د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پیټروییس ته د میلیبنډ پرانیستی لیک

رحیم الله بشارت 21.07.2010 15:41

 ژباړن : رحیم الله بشارت

دا پرانیستی لیک ښاغلي ډیویډ پیټروییس ته چې په اوس مهال په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو لوی قومندان دی، د بریتانیا دبهرنیوچارو پخواني وزیر ډیویډ میلیبنډ لیکلی چې اوس مهال د کارګر ګوند د مشرتابه لپاره هم کاندید دی.

ښاغلی ډیویډ (پټروییس)،

زه او ته دواړه پوهېږو چې د افغانستان جګړه دپرېکړې په شېبوکې ده. جنرال سټینلي میک کرسټل یو دیادونې وړ قومندان و چې دخپل لاس لاندې ښځې او نارینه (پوځیان) ورته ډېر وفادار وو. هغه دې جګړې ته شدت، حرکت او همدارنګه خواخوږي راوړه. د ولس مشر اوباما پرېکنده عمل چې تاسو یې ددې رسالت (جګړې) مشروټاکلئ ، ښيي چې داجګړه بیړنۍ هم ده ، مهمه هم او دی هم ورسره له سم لوري نه ښکېل دی. اوس یوه منډه پیل شوې چې د وخت له تېرېدو پرته افغان ولس ته وښیوچې ستراتیژي په سمه روانه ده او خپل ولس ته باور ورکړو چې بریالي کېدای شو.

لومړی ځل چې مې له تاسو سره ولیدل، تاسو ماته وویل چې قتلونه د بغاوت په مقابل کې د بریالیتوب لار نه ده. لکه څنګه چې پرې مونږ خبرې وکړې، دپوځي هڅو او ولسي پرمختګونو موخه داده چې دسیاسي جوړښت لپاره حالات سم کړل شي. دا جګړه د سیمه ییز ولس ، بغاوت کوونکیو او غربي ولسونو په ذهنونو کې جنګېدل غواړي.

ښه افغان امنیتي ځواکونه یوه اړتیاده خو کافي نه دي. ښه ښوونځي او اقتصادي شونتیاوې د افغانانو د وفادارۍ لپاره ارزښتمنې دي. خو له دوی نه یوهم دیوه سیاسي جوړښت پرته ممکن نه دي. مونږ اړتیالرو چې قومونو په نظام کې دننه ، القایده بهر او ګاونډیان په خپل ځای وساتو کړو. داپروسته دوه برخې لري ــ ملي او سیمه ییز(علاقايي).

لومړی ، شړل شوي له لاسه نیول، ددې لپاره په افغانستان کې یوداسې نوی سیاسي جوړښت رامنځته کول پکاردي چې په هغې کې ټولې قانوني ، قومي ،نژادي او نورې ډلې چې فکر کوي د بون په کنفرنس کې شړل شوې وې بېرته په سیاسي بهیر کې په حقیقي بڼه رایوځای شي او د سیاسي نمایندګۍ لپاره هڅه او مبارزه وکړي. دسولې په یوه جوړښت کې باید خامخا فاتح او مفتوح دواړه رایوځای وي. دابه ټول افغانان وهڅوي چې دهېواد په ثبات او امنیت راوستوکې برخه واخلي، نو داسې به د بغاوت کوونکیو دې غوښتنې ته لار اواره شي چې وايي نړیوال ځواکونه دې ووځي، دوی به لومړی له جګړو رابهرشي، د روزنې او ملاتړ رول ته به راشي او بیاپه بشپړ ډول راووځي.

دویم، سیمه ییز لاړشئ، والیانو ، ولسوالانو او ددوی اړوندو دمشرانو شوراګانو ته باید د حکومت کولو نوی واک ورکړل شي، چې دوی اعتماد ولري، سیالي وکړای شي، او ددې وړتیاولري چې دخپلو خلکو د اړتیاوو سره سم حکومت وکړي. ددې دندو لپاره دسمو خلکو ټاکنه بنسټیزه اړتیاده، او د قانون او قانونیت د رامنځته کولو لپاره د پولیسو سیمه ییز مشر (امنیه قومندان) او سیمه ییز قاضي هم همداسې مهم دي.

