د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ماشوم مجبوریت!

رحیم الله بشارت 01.11.2009 13:48

لکه څنګه چې مجنون مجبور و چې دلیلی سپی ښکل کړي. لکه څنګه چې دپاکستان پخوانی لومړی وزیرشوکت عزیز مجبور و چې دامریکې دپخواني ولس مشر بش له سپي سره مینه وکړي، لکه څنګه چې کرزی مجبورشو چې بیاټاکنې وکړي ، لکه څنګه چې اوبامامجبور دی چې اووه ځله دخپلو امنیتي سلاکارانو بې څرک لګوونکې مشورې واوري،په وړوکوالي کې ډېری وختونه زه هم همداسې مجبورشوی یم چې سیاسي بحثونه واورم. او یادسیاستوالو باټې، او چلونه ،نیرنګونه بې سترګو ،خو غوږورو ته ووایم.
زمامجبوري داوه چې له ادبیاتو سره مې مینه وه ،شعر مې خوښېده او که هنري نثر به چې په لره پښتونخواکې ورته نه پوهېږم تکل وايي که انشاییه راته ٫٫ میلاو٬٬شوترڅو چې به مې لوستلی نه و, نه مې پرېښوده.
په پنځم ټولګي کې وم چې وړه ؛خوښایسته کتابچه مې لرله. د جلاله (له مردان څخه دسوات پرلور د تخت بهایي او شېرګړ ترمینځ پروت کلی چې ګودر یې په پښتو ادبیاتو کې مشهور دی لکه : دجلاله ګودره وران شې، په جینکو دې سالنډی ولګونه)د خوړ په غاړه به ناست وم. اوبو ته به مې کتل او څه چې به مې ذهن ته راتلل هغه به مې لیکل. دامې هم یادشي چې په دغو وختونو کې مې ذهن ته کوم ښه شیان راتلل هم نه ، ځکه چې ښه شیان مې لوستلي نه و. کتاب ته مې لاس رسی نه لاره ، د پوهانو او ادیبانو له بنډاره ناخبره وم. دلوستلو لوی شی به وحدت ورځپاڼه وه. چې هغه به هم کله کوم مېلمه راپېښ شو او مېلمه به هم په سلو کې یو و چې ورځپاڼه به یې لوستله او یابه یې لکه په کوزه پښتونخوا کې چې دود دی دهغوی په خبره د٫٫شوشا٬٬لپاره ورسره راخیستې وه.په دغه وخت د غبرګونوحزبونو(خالص او حکمتیار) په خپل وارسره النور او شهادت هم خپرېدې، د اتحاد هم هېر مې دي اتحاد به وه یابه دعوت دابه خپرېده، خو دوی دکندهاریانو خبره ګردسره دوه ستونزې لرلې یو خو خیراتي وې او خیراتي شی هسې هم ښه نه وي او بیاچې لاخیرات العام هم وي یانې هرچاته رسېږي نو بیاخو یې مزه بېخي نه وي.اوبل یې ټولې دشهادتونو ،مرګونو ،جنګونو ،حزبونو ،ګروپونو، بریدونو ،یرغلونواوکفرونو خبرې کولې. او دامې یوه هم نه خوښېده.
نو که دا ورځپاڼې به چاراهم کړې ،بیابه مې هم سترګې مېلمه ته وې ،هغه مېلمه ته چې ورځپاڼه ورسره راوړي. بې ورځپاڼې مېلمه مې دسردښمن راته ایسېده ،خدای وهلی چې خپله یې کارنه درلود ،اونور یې له لوبو ویستل. زور خو یې په مشرانو (سړو) نه و. خواړه امریکې ورکول،ویشل پاکستان ،پخول ښځو او ترمېلمه پورې رسول مونږ خوارکوماشومانو...
دوی خو لکه دکندز د دبزګرانو ژمی چې چې ترڅو په واورو سپینه ځمکه توره شوې نه وي کرار یوه پښه په بله واړوه او تودې اوګرې او دمیوو پیتیانې شړپوه، دلته هم هماغه حال و خو په یوه توپیر چې دال او لوبیاډېرو.

