د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتوډرامه ،هسکې ،ټیټې او دغوړېدوشونتیایې

رحیم الله بشارت 06.02.2009 00:12

شعر وي که کیسه ، هنري نثرونه وي او که خاطرې او بیوګرافیانې په ټولو کې یو شی سره ګډ دی چې ددې هنرونو څښتن پکې یواځې دښو ویلوفکرکوي، دښوښودلوفکر ورسره نه وي.خیالونه ، پروازونه ،نوي فکرونه پنځول او زړو ته نوي رنګونه ورکول، داټول پکې وي خو عمل پکې نه وي ،شیان خلکو ته وايي خو ښکاره کوي یې نه.
داټول داسې دي لکه څوک چاته په اس دسورېدو لپاره داس په شادزین دبرابرولو،په رکاب دپښې ایښودلو او بیاد واګو دسمونیولو سپارښتنه کوي؛ خو پخپله ورته په اس نه سپرېږي چې ور وه یې ښيی. خو د ادب په پراخو ګلدرو کې یو ژانر داسې هم شته چې پنځوونکی یې زین راخلي،دسپین اس په خویه شایې برابروي ،تړي یې، واګي یې لاس کې نیسي ،په رکاب پښه ږدي ،ټوپ وراچوي ، واګو ته څنډ او پښو ته جق ورکوي او نور درنه ځان د ژوند په شنه شالیزاره کې ورکوي او تا دخپلې نوې زده کړې او نوي فکر سره پرېږدي. دې هنر ته ډرامه وايي. دخلکو ترمینځ اړيکي،مینې ،کرکې ، اروايي حالتونه ،یو په بل اغېزې او نور ډېر څه درته په دې هنر کې په ښکاره درښيي.
ډرامه هغه پېغله ده چې شرق او غرب دواړه پرې دعوه لري چې دانسان د فکر او پوهې په ګاڼو داپسولل شوې پېغله ددوی په کور کې پیداشوې او ددوی دکور په غولي کې یې خاپوړې کړې دي خو کله چې یې د پېغلتوب او پر تن دښکلا د راټوکېدو خبره راځي نو بیاترې شرق وروسته کېږي او یواځې یې د لرغوني یونان هنرزېږندې خاورې ته پرېږدي.
دوی وايي چې دتخلیق په دې پراخه نړۍ کې لومړۍ ډرامه داسپلنټ یاسپلي اینټ په نامه سکایي لیس تخلیق کړه چې دوه نیم زره کاله پخوا د اتن په ښارکې پر سټېج باندې نندارې ته وړاندې شوه،او له دې وروسته ورته اشيلوس، ارستو فانس، سوفوکليز اونورو د زړه وینې ورکړې، چې پېغله شي او بیایې ورله په سرڅڼه کولو او سینګار کې ډېرې ستړې ګاللې دي.
په همدغه پېرکې یې دومره پرمختګ وکړ چې ډېر لږ وخت وروسته په دې ښارکې د ډرامو سیالۍ جوړې شوې او دومره ونازول شوې چې په سیالۍ کې دلومړي مقام ګټونکې ډرامې لیکوال ته به دسرو او سپینو زرو تاجونه په سر ایښودل کېدل. دغو هڅونو ډرامې ته دومره رڼاځغلی پرمختګ ورکړ چې ددغو لیکوالو له ډلې نه یواځې اشیلوس نوي ډرامې ولیکلې چې دیارلس هغو یې لومړي مقامونه هم وګټل.
او شرق یې بیاکه له یوه پلوه دمصر په ځمکتلو ډېرانونو کې د لوبو ګوډیانې پیداکوي او پرې نازېږي نو له بل پلوه زمونږ دګاونډۍ نیمې وچې پوهان ډرامه ددوی په ټاټۍ کې ددوی دمیندو پلرونو پر الله هو رالویه شوې خورلڼه ګڼي او وايي له مېلاد نه څلور زره کاله پخوا لا ددوی دپلرونو په ژبه سنسکرت باندې ددوی په تاخ کې د ډرامې د څرنګوالي په اړه یو جامع کتاب پروت و.
