د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اياصدام،مبارک،قذافي انسانان ول؟!

صا دق افغان 03.11.2011 09:26

دعادت له مخي چې کله هم رسنۍ اوويب سايټونه ګورم نوپه تولوکې دټول افغان برخه دزمري وي ،هغه پدې چې ټول افغان ويب پاڼه په پرله پسي ډول دداسي مقالواومضامينوډکه وي چې سړى مناظري،بحث،مناقشي ته هڅوي اودايوښه کاردي ځکه پدې کارسره دهيوادوالوسياسي بصيرت،ادبي زړورتيا،ژورتحليل اوبالاخره بې طرفانه قضاوت پياوړي کيږي.
خوددې دول سياسي،کلتوري،اوبيلابيلوبحثونولپاره بايدمعيارموجودوي اوهغه داچې ليکني شنني،بحثونه،مناقشي،پکارده داسلامي شريعت،افغاني ملي ذوق سره سمي وه شي،ترڅومقابل يا مخالف لورى ورڅخه دمقابلي پرځاى دنصيحت اوروزني انګيرنه وکړي،خوکه ليکل،شنني،انګيرني،نيوکي،يوازي دزړه تشولواودخپل مخالف اومقابل لوري متهمول اوبدنامولوپه موخه وي،دې ته نوبيا سياسي،علمي،ادبي ليکني اوشنني نشوويلاى،داډول ليکل به يوازي جذباتي،احساساتي،افراطي اودډيروپه اصطلاح ادبي تروريزم وي چې دمقابل اومخالف لوري دترورهڅه پکي کيږي،نه داچې هيوادوالوته حقايق اوواقعيتونه ورپه ګوته کيږي.
بادئ ذي بدء ويلاى شم چې دښاغلي ورورجمال افغان داليکنه:
(صدام، حسن مبارک او معمر قذافي افغانان ول؟؟)
په بشپړدول له احساساتواوجذباتوډکه ليکنه ده چې زه پدې لنډاوګنډوخت کې نشم کولاى ددغه ورورټوله ليکنه نقداويايې دڅه ناڅه سياسي،ادبي،اخلاقي،فکري،عقيدوي،ملي،تصحيح کوښښ وکړم،دده ورورپرټوله ليکنه زه څه اعتراض نلرم،دادده،زما،بل چا حق دى چې خپل اوازاوچت کړو،خپل حق اوغواړو،اصلاحي اوکله نا کله توبيخي اوانتقادي ليکني وکړو.
خوپدې ټولوليکنوکې پکارده چې دمقصوداومطلوب شخصيت،علم،پوهي،سياسي بصيرت،ميړاني،عمل،سرښندني،ملي تشخص،ملي مکانت،ته ترهرڅه دمخه پام وکړو،ترڅوپه ليکنه کې مووزن اوادبي،اخلاقي ذوق زيات اولوستونکي ورته په درنه سترګه وګوري اومطلوب النصيحة اشخاص ورڅخه دنصيحت انګيرنه وکړي ،خصوصاً چې داشخصيتونه په ملي اواسلامي لحاظ درسوخ اومخورتياخاوندان وي،که دالاري مومراعات نکړي زمونږليکنه به دسرګړوداورحيثيت ولري اوبالمقابل به له سخت نقداوغيرمترقبه ليکنو،شننو،انتقاداتوسره مخ شو،پداسي حال کې چې مونږاوتاسوټول ددغه ډول انتقاداتونه مستغني يواوورته ضرورت نلرو،ترڅو خپل او دبل وخت ضايع نکړو،بلکي خپلي ليکني،شنني،تبصري،تحليلونه له يوې مخي ملي اواسلامي پانګوني ته وقف کړواوپدې کارسره ددارينواجرترلاسه کړو،ليکل هم عبادت دى،اوورته (افضل الجهاد) ويل شوى، اوهغه مبارک حديث شريف ټولوته معلوم اوجوت دى چې دعالمييانولارښوداورهبرفرمايې:(افضل الجهادکلمة حقٍ عندسلطانٍ جائر) :ژباړه :بهترين جهاددادى چې دظالم اوجابرپادشاه پروړاندي دحق خبره وکړي) تاسوته معلومه ده چې کله به يوچادوخت دکوم پادشاه يا سلطان په اړه څه دحق خبره کوله هغه به بلافاصله اوبې له محاکمي اعداميده،ډيرلري نه ځوکه دانن په سعودي عربستان کې که څوک دپادشاه اوملک پرخلاف ادنى خبره وکړي،يابه داوږدي مودي لپاره زنداني کيږي اويابه په فوري اعدام دسعودي درسمي اوسلطاني تش په نامه ملکي ملايانو چې عربان ورته(علماء البلاط) وايې په اعدام حضوري اويااعدام غيابي محکوميږي.
