د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له ځونډي اوښتی

رحیم الله بشارت 05.10.2009 14:15

له ځونډي اوښتی
لنډه کیسه
لیکوال :رحیم الله بشارت

زمري دخپل ګرځنده ټلېفون غږ واورېد، د هینو لارۍ په کلینر سیټ کې خوبولی راپورته شو، شمېره دکور وه.دمنلو تڼۍ یې کېکاږله:
-«سلامالیکم»
له بل لوري یې مېرمن وویل:
-« والیکم چېرته یې؟»
-«له اټک اوښتی یم دپنډۍ سبزي منډيي ته روان یم»
-«څه شی وړې؟»
-«افغان وایټ»
-«دایې لاڅه دي؟»
-«ستادمخ غوندې سپین،سپین پیاز دي»
-«ښا!کابلي پیاز؟»
-«وو! کابلي پیاز دي او دوه لارۍ مې بارکړې دي ، خو که خدای وکړي لږ زر یې ورسوو، څه شېبه مخکې خو هلته منډی شارټ وه ، خو دعاکوه چې له مونږ مخکې چا نه وي رسولي. (بیاموسکی) ښه ته وايه خیر خووه»
-«وو خیر و، ماویل چې څنګه یې؟»
دی موسکی شو:
-«ستانه لرې به څنګه یم خوخپه به یم او زړه به مې نری ،نری درد کوي، اوته...»
هغې په شیطانت وویل:
-«زړه مې درد نه کوي»
-«که ته یې ونه وایې هم پوهېږم چې سنګین زړونه درد نه کوي»
هغې بیاپه خندا وویل:
-«زړه به دې لادرد وکړي، که خبرشې»
-«له کوه قاف اوړې که څنګه...؟»
-«وو،که له کوه قافه نه وي له هندوکشه خو اوړم»
د زمري زړه ودرځېدوې ویل:
-«ولې ! څه خبره ده؟»
-« لالا راغلی کندز ته مې بیایي او هغه هم دڅلور میاشتو لپاره...»
دی ناڅاپه غوسه شو، خو ځان یې داسې ونیو چې په خبروکې یې غوسه ښکاره نشي په کلاره یې وویل:
-«رشتیاکور کې دمنږکانو دارو شته کنه...؟»
مېرمن یې موسکۍ شوه:
-«نه زمونږ کور کې منږکان نشته نو دارو یې له کومه شول؟»
دی دښځې موسکاکنټرول نه کړای شووې ویل:
-«بیانوداسې وکړه چې په هغې وړې کوټې کې ورله بستره اواره کړه، کړکۍ پسې بندې کړه ،چې کله ښه ویده شوبیا هغه دماشوسپری او هغه دړیزکاڼی چې کورکې پروت دی دواړه واخله،له سپری نه سرلرې کړه ،نېغه یې ودروه او کاڼی یې په سر کېږده ، ته ترې راووځه او دروازه ورپسې بنده کړه»
هغې هم دناز غوسه وکړه:
-«خوله دې په واک کې ساته ورور مې دی ،داسې نه چې لاړه شم او شپږ میاشتې تېرې کړم»
-«، ته پوهېږې چې زه ستانه پرته څلور ورځې نشم تېرولی ، دی دڅلورو میاشتو سریندې غږوي اورښتیاستازړه کېږي چې ددومره وخت لپاره لاړه شې؟»
-«نه زماهم زړه نه کېږي،زه هم ستانه پرته دومره وخت نشم تېرولی او بیاد وړو به په کندز کې څه حال وي، هلته بازار نیږدې نشته ،ډاکټر نشته ..»
-«په کندز کې نه ،په دشت ارچي کې ،کندز خو ښاردی»
-«وو لاپه ارچي کې خو څه وکړم اوس راغلی دی نو...»
-«څه وکړې خو ورته ووایه چې اوس نشم تللی بیابه مې دی درولي.»
-«شرم دی زه خو یې ورته نشم ویلی...»