خوکه هرڅه وي بیاهم ترمنځنیوپېړیو پورې ددې نازبینې پېغلې دښکلا درز په ټول یورپ او په ځانګړي ډول د روم په ښار پروت پاتې شوچې ناڅاپه یې ښکلا ته دچاسرې سترګې ورواوښتې او دهنرله نازکیو جوړه داپېغله دکلیساتر انګړه ورسېده او څرنګه چې دښکلا ددې ملکې نرۍ ملا د مذهب او هنر غبرګ منګي نشول وړلای نودښکلا دګودر په غاړه راماته شوه او ځای یې دمذهبي تبلیغونو اود زور واکانو دفکرونو خم وړونکې سوپوپرا ته پرېښود؛خوڅرنګه چې هنر او ښکلامرګ نه لري نودرنسانس دپېرپه پیل سره ډرامه بیاراژوندۍ شوه او ګړندي ګامونه یې واخیستل.
خو که د ډرامې ماشومتوب پرېږدو ددې دپېغلتوب او لمر څرک ته دغزوني څرک یې یواځې داتن په هنرپروره چنو کې لیدلی شو. چې ان دوه نیم زره کاله پخوا پکې تیاترې ابادې وې چې له بده مرغه مونږ یې دبلخ په علم پروره خاوره کې له هغو دوه نیم زره کاله وروسته هم نه لرو.
زمونږ په هېواد کې که څه هم دلرغون پوهانو په اند د ای خانم په ښارکې دیوه لرغوني تیاتر نښې ،نښانې شته دي؛ خو داچې په اړه یې نور کوم توکي او لاسوندونه په لاس کې نه لرو نو په اسانه دغازي امان الله خان تر مهاله ځانونه رارسوو او وایو چې د ډرامې کره پیل له همدې پېره له یوې ژباړې نه شوی دی.
چې په ترکیه کې د هغه مهال افغان سفیر له ترکي ژبې نه یوه ډرامه ( د اندلس فتحه او سقوت) دري ته راوژباړله. په همدې مهال یانې په ۱۹۲۷ کې لومړۍ پښتو ډرامه په لره پښتونخواکې د عبدلاکبر خان لخوا ولیکل شوه چې د اتمانزو په ازاد سکول کې نندارې ته وړاندې شوه.ورپسې دقاضي رحیم الله نوې روشني او په ۱۹۲۸ کې د امیرنواز جلیا((درد)) مینځته راغی.
له دې نه شپږکاله وروسته په ۱۳۱۴ لمریز،لېږدیز چې د ۱۹۳۴سره سمون خوري د لوی استاد علامه حبیبي لخوا هم پښتو ډرامه توریالۍ پښتنه ولیکل شوه. او له توریالۍ پښتنې درې کاله وروسته د استادپژواک کلیمه داره روپۍ راپیداشوه او داسې دهنر دې نازکې پېغلې پښتانه ګلونه په وربل ور وټومبل او پښتو ډرامه لیکنه پیل شوه.چې استادخادم،استادبېنوا،استاد محمداکبر پامیر او استادریښتین ټولو یې په پسوللو او سینګارولوکې دخپل فکر او خیال زورونه و ازمیل.
دا ماشومه پښتنه چې د خدايي خدمتګارو په کاله کې راپیداشوه. له پیدایښت نه اته کاله وروسته ترپېښور راډیو سټیش ورسېده اود اسلم خټک لخوا د وینو جام په نامه په لومړي ځل له دغه سټیش څخه خپره شوه. پښتو ډرامه چې دراډیوترسټیشنونو پورې ورسېده د پالنې ، روزنې او ودې لپاره ورته وړ چاپېریال پیداشو او تر ډېره همدلته دېره شوه. خو ځان یې یواځې دپېښور په راډیوسټیش کې ونه ساته ترال انډیاراډیوسټیش یې هم لار ومونده او دخپلې ښکلا ښې نندارې یې وړاندې کړې چې دلته یې یواځې پښتنو لیکوالو ته نه بلکې دکشوري لالا غوندې ناپښتنو ،پښتولیکوالو ته هم دخپلې کوډګرې ښکلاڅرک ور وبرېښاوه چې هغوی هم ډېرې او ښې ډرامې یې ولیکلې.