راځوخپل اصلي مطلب ته اوهغه دښاغلي جمال افغان ورورليکنه ده،زه دجمال افغان ورورله ليکني ځني مهم اواړين ټکي رااخلم اوددغه ټکودتوضيح اوايضاح(پخلي)کوښښ کوم، له دغه وروره اوله ټولودرنو،خوږو،خورووروافغانوورونوخويندواحتراما
نه هيله کوم چې زما ليکنه دې اعتراضيه ليکنه نه بلکي ناصحانه ليکنه وشميري هغوى چې زماسره الله مکړه دنظراورائي اختلاف لري هيله کوم چې په ټول اسلامي اوافغاني محبت دې ما په ليکنه ولمانځي نه داچې زما زړه خفه کړي،زه ډيري ليکني ګورم،ډيري يې داسي وي چي حقيتاً سړى غمجنوي اوخفه کوي يې.
دښاغلي جمال افغان وروردليکني لومړي ټکي يا مطلب رااخلم اوپرې خپل ادبي عطرورشيندم ترڅودده په ليکنه زما اوزما په ليکنه دده ليکنه پياوړي اوښائسته شي.
جمال ورورليکلي)) خو کله چې د افغانانو د مشرانو په هکله خبره کیږي، نو حتما د هر مشر سره باید د کوم بل هیواد سیاسي موخې ، استخباراتې موخې او دیته ورته اقتصادي او مذهبي موخې مطرح شي، افغانانو په تیرو پنځو لسیزو کې د اسي کوم مشر پیدا نکړ چې دې مظلوم او زړور ملت ته يې خپل ملت ویلي وي، او ددوي سره په مشکل او تکلیف کې خوا تر خوا دریدلي وي.)).
جماله وروره:ستاددې سوال په ځواب کې چې افغانانوپه داتيروپنځونه بلکي دريوولسيزوکې داسي زعيم ازرهبرپيدانکړچې له افغان اولس سره دغم اومصيب په وخت کې خواپه خواودريدلاى وي ځواب نه بلکي ستا ددې نيوکې دتوضيح لپاره وايم چې دافغانستان ټول تير تاريخ خوپريږده يوازي دتيرشوروي ضدجهادپروخت زعيم نه درلوداى نن به الله مکړه افغانستان دوارسا دپکت يوداسي عضوه وه چې درهبراوجمهوررئيس نوم به يې درباني پرځاى(ربانوف) اودسياف پرځاى(سيافوف)اوکريم خليلي نوم به (خليلوف) وه.