-«چې په دې هم شرمېږې نو بیادې دومره زده کړې ولې کولې»
مېرمن یې بیاموسکۍ شوه:
-«دمور اوپلار د حقونو دپېژندلو لپاره»
-«اوپه خپلو او زماپه حقونو دپښې ایښودلو لپاره کنه...نوبیاټلېفون ورکړه چې زه یې ورته ووایم»
-«څه خبر یم بیاهم شرم دی ...وايي به چې خور مې ورته ټلېفون کړی دی او ستانه به هم خپه شي...(بیاژړغونې شوه) خدایه چې نه وای تللي، څنګ په څنګ کور یې و راسره، ورځې نیمې له به لاړم بېرته به راغلم، اوس مې دا یونیم کال لیدلي هم نه دي او دومره وخت لپاره که ځمه نو هیڅ مې زړه نه کېږي...چې ته خپه یې زه به څه خوشحاله شم؟»
زمری په کلیوالو کې دیوه پوهه سرشار ځوان په څېره پېژندل کېده. ده په جومات کې دودیز کتابونه او په پېښور پوهنتون کې ټولنپوهنه لوستې وه. تل به یې ویل چې دناوړه دودونو پرخلاف ولسونه ډېر کم وختونه یوې پراخې ولسي پرېکړې او اجماع ته رسېږي، خو اکثره د دغو دودونو په وړاندې انفرادي مزاحمتونه او سرغړونې راپیداشوي او له مینځه یې وړې دي. نو تل به د ناوړه دودونو او چلندونو په وړاندې درېده ، دایوه خبره یې په کلي کې ډېره مشهوره وه چې دجومات ملا صیب او دده استادیوه ورځ د مازدیګر په جمه کې صفونه برابرول خو چې پام یې شو د کلي ملک حاجي میرزا نشته نو تاوېده راتاوېده ، خو لمونځ یې نه پیل کاوه.
د زمري په کې فکر شو ورته وې ویل:
-« ملاصیب اقامت شوی ودرېږه دخیره...؟
ماوویل:
-« چې داحاجي صیب ولې نه ښکاري... مشر دی کنه»
-«ملاصیب حاجیان پرېږده.پکارده چې لمونځ د اقامت له قد قامت الصلوات سره ودرېږي»
ملاصیب وویل:
-«داخبره دې سمه ده خو په بل روایت کې داهم راځي چې پیغمبر دخدای له اقامت وروسته هم صفونه برابر کړي دي»
-«خو ملاصیب تاهم صفونه برابر کړل»
-«هلکه ډېر تاوده مه خوره دا حاجي صیب لکه چې اودس کوي هغه به راشي ودرېږو به »
دی په بیړه ورمخکې شو. ملایې له لاسه ونیو خپل ځای ته یې کړ. قاري سید حسن یې مخکې کړ او ورته وې ویل:
«الله اکبر وایه»کلیوال هم چې دملا له دې چلند نه زاره چاودي وو،ټولوورپسې زر نیت وتاړه.
په کلیوالو د زمري د درناوي یو بل دلیل دده کاروبارو. ده په پېښور سبزي منډيي کې دوکان درلود. دلته به یې اخیستل خرڅول کول او یونیم وخت به چې ورسره مال ډېر و لارۍ نیمه به یې پنډۍ، اسلام اباد او لاهور ته هم رسوله. وايي سوداګري ځکه حلاله ده چې ګټه او تاوان دواړه پکې شته خو دسبزۍ په سوداګرۍ کې نو بېخي دواړه لکه غبرګوني داسې سره نږدې دي. ځکه چې سبزي له سړخونو پرته ترډېره نه ساتل کېږي اوهغو ته لاس رسی دهرچالپاره اسان نه وي نو له دې امله چې ډېره شي پرځای ددې چې په ګودامونو کې زېرمه شي ټول زور یې مارکیټ ته وځي او بیه یې غورځېږي. ده هم ډېره ګټه نه وه کړې خوپه کچه ګړۍ کې ددوی اکثرو کلیوالو فکر کاوه چې دی لاهور او پنډۍ ته ډک ټرکونه لېږي نور نو لک پتي دی. ده ته هم خپل دغه نیم رښتوني شحصیت خوند ورکاوه او چېرته یې کوم قومندان یې لیدلی و چې له خلکو سره یې خبرې هم کولې او تسپې (تسبیح ) یې هم ورسره دوه ، دوه اړولې ، دی چې به هم کیمپ ته رانږدې شو خپلې غټې تسپې به یې د واسکټ له جیبه راوویستې او دوه ، دوه به یې اړولې. کلکه انډیوالي او دوستي یې کوله او دشپې به ترناوخته دیارانو په بنډار کې ناست و. اوس چې یې ټلېفون جیب ته کړ، دده او دبشیر څو ورځې مخکینۍ کیسه وریاده شوه. دی بشیر خبر کړ چې د دوی د