د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسولې لپاره درسنیوڅېړنه

رحیم الله بشارت 28.05.2010 08:57

(یولنډ رپورټ)

څېړونکی: رحیم الله بشارت
شالید:
په لندن کنفرنس کې چې دافغان دولت دسولې پلان په نړیواله کچه ومنل شو، ددې اړتیاپیداشوه چې د افغانستان په دننه کې هم ځانونه په دې پوه کړل شي چې دسولې په اړه دخلکو غوښتنې څه دي. دپخلاینې په اړه څه وايي، بیایوځای کېدنه څنګه ګڼي او د سولې دمشورتي جرګې په اړه چې افغان دولت یې جوړوي څه نظرونه لري او مطبوعات په دې هکله دسولې د اړتیا او د سولې دپروسې دپرمختګونو په اړه خلکو ته څه ډول مالومات ورکوي. نو همدا لاملونه ووچې دپالیسي دڅېړنوملي مرکز درسنیو دڅېړنې پرېکړه وکړه. کله په دمارچ په نهمه ۲۰۱۰ کې څېړنه پیل شوه. څو ورځې وروسته دحزب اسلامي پلاوی دسولې دخبرو لپاره کابل ته راغی او ولس مشر هم په ظاهره دسولې دملاتړ لپاره دایران او چین په سفرونولاړ چې دې ټولو پېښو دڅېړنې په څه باندې یوه میاشت کې سوله او پخلاینه دمطبوعاتو په سر کې وساتله.
ځانګړتیاوې:
• مهال: د مارچ له نهمې د اپریل تر اوومې (څلور نیمې اونۍ)
• د رسنیزو کیسو شمېر: ۵۲
• موضوعګانې: پخلاینه (Reconciliation)، له ټولنې سره بېرته یوځای کېدنه(Reintegration) او دسولې مشورتي جرګه
• درسنیوشمېره: نږدې ټولې هېوادنۍ معتبرې رسنۍ لکه، د افغانستان راډیو تلویزون، امریکاغږ اشنا تلویزون، شمشاد تلویزون، طلوع تلویزون، لمر تلویزون، راډیوګانې لکه: د افغانستان ملي راډیو، امریکاغږ اشناراډیو، بي بي سي راډیو، ازادۍ راډیو، ورځپاڼی لکه: انیس ورځپاڼه، اصلاح ورځپاڼه ، هېواد ورځپاڼه، ارمان ملي ورځپاڼه، اراده ورځپاڼه، سرنوشت ورځپاڼه ، هشت صبح ورځپاڼه، او بېلابېلې ویبپاڼې
څېړنیزې پوښتنې:
1. هغه کوم ټکي دي چې د سولې لپاره هیلې راټوکوي؟
2. دسولې په وړاندې خنډونه کوم دي؟
3. څوک دسولې او پخلاینې ملاتړ کوي او ولې یې کوي؟
4. څوک د پخلاینې مخالفت کوي او ددوی وېرې او اندېښنې کومې دي؟
5. د ښکېلو هېوادونو او ډلو لپاره وړاندیزونه کوم دي؟
په دې هڅه ۵۲ بحثونه ،رپورټونه او مقالې وڅېړل شوې. چې دهغو په استناد موهڅه کړې ده چې دیادو شوو پوښتنو ځوابونه پیداکړو. ددې لپاره چې له لیکنیو او شفاهي خبرو اترو نه په یوډول سمه ګټه واخلو، پرېکړه وشوه چې یو چوکاټ ورته جوړکړو.

وړاندیز شوی چوکاټ

دسولې لپاره د رسنیزو خبرو اترو څېړنه
پرله پسې شمېره:۰
نېټه:
موضوع/عنوان
رسنۍ
دشنونکي نوم او شالید
د سولې په اړه لوی ټکي
د لوي ټکي په اړه وړاندې شوي دلیلونه
پایله