له پورته یادو شوو راډیوسټیشنونو نه وروسته پښتو ډرامه ترکابل راډیوسټیش هم راورسېده او دومره وده یې وکړه چې په لسګونولیکوالان یې پیداکړل.او په سل ګونو ډرامې یې ولیکلې.
که څه هم دپښتوډرامې د اشیلوس د ډرامو په څېرنړیوال شهرت نه دی موندلی او پښتو د فرانسوي راسن او بریتانوي شکسپیر په څېر هنري څېرې نه دي روزلي خوبیاهم له هغه مهاله چې د نړیوالې ډرامې پښتنه لمسۍ زمونږ ترکور رارسېدلې ددې ډېر ښه پالونکي او روزنکي مولرلي دي. چې ف،فضلي،منان ملګر،ننګ یوسفزی ،شهسوار سنګروال،بسم الله کمکی ،سیدجان ملال اونور یې غوره بېلګې دي.چې ښځینه لیکوالوپروین ملال او نرګس پکې هم دخپل فکر نیلي زغلولي دي.
په ۱۹۹۲ زېږدیزکال دبي بي سي د راډیو له خوا سوپوپرا دنوي کور نوي ژوند تر نامه لاندې پښتو ته راغله. نوی کور نوی ژوند د ډاکټر محمداکبراکبر او استاد محمداسحاق نګارګر په نوښت په پېښور کې پیل شوه.دې سوپوپرا دخپل خوي له مخې دکورونو دابادولو او ښېرازولو لپاره دخپل پلو لاندې پښتو کورونو ته ډېر څه راوړل خوهنر یې ترډېره دپلو په پیڅکه پورې غوټه پاتې شو، پرې سخته شوه او له دې امله یې دهنري ښکلاسترګې دپښتني تخیل په رنجو تورې نه کړې.
دسوپوپراپه بحث کې دمطبوعاتو د لارې د اواري ملاتړ ټولنې MSS او دهغې دخور ادارې MSPA لخوا دچم ،کلي په نامه لړۍ هم دیادولووړده چې څه دپاسه سل دولس دقیقه ییز لړونه یې خپاره کړل او هڅه یې وکړه چې هنر او ښکلا دیاردلاس دنښې په څېر په زړه پورې ونه نیسي بلکې خپل ځان پرې سینګارکړي چې دښکلانندارې یې په چمونو خورې شي. دچم ،کلي وروستي پنځه ویشت لړونه چې په درې څلورو دولس دقیقه ییزولړونو کې یې یوه کیسه رانغاړله او یوه غوټه یې پرانیستله که دهنر په لونګینه تله وتلل شي ،ډېرې کمې به ونه خېژي. چې دمینه او ژوندترنامه لاندې پنځه لړیزه ډرامه یې ښه بېلګه ده چې په پښتو سایټونو کې نن هم موندل کېږي.
په ډرامه کې دپرمختګ مسله
له بده مرغه اوس که د ادبیاتو دنورو ژانرونو لپاره کار او هڅې په چټکۍ روانې دي نو د ډرامې خوارکۍ مور پکې مېره ده. ددې به ګڼ لاملونه وي خو یولامل یې دادی چې ډرامه ترډېره دیوه لیکوال پرځای دډرامې دخپرونې دیوې ډلې هڅو ته اړتیالري که تېربحث ته هم وګرځو ډرامه په راډیو سټیشنونو کې غوړېدلې ده او ددې مانا داده چې هغوی یې روزنه کړې ده. دلته یاخو د ډرامو دخپرولو لپاره ادارې نشته. که کومې ادارې وي هغه یې دخپرولو لپاره د لوبغاړو او لیکوالو اجوره نشي ورکولی او که څوک دا ټول کولی شي بیاورته پښتنې ښځینه لوبغاړې نه پیداکېږي.
