دارواښاد ننګ یوسفزي دفاتحې خبرتیا
09.05.2012 09:49د پښتو د نومیالي ډارمه لیکوال او د ولسي جرګې د پخواني غړي ارواښادفاتح الملک ننګ یوسفزي فاتحه د دریمو مکرویانود صدیق اکبر په جامع جومات کې چې د شینو زاده کلینک ترڅنګ پروت دی، د جمعې په ورځ له یوې نیمې بجې نه تر دریو بجو پورې اخیستل کېږي.
د ارواښاد فاتحه به د هغه زوی ډاکټر محمد اکبر اکبر او ورسره د هغه نورمینه وال ، ملګري لیکوالان او سیاستوال اخلي.
راځﺉ ټول په دې فاتحه کې ګډون وکړو او په دې ډول د هغه د هغو سترو خدمتونو چې دخپل هېواد، ژبې او ولس لپاره یې ترسره کړي دي، مننه وکړو.