له دې څېړنې څخه کوم مالومات په لاس راغلل؟
ددې لپاره چې دا مالومات په سم ډول وړاندې کړل شي هرې پوښتنې ته به په جلاجلاتوګه ورشو.
1. هغه کوم ټکي دي چې د سولې لپاره هیلې راټوکوي؟
i) دملګرو ملتونو داشین څراغ چې د افغان دولت له مخالفینوسره دغیررسمي خبرو ملاتړ کوي.
ii) د امریکې لخوا دا اعلان چې په جون ۲۰۱۱کې به دپوځونو وتل پیل کوي.
iii) دکاناډا داپرېکړه چې د ۲۰۱۱ترپایه خپل پوځونه وباسي.
iv) دجرمني اعلان چې له اړتیاپرته به خپل پوځونه په افغانستان کې ونه ساتي.
v) دلندن کانفرنس د نړیوالې ټولنې لخوا د افغان دولت دسولې دپلان ملاتړ او بودجه ورته بېلول
vi) دطالبانولخوا دا اعلان چې د افغانستان خاوره به دنورو پرخلاف کارولو ته ورنه کړي.
vii) دطالبانو لخوا دا اعلان له هندوستان سره کومه ستونزه نه لري.
viii) کابل ته دحزب اسلامي دپلاوي راتګ او له دولت سره مخامخ خبرې کول
ix) له دولت سره له خبرو نه دحزب اسلامي دپلاوي رضایت
x) دجهادي ډلو له مشرانوسره دحزب اسلامي دپلاوي کتل،او په ځانګړي ډول له هغومشرانوسره چې اوس په دولت کې دي او پخوا له حزب اسلامي سره په جګړو کې ښکېل و.
2. دسولې په وړاندې خنډونه کوم دي؟
i) فقر او بېکاري چې ډېری ځوانان یې د وسلو راخیستلو ته متوجې کړي دي.
ii) دښکېلو اړخونو ترمنځ د باور نشتوالی
iii) دلندن له کنفرانس نه وروسته سمدستي په مارجه کې د پوځي عملیاتوپیل او دکندهار دعملیاتو تیاریانې، همدارنګه د راروانو ۱۸میاشتو لپاره دهېواد په بېلابېلو ولایتونوکې ٫٫دپاکونې٬٬ دعملیاتو پر پلانونوکارکول
iv) سولې ته د مجبورولو پالیسي:د امریکې د دولت دا فکر چې وايي اوس دسولې لپاره مناسب وخت نه دی او لومړی باید طالبان کمزوري شي.
v) دپاکستان لاسوهنې او د هغو طالبانو نیول چې دملګرو ملتونو پخوانی ځانګړی استازی کی ای ډي او د دولت ځينې چارواکي وايي چې له دوی سره په خبرو بوخت وو.
vi) د ایران لخوا د دولت مخالفینو ته د وسلو ورکول ، چې یواځې رسنیویې رپورټونه ورکړ ي دي ، خو افغان دولت نه دي تاییدکړي.
vii) دپاکستان او هندوستان لخوا دخپلو سیالیو او دښمنیوډګر افغانستان ټاکل، چې په کابل کې پر هندیانواو په کندهار کې پر پاکستانیانو باندې بریدونه یې وروستۍ بېلګې دي.
viii) دهندوستان دافکر چې د دولت له وسله والومخالفینوسره دپخلاینې مانا دکابل طالباني کېدل دي او طالباني کېدل دهندوستان په زیان دي.
ix) د ځينې افغانو ډلو دافکر چې له طالبانو او حزب اسلامي سره خبرې په دولت او سیاست کې د پښتنو د ونډې د زیاتېدو په ماناده.
x) په دولت کې دهغو ډلو برلاسي چې د دولت له مخالفینوسره دجګړو تاریخ لري.
xi) دملګرو ملتونو تورلیسټ او د وسله والو مخالفینو دمشرانو دسر بیې ، چې لاپرځای پرتې دي.
xii) اداري فساد او په نظام باندې دخلکوبې باوري
3. څوک دسولې او پخلاینې ملاتړ کوي او ولې یې کوي؟
i) په لویه کې ټول ولس سوله غواړي ، خو دسولې دراوستلوپه لارو کې یې نظرونه سره یوډول نه دي، که بیاهم وګورو د بیایوځای کېدنې یاreintegration هیڅ مخالفت نشته، خو دپخلاینې لپاره ځینې ډلې څه اندېښنې لري.
ii) په لویه کې پښتانه دسولې او پخلاینې ملاتړ کوي اوځکه یې کوي چې جګړه ترډېره دپښتنو په سیموکې ده او د دوی ژوند، اقتصاد او پرمختګ ګواښي. او پښتانه غواړي چې په هره لاره وي نور دې دجګړې ټغر ټول شي. بل لامل یې دادی چې ملت پالي پښتانه له مخالفینوسره سوله په دولت کې ددې توکم دشمېر سره دسمې ونډې د یقیني کېدو په ماناګڼي.
iii) په نړیواله ټولنه کې امریکا دreintegration یابیایوځای کېدنې ملاتړ کوي، خو د پخلاینې په هکله یې تر اوسه نظر دادی چې مناسب وخت یې نه دی رارسېدلی خو په د هغه ځای په سیاسي بحثونوکې دافکر مخ پر ځواکمنېدو دی چې جګړه ددې ستونزې د اواري لار نه ده او باید چې سوله وشي.