یوه بله ستونزه چې ځینې ادارې ترې سرټکوي داده چې لیکوال د ډرامې لیکلو ته هغومره د زړه اوبه نه ورکوي څومره اوبه چې ددې په رګونو کې دهنر اورونه او مستي پیداکولی شي. د نړۍ دسترنابغه ایډیس ویناده چې وايي نبوغ یوه سلنه دالهام له سمندره څکه کول دي او نهه نوي سلنه بیا دخپلوخولوپه رود کې د ژورو غوپو وهلو په مټ ترلاسه کېږي یانې کسبي وي. د هېواد یو تکړه خو اوس سپین ږیري لیکوال ننګ یوسفزي راته کیسه کوله چې دمیرویس نیکه د ژوند پر یوه پېښه یې یوه ډرامه ولیکله ،چې وه یې لوستله فکر یې وکړ چې حق یې ورله ندی پوره کړی. څېرې یې کړه ؛بیایې ولیکله ،بیایې څیرې کړه او په دریم ځل یې چې ولیکله پوه شو چې اوس یې خپلې دې نوې نازنینې ته دنریو سرکوشونډو د لاسرو کولولپاره له خپل توان سره سمې د زړه وینې وړاندې کړې دي.دهغه په اند څنګه چې د بدرۍ جمالې دښکلا ننداره له سیفله د اوسپنو څپلۍ غواړي همدغسې هنر د زړه په وینو ښېرازه کېږي.
نو ددې پورته یادو شوولاملونو له مخې ګڼ تلویزوني چینلونه لګیادي په پردو چمونو او کوڅوکې روزل شوې او لویې شوې ډرامې رادوبله کوي او اغېز یې دادی چې دهېواد تنکۍ پېغلې نږدې دي چې په وربل کې دکشمالو دایښودو پرځای ورته په دواړو لاسو سلام وکړي او دخپلې ښکلا دسوال دمنلولپاره ورته دسره کودي په څنډه د سرو سوندرو منښته کېږدي.
دغوړېدولارې او شونتیاوې:
خو ددې مانا دا نده چې مونږ دې نهیلي شو اودومره دې نهیلي شو چې لاس ترزنې کېنو. په بازار کې د هغو مالونو سوداګري وده کوي چې خلک ورته اړتیالري. او پښتانه د ژوند په هرپل دې ته اړتیالري چې خپل ځان او ژوند ته یوځل بیاکره Critical فکر وکړي او ځانونه په دې پوه کړي چې د ژوند په بازار کې به څه اخلي او څه به پرېږدي. او داشیان ډرامه ورکولی شي نو ددې ماناداده چې دپښتانه دکور او ژوند بازار ډرامې ته اړتیالري.
دګڼو راډیوییزو او ټلویزوني خپرونو پیل او په هغو خپرونو کې د ډرامې اړتیامحسوسول که څه هم تراوسه لا بهرنۍ ډرامې خپرېږي ددې زېری راکوي چې دخپرنیزو ادارو چارواکي د ډرامې په اړتیاپوهېږي اود اړتیادغه درک او پېژندل به یوه ورځ ډرامې ته وده ورکړي. دا اوس هم په شمشاد تلویزون کې د یوې پښتو ډرامې د پروډکشن چارې روانې دي چې لاتراوسه یې شپږ لړونه جوړشوي دي. که کوم پښتولیکوال همدا اوس د پښتوډرامې لیکلو ته مټې راونغاړي په باور سره ویل کېدای شي ،یواځې دانه چې ښه نوم او ولسي شهرت به ترلاسه کړي.دلیکوال په توګه به ځان او د لوبغاړو په ډول به ډېرو نورو ته هم دندې پیداکړي؛ځکه چې د ډرامې هغه بازار چې دوه نیم زره کاله پخوا تود پیل شوی و لاتراوسه تود دی او ښه تود دی.

 

احځلیکونه:
1. د ډرامې فن او تاریخ،شهسوار سنګروال
2. پښتوډرامه او د غوړېدو لار یې،عبدالوکیل شینواری ، ډیوه مجله ، کب ۱۳۷۳ مارچ ۱۹۹۵
3. پښتو ډرامه یو سر،سري جاج، امجد شهزاد
4. په پاکستان کې د اردو ماسټرۍ لارښود
5. نړیوالې انټرنیټي سرچینې