خودادهمدغه جهادي زعامت اورهبرى برکت ووچې افغان ملت لومړى دالله جل جلاله په فضل اوبيا دافغان ملت دمخلصو،سرښندونکوبچيانوپه بيدريغه قربانيوروسانوتاريخي ماته اوخوړه،دبرلين تاريخي ديوال ړنګ،المانونه يوځاى دمنځني اسيا ډيري هيوادونه دکمونيزم له ناسوراولعنت څخه ازاداوخوندي شول،سترشوروي اتحادپه کوچنۍ روسيه بدل شوپه چيچن،داغستان،انګوشيا،بوسنيا،هرزګوينا،اشغالي فلسطين،اشغالي کشمير،صوماليا،اريتريا،الجزاير،کې دازادۍ اوخپلواکۍ ملي اواسلامي خوځښتونه پيل شول اوداټول کريډټ بايددهغه وخت افغاني جهادي ملي اواسلامي زعامت ته ورکړل شي،تاسوپه خپله ويلي چې افغانان زعامت نشي پيداکولاى خوکله چې په حقيقي معنوملي اواسلامي زعيم پيداکړي بيا مونږدهغه په قدراوقيمت نه پوهيږوبلکي ددين ،وطن دښمنانواودهغوى دزهرجنوتبليغاتي راډيوګانو(بي بي سي،امريکا غږ) په ناولواوکرغيړنوخولوخپل زعامتونه پردي ګڼواوله دغه شيطاني،يهودي،امپرياليستي راډيوګانوسره چې دهيوادپه لراوبرکې دپام وړ خبريالان نه بلکي دخبريالانوترنامه لاندي په درجنونوجاسوسان لري په خوښه همغږي کوو.
په مختصرډول ويلاى شم چې دتيرشوروي ضدجهاداوملي قيام اواوسني صليبي ضدجهاداوملي قيام په نشيب اوفرازکې په تبليغاتي لحاظ (بي بي سي،امريکا غږ) راډيوګانو خطرناک،زهرجن،استعماري رول اداکړي چې له غلامانو يې اتلان جوړکړي اوملي اواسلامي قيادتونه يې دپاکستان ګوډاکيان اود(اى ايس اى) ايجنټان معرفي کړي).
لکه چې موويل زه ددې کوچنۍ مقالي اومضمون په درشل کې على الاقل دخپل اندله مخي نشم کولاى چې دګران هيوادافغانستان په کچه ټول زاړه اونوي ګوډاګيان معرفي کړم بلکي داپيژندنه يولړپراخوسيمنارونواوسياسي ورکشاپونوته اړتيا لري ترڅوپه ازاده فضا کې افغان ملت ته ټول پردي پال دين اووطن پلورونکي وروپيزنو.
جمال وروربل ځاى داسي ليکلي:
((ټول تش په نامه جهادي مشرانو څخه یو هم د جهاد په سنګر نه تپي شو، نه وویشتل شو او نه هم شهید؟ شوو، کله هم د نوموړيو جهادي مشرانو د کورنې کوم غړي د جهاد په تاوده سنګر کې ژوند له لاسه ورنکړ، حال داچي له دوه میلیونه زیات بې وزله خو وطن دوسته افغانان د الله په لاره کې په سپیڅلي جهاد شیهدان او ټپیان شول، د شیهدانو د فاتحو مراسم د نوموړیو مشرانو د پاره د سیاسي لوبې یو ښه ډګر وه ، پخپلو لیکل شويو ویناو کې به یې د لا زیاتو نورو افغانانو دمرګ زیري ورکاوه او شهید شويو ته به یې د جنت زیري په زغرده ورکول، خو د همدي سرښندونو په مقابل کې دوي له خپلو بادرانو څخه لا زیات امتیازات تر لاسه کاوه، د پیریانو جګړه کتاب ددي حقیقتونو څخه ښه پرده پورته کوي)).
جماله وروره زه دلته د کوم خاص ګوند دغړيتوب اواستازيتوب دعوه اونما ينده ګي نکوم خوپه تاريخي لحاظ دهماغه پخواني شوروي جهاداوپليتوکمونستانوداقتدارپرمهال دجهاد د ځينوزعاماوودکورنيود شهيد شويوغړولنډه يادونه کوم نوقضاوت تا اونورودرنوهيوادوالوته سپارم اوهريوه ته اجازه ورکوم چې زما له خواوړاندي شوي معلومات راتصحيح کړي اودغو ورونواوخويندوته چې زما معلومات راسره کره کوي دالله جل جلاله نه ورته اجرغواړم.
