د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پاکستان کې د افغانانو د ځورولو نوې لړۍ پیل شوې

رحیم الله بشارت 07.06.2010 18:32

په دې ورځوکې د خیبر پښتونخوا پولیسو د افغانانو د تنګولو او شوکولو کار ته په پوره زور او ځواک لاس اچولی. هسې خودا لړۍ له پخوا راهیسې روانه ده خو اوس چې دپښتنو په دغې خاوره د٫٫پښتنو خپل واک٬٬ چلېږي ــ له نورو پښتنوسره داسې چلندخفه کوونکی دی.
ماله څو داسې کسانوسره خبرې وکړې چې په پېښور کې پولیسو ځورولی دي، په دې ډله کې له څلورو درې داسې کسان دي دپېښور په ring road د حیات اباد تاڼې پولیسو لومړی وهلي او بیایې ترې پیسې اخیستې دي. یوکس چې درې زره روپۍ یې لرلې او دوه زره ترې دخیبر پښتونخوا پولیسو شوکولې دي وویل « درې زره روپۍ مې لرلې ، ټولې یې رانه واخیستې ، چې ماټینګار وکړ چې نورې پیسې نه لرم نو وه یې وهلم ، چې مور مې داحالت ولید راکوزه شوه ، او په خیرو یې لاس پورې کړـ نوبیایې زر روپۍ بېرته راکړې او دوه زره یې رانه واخیستې»
په تېرو یادو شوو کسانو کې یوه چې دوه نیم زره روپۍ ترې په همدغه رینګ روډ باندې پولیسو اخیستې وې وویل چې ددوی په ګاډي کې شپږ نارینه او پاتې یې مېرمنې وې، له یادو شوو شپږ کسو نه دحیات اباد دتاڼې پولیسو ۱۶۰۰۰شپاړس زره روپۍ په اخیستې دي چې په دې کې څلور زره هغه روپۍ هم شاملې دي چې پولیسو له یوه سپین ږیرې نه غلا کړې او چې سپین ږیری ګاډي ته وخوت او پوی شو چې پیسې ترې وهل شوي نو بېرته ورکوز شو او هغوی په ډېره بې رحمۍ وواهه چې ، ددوی په ملک کې هم اوسېږي او د غلا دعوې هم پرې کوي. دا په داسې حال کې چې ټولو یې دپاکستان د حکومت له خوا ورکړل شوي کارډونه لرل.
یوبل کس ویل چې غوښتل مې د پېښور په صدر بازار کې له یوه کتابتونه کتاب راونیسم ، چې پولیسو ونیولم ، خو ما ښه کار داکړی وچې دوه سوه روپۍ ښکاره ایښې وې او نورې مې پټې کړې وې، لومړی راته پولیسو وویل چې ستا له کارډ نه ښکاري چې ماجر یې صدر چوڼۍ ده ، ماجر نشي کولی دلته وګرځي. خوڅرنګه چې نورې پیسې یې راسره پیدانه کړې نو بیایې رانه موبایل واخیست. ده ویل یوبل افغان یې په دې ونیوچې ولې په موبایل کې خبرې کوې.
ماچې کوم وروستی کس لیدلی چې عمر یې په ګرانه شپاړسو کلونو ته رسېږي ،له هغه سره دخیبر پښتونخوا دحیات اباد تاڼې پولیسو ډېر سړیتوب کړی دی. ځکه چې ده یونیم زر روپۍ لرلې او یواځې پنځه سوه ترې هغوی اخیستې دي. خولامل یې دادی چې نورې یې ورسره پیداکړې نه دي ــ او کله چې ده ویلي چې نورې روپۍ نه لري او روپۍ یې باید ورکړل شي نو تر نورو یې ډېر ډبولی دی.