوستاليکني مې څه ناڅه ترنظرتيري کړي اوتاپه ټولوليکلوکې پرطالبانواومجاهدينونيوکي کړي داسي معلوميږي چې ياپخواني کمونيست يې اوياداوسنيوامريکايانواجيراومزدورکه داسي نه نوبيا څنګه هغه چاته چې داوخت داسلام اووطن څخه ننګه کوي بې ځايه نارواليکني کوي،ته اوخداى چې که دانن په سنګرونوکې مجاهدين نه وي امريکايان ښځي خوپريږده ته چې ځانته نروايې څه به درسره کوي ايا تا دافغان ترجمانانو هغه زړه بوږنوونکي قيصي ندې اوريدلي چې له هغوى سره امريکايانوپه خپلوبيسونو(بيزونو) کې څه ډول غير اخلاقي چلند کړي، که نه ته دخره په غوږکې اوده يې اوضميردې مړشوي دي دغيرت جنازه دې وتلي.
بل محمدنورصاحبه :تا په خپلوليکنوکې دکفراواسلام(افغانانواوامريکايانو) ترمنځ ځان دريمګړي اوناپييلي ښودلي چې داهم ستاپه منافقت ،چاپړوسى،اوکفربواح دلالت کوي،داسلام اوکفرترمنځ پاته کيدل دکفرپه معنى دي، ته دامريکايانوله ويري حتى دافغان مسلمان ملت ترڅنګ هم نشي ودريدلي نوته به څه وي اوستاميړانه به څه وي بلکي ديوه کاغذي زمري حيثيت لري چې شکل يې ښکاري اوکارنامي يې نه وي.
زه ستاپه اوږده اوله ادبه لري ليکنه زياته تبصره نه کوم بلکي دومره درته وايم که تادپښتني شدي رودلي واى نوماته به دې دکاذب پنجابي خطاب نه کاوه، خوستاله ليکنومعلوميږي چې پښتون نه بلکي چنګړي يې ځکه دځان ګومان په نوروکوي.دپښتوژبي پلاراوخوږژبي شاعرعبدالرحمن بابا وايې:
زمانه مې درقيب دلاسه وژني ××××چې مې سپي ګاڼه هغه راباندي شيرشه ----- درنولوستونکوته په ټول ادب اواحترام دادده له شان سره سمه خبري وي چې يوازي محمدکريم (نور) ته مې ليکلي.