دتيرجهاد د شروع پرمهال شهيد(استاذنسيم) چې په( مولوي نسيم) يې شهرت درلوده اوجوانان مسلمان دتحريک فعال غړي وو، ذکرکوم چې دمرحوم بابا (مولوي صاحب خالص رحمه الله) ځوي د ننګرهارولايت د خوږياڼيوود شيرزادود نکوړخيلواوسيدونکي وو، کمونستانود جهادپه اوايلوکې په شهادت ورسا وه،دا ډول دحضرت صبغت الله (مجددي) چې دنجات دملي جبهي مشردى ټوله کورنۍ ښځينه،نارينه،ماشومان چې شميره يې ښايې له( )١٧٠تنونيولي تر(٣٠٠)کسانووي کمونستانوله يوېي مخي په بې رحما نه ډول په شهادت ورسول چې ددغي کورنۍ څخه يوازي محمداسماعيل(مجددي) ژوندى پاته وه.
دا ډول دانجنيرګلبدين (حکمتيار) دحزب اسلامي افغانستان مشرچې پلاريې الحاج عبدالقادر،وروريې اخترمحمد بل ورور يې نورالدين ووکمونستانوپه شهادت ورسول اوپخپله حکمتيارصاحب په زندان کې وه اوداعدام حکم پرې صادرشوى ووخوله زندانه په وتلواودزندان په الوزولوبريالى شو.
جماله وروره که دغه قربانيوته پام وکړونوويلاى شوچې که ټولونه وي نودادى دتيرجهاددريورهبرانوعلى الاقل دخپلي کورنۍ غړي قرباني شوي اوپدغه کارکې ترشا ندي پاته.
داډول دطالبانوداسلامي امارت مشرملامحمدعمرمجاهد ښايې په تيرچهادکې هم دکورنۍ غړي له ورکړي وي خودومره ويلاى شم چې ملامحمدعمرمجاهدپه تيرجهادکې يوه سترګه يوه پښه دالله جل جلاله په لارکې قربان کړي اودادى په اوسني جهاد کې خپل ځوي اويوه ميرمن هم په شهادت رسيدلي نواوس ته ووايه چې مجاهدرهبران قرباني ورکوي اوکه نه؟ اوته ګوري چې نن امريکا يان دښاغلي حکمتياراوښاغلي ملاعمرپسي په لس ګونوډرون (بې پيلوټه) الوتکي ليږي ترڅوپه نښه يې کړي خو زما ګيله داده چې ښاغلي حکمتياراوښاغلي ملاعمرتراوسه ولي يوه ګډتلپاتي تفاهم ته ندي رسيدلي ځکه داسلام دښمنان دواړه يوګڼي؟!
داچې تا سود(پيريانودجنګ) چې ديوه امريکايې ژورنالست سټيو(سټيف)کول (کولن) چې دتيرجهادپرمهال يې ځيني حقايق اوځيني استخباراتي معلومات پکې راجمع کړي اوښايې چې همغه وخت له امريکايې رسمي تلويزوني شبکي (سي ان ان )سره يې کارکاوه ددليل په توګه کارولى پداسي حال کې چې مونږدخپل تيرجهادعيني اونقدي شاهدان اوژوندي ګواهان يو،نوبيا څنګه ممکنه چې امريکايې يهودي اود سي اى اي غړى دې ماته اونوروته زمونږ افغاني مشران راوپيژني ماددي مقالي په سرکې هم وويل چې( بې بې سي) او(امريکا غږ)راډيوګاني د(سي ان ان) په شمول د(سي اى اي) په اشاروچليدلي پس ددوى خبري،انګيرني،تبصري عادلانه اوازادي ندي استخباراتي موخي ترشالري فلهذاپرې استدالال کول سم ندي.