او بیا،ځه ! پلار خو به موشرمېده ،پښتو به یې دلرنو وروڼو په خبره کچه کېده ،مېلمه ډبرزړي (سنګدله) به هم راته ست نه کاوه چې د مسلمان اولاده په یوه پښه د اوبو له ډک ګیلاس سره ولاړ یې ،خوږو ته دې خوله د بورې له اوبو او تروو ته دمالټو له اوبو ډکېږي،غلي ،غلي راته ګورې،ته خوهم راشه راسره کېنه.
خوددې هرڅه سره ،سره به مې ورځپاڼوال مېلمه د زړه سر و. چې له حجرې به کور ته واوښتم اوبه به مې ورسره په بیړه سملاسی راواخیستلې ، دچای به مې امر وکړ ، ورپسې به مې دکوم مشر نوم هم واخیست چې وايي ښه ښورواتیاره کړئ او بیابه مې لاداهم وویل چې مېلمه په ډوډۍ پسې وروسته هم زر چای څښي. په دې کې به مې مطلب داو چې له ټولو خبرو نه په یوه ځای ځان خلاص کړم، که مېلمه یې خوري وه دې یې خوري که نه ، بلامې توره ورپسې ؛خوچې ماته مشران څه ووايي او چې مالکه د محمودد ایاز غوندې ټول کارونه په یوه تګ کې ترسره کړ ي وي او ورو له ورځپاڼې سر راپورته کړم او غلی غوندې د وروځو په اشاره ووایم چې ویلی مې دي. د افغانانو دا خوی چې دمېلمه لپاره کار پرېږدي او ورسره کېني زما په دغه وخت کې ډېر خوښ و ځکه چې له مېلمه سره به مشران ناست وو. خواله به یې کول مېلمه به وخت نه لاره چې ورځپاڼه ولولي نو ماته به راپاتې وه. مابه یې لومړی پر لویو عنوانونو یو ځغلنده نظر تېرکړ. نور به مې ښکته نه کتل چې چا څه بلاغرولې ده ؛خو زر به مې پاڼه واړوله او ادبي برخې ته به یې لاړم. هغه مهال هم په وحدت کې ادبي برخه ښه ځواکمنه وه او چې اوس یې په دلیل فکر کوم نو کېدای شي لامل به یې داو چې دسیاسي کالمونو لیکوالان به ورته نه پیداکېدل او له زړو کتابو نه یې ادبي ټوټې او کیسې راخیستلې. خو دا هغه شر و چې زماپکې ګټه وه. د واړه ماشوم یې لا دسیاست سره څه ؟؟ داهمداسې وه لکه اوس چې دکورماشومانو ته وایم چې کرکټ مه ګورئ او خبرونه راواړوئ.
له همدې امله خو مې یوه ورځ له یوه مېلمه سره نږدې اړیکې خرابې شوې وې. مېلمه ورځپاڼه راوړه خو لکه چې په لوستلو کې یې مېړنی نه و. دحکمتیار صیب تصویر پرې پروت و. لاس یې د دکن لور ته ورغزولی و. او خوله یې خلاصه وه لکه بل چا یا بل څه چې ورله خلاصه کړې وي. مېلمه په تصویرګوتې کېښودې اوپه داسې انداز لکه ماچې ازمیي په موسکایې وویل : پوهېږم چې اخبارخو دې سم نیولی دی ، خو هله به دې ومنم چې دا ځای راته ولولې.
ماورته په بیړه ولوست.لیکلي یې وو: پاکستان زمونږ دوهم کور دی ددې د ساتنې لپاره دسرونو قربانۍ ته هم تیاریو.حکمتیار
مېلمه ته دې ټکي خوند ورکړ. زر یې وویل : نور یې څه ویلي؟
نوره مې ورته کیسه پیل کړه. خو چې مخکې تللم. دهغه خوله له خوښۍ نه ویړېده او زماتندی ګونځېده. تراخره یې دومره وارخطاکړی وم چې په پای کې مې پرته له دې چې فکر پرې وکړم داهم ورسره ولوستل چې (باقي په صفحه۴) له دې وروسته زه او مېلمه دواړه تېر وتو.
ما زرد خپلو ادبي ټوټو او شعرونو دکتلو لپاره پاڼه واړوله او مېلمه فکر وکړ چې څلورم مخ راړوي او اوس به راته نوره کیسه هم کوي. ځکه سړی په تنظیمونو کې لوبېدلی واو لوبېدلی نه بلکې تنظیمونه به یې شړپولي وو. او په دې پوهېده چې زمونږ د مشرانو تقریرونه خو لکه دهندوانو منترونه چې تړړم،تړړم ته رسېږي خو خلاصېدن نه لري.
مادڅلورم مخ پرځای دریم مخ راواړاوه. او کرار مې پکې دخوښې یوغزل پیداکړ او په لوستلو مې پیل وکړ.مېلمه لږه شېبه په دې انتظار و چې نور څه به واوري خو ماپرې ځان غلی کړ. ښه شېبه یې په شوق زماپه لور کتل. اخر یې صبرتمام شو.
وراره ! څلورمه صفحه (مخ)دې پیدانه کړه.
ولې مې پیدانه کړه.
څه یې ویلي؟
څه یې نه دي ویلي!
په خنداشو: ساده ! هلته یې لیکلي وو چې نور په څلورمه صفحه وګوره(یانې وګورئ)
-هو خو لکه چې ترې هېرشوي دي.
-په تکبر یې وویل: دوی دحکمتیارصیب خبرې چېرته پرېښودی شي.ضیاالحق یې نه دی لیدلی!!
دده خواته بل ناست کس وویل:کېدای شي پرېښې یې وي ،وحدت اخبارلکه چې دنیشنلیانو دی.
او په بیړه او تجسس یې رانه ورځپاڼه واخیسته ،او څلورم مخ یې راواړاوه.
خوځه ، ښه وه په دغې ورځ پکې یواځې دوه غزلونه وو ، دواړه مې لوستلي وو او یو مې هم نه و خوښ شوی. له دېرې نه بهر مې انډیوالان ولاړ وو او توپ ډنډې ته یې غوښتلم.په یوه ترپ مې ځان ورورساوه.