iv) پاکستان دپخلاینې پلويتوب کوي خو دپخلاینې دهغه پلان ،ملاتړ ته چمتو نه دی چې نوښت یې د افغان دولت په لاس کې وي. دهغې پخلاینې چې پاکستان پرې دوه ګټې وکړي ،یو داچې په افغانستان دخپلو پلویانو ډله په سیاست او دولت کې پیاوړې کړي او بل داچې له امریکې نه پرې مرستې ترلاسه کړي.
v) ځینې اروپايي هېوادونه لکه برتانیاهم دسولې ملاتړې ده. خو دا روښانه ،نه ده چې څنګه سوله غواړي او لامل یې اوږدمهالی دی او که یواځې لنډمهالې انتخاباتي خبرې دي.
vi) کاناډا د سولې ملاتړې ده، او ددې لپاره لګښتونه هم کوي.
4. څوک د پخلاینې مخالفت کوي او ددوی وېرې او اندېښنې کومې دي؟
i) هغه ډلې چې له پخوا نه ددولت له له اوسنیومخالفینوسره دجګړو او تربګنۍ تاریخ لري. دا ډلې په سیاسي بهیر کې د مخالفینو راننوتو ته د رقیبانو دپیداکېدو په سترګه ګوري. او فکر کوي چې ددغو رقیبانوسره به ددوی سیاسي اغېز کم او په ګټو کې به یې برخه کم رنګه شي.
ii) ازاد خیاله سیاسي بهیرونه او ډلې: دا ډلې فکر کوي د دولت وسله وال مخالفین به دهېواد دعصري کېدو او پرمختګ پروړاندې خنډونه جوړکړي، او په هېواد کې به د دیموکراتیک کېدو پروسه له ځنډ او خنډ سره مخ شي.
iii) دبشري حقونو ډلې: دا ډلې فکر کوي چې ددولت وسله وال مخالفین دبشرحقونه ترپښو لاندې کوي او ترڅو پورې چې پرې د انتقالي عدالت پروسه نه وي تطبیق شوې ترهغو پورې سوله نشي راتلای.
iv) دښځو دحقونو ډلې : دا ډلې وايي چې ددولت مخالفین د ښځو دحقونو ناقضان دی ، دنجونو دښوونځیومخالفت کوي، ښځو ته دکار اجازه نه ورکوي او له بورقې پرته ښځې بهر نه پرېږدي او ترڅوپورې چې یې دا فکر بدل کړی نه وي نو نده پکار چې سوله ورسره وشي.
5. د ښکېلو هېوادونو او ډلو لپاره وړاندیزونه کوم دي؟
i) حکومت باید ددې مسئلې په اړه له نړیوالې ټولنې سره خبرې وکړ ي او ورته په ډاګه کړي چې مونږ سوله غواړو که څه هم نړیواله ټولنه مومرسته ونه کړي.
ii) حکومت دې دخبرولپاره د باور فضارامینځته کړي ، چې هغه له تورلیست څخه دنومونو په ویستلو او دبندیانو دسرنوشت په مالومولو کېدای شي.
iii) نړیواله ټولنه دې دسولې دجرګې دټولو پرېکړو درناوی وکړي او په کلکه دې ملاتړ هم وکړي.
iv) دسولې په ټوله پروسته کې ترڅوګاونډیان شامل نشي سوله نشي راتلای.
v) په دې بایدفکر وشي چې دسیمه ییزو اونړیوالوقدرتونو ترمنځ رقابتونه په همکاریوبدل شي.
vi) ملګري ملتونه دې دغیررسمي خبرو پرځای رسمي خبرې پیل کړي او د سولې نوښت دې دوی په لاس کې واخلي.
vii) دافغانستان ستونزه پوځي حل نه لري، ټولې هڅې دې سوله ییز حل او پخلاینې ته متوجې شي.
viii) باید ټول اړخونه په دې پوه شي چې بشپړ بری یوهم نشي ترلاسه کولی نوپه سوله کې د ټولوخیر دی.
ix) ددولت ټول ارګانونه دې د سولې لپاره همغاړې او همغږې هڅې وکړي.
x) دسولې مشورتي جرګې ته دې د ولس رښتینې نماینده ګان راوغوښتل شي، یواځې دولت پلوي مشران دې نه وي. همدارنګه د دولت دمخالفینو دګډون هڅه دې وشي.
xi) دسولې دخبرو لپاره دې له پیل وړاندې شرطونه دبېلګې په ډول داساسي قانون منل، اویا اویاد بهرنیوځواکونو په وتلو ټينګار نه وي.
xii) د سولې لپاره دې د دوه اړخیز باور هڅه وشي لکه دبندیانو ازادول اونور...
xiii) په ټولنه کې دمخالفینو د ورګډولو هڅه دې وشي، ددې لپاره پکارده چې تورلیسټ او دسربیې له منځه لاړې شي.
xiv) له بهرنیوځواکونو دې وغوښتل شي چې دسولې دمشورتي جرګې دپرېکړو درناوی وکړي.
xv) دسولې په مشورتي جرګه کې د سولې او خبرو اترو لپاره یومیکانیزم جوړشي او ددغه میکانیزم ته قانوني ملاتړ ورکړل شي.
xvi) د سولې لپاره هڅو ته دې لنډمهاله ،منځمهاله او اوږدمهاله پلانونه جوړشي او لکه دنورو سکتورونوپه څېر دې ورته پرله پسې کاروشي.