ښاغلىجمال صاحب په يوه بل ځاى کې ليکي:
((رابه شوو د نورو هیوادنو مشرانو میړاني او سرښندني ته ، صدام حسین چې په عراق يې شاوخوا دیرش کاله بې سیاله حکومت وکړ، د خپل ملک د ښوونې روزنې کچه، اقتصادي او اجتماعي بینادونه یې له هر بل وخت څخه پیاوړي کړل، زمونږ رهبرانو ته يې په وار وار د روغي جوړي وړاندیزونه وکړل، له ګلبدین، رباني ، سیاف سره يې ملاقاتونه ترسره کړل ترڅو د افغانانو په حالت رحم وکړي ، خو زمونږ بې وجدانه او بې ضمیره رهبرانو هغه د یو کمونست مشر په توګه په وار وار تورن کړ. خو کله چې په عراق امریکا او متحدین یرغل کوي، صدام حسین د خپل هیواد د پاره له هبر بل عراقي څخه لویه سرښندنه ورکړه، هغه خپل زامن، لمسیان، کورنۍ او ځان د خپل هیواد او هیوادوالو د ناموس او عزت د ساتلو دپاره قرباني کړ،ډیرو دا ګمان کاوه چې صدام به ګاونډیو ملکونو ته پناه یوسي، خو هغه داسي ونکړ، او د ژوند تر پایه له خپل میړني ملت سره ودریده، کله چې د دار تختي ته پورته کیږي، نو جلاد نه پریږدي چې مخ یې په توره کڅوړه پټ کړي، په جګه غاړه او په نره مرګ ته ورغاړي وځي، چې عراقیان به یې تر مرګه میړانه هیره نکړي او دده لاره به د تل دپاره عراقیان په مخ بیايې)).
جماله وروره دصدام حسين په اړه به دومره ووايم چې په عقيدوي اوايډولوژيکي لحاظ (ملحد) اوپه فکري اومکتبي لحاظ (بعثي) هغه بعث ګوند چې بنسټ يې يوه مسيحي ( ميشل عفلق ) ايښي وه چې په تيوريکي لحاظ مارکسيزم ته ميال سړى وه عضويت ياغړيتوب درلود صدام حسين په رواني اونفسياتي لحاظ (ليونى) شخصيت ووچې په نه ګناه به يې خپل مخالف قتلاوه داوجه وه چې صدام حسين دعراق دهغه وخت په يوه داسي کس کودتا وکړه چې په نسبي لحاظ معتدل شخصيت اوڅه ناڅه ملي تشخص يې درلوده اوهغه دعراق پخوانى رئيس عبدالسلام(عارف) وه.
صدام څه دپاسه ٣٠کاله عراق په (بقبضة من حديد) سره پرې حکومت وکړخوهغه ډول چې پکاروه عراق په اقتصادي پرمختګ،عسکري لوړتيا،فرهنګي نوښت بالاخره سم بهرنى سياست نه درلوده چې په جاهلانه ډول يې دايران سره بې مفهومه جګړي ته ورودانګل اوهغه هم دغرب په اشاره اودعربي حکومتونوپه مشوره اومالي مرسته خوپدې هوسي اواحمقانه جنګ کې يوازي عراقي مظلوم اولس چې ده په اورکې ساتل دلکونوپه شميرکې ووژل شول بل خواته ايراني اولس ته هم پراخه مرګ ژوبله واوښتله چې ددغه جکړي ګټه يوازي امريکا اوغربيانوترلاسه کړه نواوس تاسوقضاوت وکړى چې صدام حسين څومره خدمت کړى اوڅومره جنايت؟!