دریم، دقانوني سمونو یوه نوې پروسه دې پیل شي، ضروري نه ده چې په اساسي قانون کې دې هم بدلون راشي، خو داسې قانوني بدلونونه چې په پایله کې یې پارلمان ته د سیاسي جوړښت په بریالیتوب کې یو رښتینی رول ورکړل شي.
څلورم،ددې ټولو د ملاتړ او تکیې لپاره دې خامخا د فساد د کمولو او ختمولو په هدف غښتلي ګامونه واخیستل شي چې د ولس باور زیات شي، ځکه چې په دې هکله د ولس مشر کرزي وعدې چې د فساد کولتور به ختموي او دنوي فساد ضد ادارې جوړول یواځې یوه پیلامه ده.

علاقايي (سیمه ییز)، د افغانستان ټول ګاونډیان او د سیمې لوی ځواکونه دې په دوه ساده حقیقتونو وپوهېږي: دسیمې هیڅ هېواد او نړیواله ټولنه به افغانستان دې ته پرې نږدي چې د کوم ګاونډي تر نفوذ لاندې وي او یا یې د ستراتيژیکي متاع په ډول وکاروي. او په افغانستان کې بد حال دټولو په زیان دی. جرمونه ، نشه ییز توکي ، تروریزم او مهاجر له پولو اوړي خو په بدل کې دلویو کانونو خزانې(شتمني) او د کروندې ښه ځمکه ددوی ټولو په ګټه ده.

په افغانستان کې به د پاکستان له ملاتړه پرته هیڅ سیاسي جوړجاړی نه وي، خو هندوستان، روسیه، ترکیه، او چین هم مهم دي. ددې ترڅنګ د ایرانیانو رژیم ، چې د اتومي پالیسیویې ملګري ملتونه مسخره کړي دي او د خپلو ګاونډیانو د بې ثباته کولو ریکارډ لري، بایدپه دې پوه شي چې دخپلو هڅو او لګښتونو دساتلو ، او دخپلو غوښتنو دپوره کولو لپاره چې دخپلې سیعه عقیدې په ګټه کارکول دي ، ښه لار داده چې د سولې ملاتړ وکړي ، نه داچې په پټه یې له منځه یوسي.

زه پوهېږم داسې یو دلیل شته چې وايي د سیاسي لارې سم وخت باید راورسېږي، خو رښتیادادي چې دغه وخت لا وختي رارسېدلی دی. دا هره ورځ د خلکو په ذهنونو کې ورانېږي او جوړېږي. زمونږ له قوي ملاتړ سره د افغان دولت دنده داده ، چې یوه داسې سیاسي لار جوړه کړي چې ټول هغه خلک پکې رایوځای کړي چې د افغانستان د اساسي قانون لاندې تګ او ژوندته راضي کېدای شي ـــ او بیا په دغې سیاسي لاره روان شي.

تاسو ( ډيویډ پیټروییس) پخپله ویلي چې له ۷۰ تر ۸۰ سلنې باغیان له القایده سره ایډیالوژیکي تړاو نه لري، له هغو سره ښکېل کېدل چې په بریدونو کې لاس لري ګرانه ده . خو د خبرو لپاره ځای پرېښودل چې خلک له بغاوت نه افغانې ټولنې ته راولي،او د تشدد ختمول هم څه وړوکی کار نه دی. دا په یقیني ډول هغه څه دي چې مونږ یې ترلاسه کول غواړو: دجګړې پای، په هېواد کې له داسې ثابتې وړتیاسره چې دبیاپیل مخه یې ونیسي.

اوس د پرېکړې او روښانتیاوخت دی. مونږ په تاسو حساب کوو.

ستاسو
ډیویډ (میلیبنډ)