بل طرف لر نه بلکي دخليج اول اودوهم جنګ چې پکې صدام حسين (حرف علت) ووهم خليجي عربانوته اوهم يې ځانته ترحده پورته تاوان واړاوه اوامريکا ته يې دراتګ لاره هواره کړه معنى داچې پرکويټ حمله هم دامريکايانوپه اشاره اومشوره ترسره شوه ټول پدې شاهديوچې هغه وخت دامريکا سفيري له صدام حسين سره ملاقات وکړاواطمئنان ورکړ،که دى پرکويټ حمله کوي نومتحده ايالات به پرې اعتراض ونه کړي خوکله چې يې حمله وکړه امريکايانوپه ډيرمهارت سره احمق صدام حسين په(فخ) يا(پړکه) کې راګيرکړاوتردې حده يې ذليل اوخوارکړچې دلويې اخترپرورځ يې دعراقي شيعه ګانوپرلاس اعدام کړدادصدام شهامت نه بلکي دذلت ورځ وه که نه صدام کولاى شول چې په ابرومندانه ډول له دغه ذليلي محاکمي اوذليل اعدام څخه ځان وژغوري اوهغه دعراق داصيل ملي اواسلامي مسلح مقاومت سره مرسته اويوځاى کيدل ووپه هرصورت دصدام حسين ټول جنايت دلته ذکرکول ممکن ندي.
بل ځاى جمال افغان صاحب ادامه ورکوي اوليکي:

((حسن مبارک چاچې د مصر واګي په ۱۹۸۱ کې تر لاسه کړي، مصر يې له یوه وروسته پاتي هیواد څخه د نړي سیال وګرځاوه، د خپلو ستراتیژیکو ملګرو سره یې خپلې ټول ژمني تر پایه ترسره کړي، او مصریان يې کله هم دیته پرینښودل چې د ګاونډیو او یا هم نورو هیوادونو په وړاندي سرټيټي شي، کله چې د مصر ځوانان د ده په وړاندي پاڅون کوي د ډیر کم مقاومت څخه وروسته د دي دپاره چې هیواد او هیوادوالو ته تاوان ونه رسیږي، بې ګناه ویني توي نشي، له خپلي دندي استعفا کوي، ګاونډي ملکونه ورته د پناه اخستلو وړاندیزونه کوي، خو دي ورته په ځواب کې وايې چې زه خپل هیوادوال یواځي نشم پریښودلاي او تر مرګه به د دوي تر څنګ ولاړ وم، همداسي کوي، حال داچې سخت ناروغ وي خو د عدالت کټارو ته په بستر کي ورځي او د عدالت او وکیلانو هر سوال ته ځواب وايې، زامن يې چې هریو د معاصري نړي په ډیرو لويو پوهنتونونو کې زده کړي کړي، د خپل پلار سره تر څنګ د عدالت په کټاره کې ولاړ وي.))
جمال صاحبه : حسني مبارک هغه څوک وه چې په اتيايمه لسيزه کې وروسته له هغه دقدرت واګي ترلاسه کړل چې دمصر پخوانى رئيس جمهورانورالسادات ديوه وطني اختر(العيدالوطني) رسمي ګذشت پرمهال دمصردالجهادتنظيم ديوه غړي لخواچې (خالدالاسلامبولي) نوميده اودوه يادرى تنونوروچې يوه عبودالزمرنوميده ملګرتيا کوله سادات يې په نښه اوپه اصطلاح په ٥٥سکيڼډونوکې يې وواژه داخبره زما نه بلکي دهغه وخت دامريکايې مشهوري مجلي دخبريالي په رپوټ کې وه اوتاسوته مې وړاندي کړه.حسني مبارک هم پوره ٣٠کاله په مصرکې مطلق العنان حاکم پاته شه د مصريانو،اقتصادي،معيشي،تعليمي،عسکري،سياسي،
فرهنګي حالت يې له بد نه بد ترکړده اوددخ کورنۍ اوبالخصوص نازولوځامنودمصرملي خزانه لوټوله اودلته اوهلته يې پرې عياشي کوله اوپه بهرني لحاظ يې له اسرائيلوسره کلکه يارانه درلوده چې هره ورځ يې په سلګونومسلمان عرب فلسطينيان وژل اوددغه وژنولپاره حسني مبارک لاره هواروله دوخت دکمي په وجه دقذافي له ذکره تيريږم خو دو مره وايم چې قذافي د ليبا مجا هد اولس وژلي اوبس.