کلیوال شاګل مېرمن په حق رسېدلې، ده تسپې ورو، ورو ټقولې او په دې فکر کې ډوب ورسره روان و چې شاګل به وخت څنګه تېروي، دده خو چې مېرمن د څلور پنځه ورځو لپاره دپلار کره لاړه شي بیاورته ځمکه لکه سره تبۍ ګرځي، په ځای نشي کېناستی،په لار کې تاوېږي راتاوېږي چې کله به یې سور زړوکی وویني. خو ورسره یې په زړه کې د وېرې دا ببوزی هم وهل کېده چې دده سخرګنۍ هم اوس په کچه ګړۍ کې نشته او کندز ته تللي ،داسې نه چې سبا دده په مېرمن پسې هم راشي چې اختر ته یې بیایوو. دی پدې فکرونو کې و چې دصابر دوی دېرې ته نیږدې شول . بېګانۍ شپه وریاده شوه. بشیر ته یې وویل:
-«رشتیابشیره! شا ګل خو راسره دلته بېګا ترناوخته ناست و څه خو یې ونه ویل چې ښځه یې ناروغه ده»
بشیر وویل:
-«دی عاجز به ترې څه خبر و»
-«ولې ښځه یې دلته نه وه څه ؟»
-«نه، سهار ترې په ټلېفون خبر شوی»
-«نو چېرته وه د پلار کره...؟»
-«وو هلته وه»
لږه شېبه یې فکر وکړ بیایې وویل:
-«د پلار کره به کله تللې وه...اوس خو د دواړو اخترونو مینځ دی... »بیایې زر وویل:«اورښتیا دده سخر خو دبرات په اولوکې و ،که... نه ،له هغې هم مخکې راغلی و...که خیال دې وي چې مونږ ولید شاګل ته مو وویل چې سخر دې داسې ټول ببر دی لور به یې هم داسې ببره وي...
بشیر یې خبره ونیوله:
-«وو یاد مې شول چې شاګل عاجز بیاخپله د ټوټو سوداګر ي پکې وښوده چې وې ویل ( ښځې لکه سلک (ورېښم) ټوټه ،چې هم ښوی وي هم پستې او نارینه لکه ګاژي بخمل چې یوځای یې روښانه بل یې ببر... )اوبیا ورته لکه چې تا وویل چې ځوان پوستکی که د نر وي که دښځې خو دسلک غوندې ښوی نه دی پکار ...د خوشبوټوټې غوندې لږ دانه دار پکار دی چې لاس پرې وهې او ځیږ لګېږي ...
زمری ورته په سترګوکې موسکی شو:
-«خو همدغه ځیږ والی د ژونداو ځوانۍ نښه ده، اوار پوستګی خود مړو وي که روح لرونکی مړی وي او که بې روحه»
-«وو... دده ښځه هماغه وخت تللې وه... دپلار کور یې لرې دی کنه... دکونړ او پېښور خبره ده. له وړوکي اختر نه یو، لس پنځلس ورځې وروسته یې ماته وویل ځوی مې ډېر یادشوی دی، ماته عجیبه وه چې تراوسه یې بچي نه دي راغلي خو هغه ویل چې اوس لوی اختر هم رانیږدې دی دابه هم تېر کړي بیابه پسې لاړشم ،رابه یې ولم...»
له دې سره زمری په ځای ودرېد وې ویل:
-«ددې مانا داده چې د شاګل ښځې یوه دبرات میاشت تېره کړه،یوه یې روژه تېره کړه ، یوه یې ددې واړه اختر میاشت او دابله یې هم قابو ده...یانې ده ښځه د کونړ او پېښور د مزل لپاره څلور میاشتې دپلار په کور کېنوله»
بشیر موسکی شو:
-«وو»
د زمري رنګ سور شو وې ویل:
-«شاګل مطلق دووس دی... زه دده غمرازۍ له نه ځم... په څلور نیمومیاشتوکې خو په خلکو ښځه طلاقېږي»
-«هغه چې په وس کې یې وي او ځان ترې لرې وساتي»
-«دده هم په وس پوره ده...درختونو ګاټلۍ ګرځوي او هغه هم د سایکل پرځای په موټرسایکل، ښې ډېرې پیسې لري او ښځه یې له بې غیرته ورځې څلور نیمې میاشتې پرېښې ده چې له پلار کره یې تېرې کړي... دده بیاښځې ته ضرورت څه و چې مونږ لاورسره غمراز ي کوو ...؟څوک چې څلور پنځه میاشتې یواځې له کوم چا نه لرې تېرولی شي بیاټول عمر هم تېرولی شي...» بشیر ورته هماغسې موسکی ولاړ و.
ده خپلې تسپې اوچتې کړې او وې ویل:
-«بشیره!ددوسۍ لړ همداسې درواخله لکه زما داتسپې چې یوه په بله پوړ په پوړ پرته ده. څوک چې ښځه له پنځلسو شپو زیاته د هغې دخوشحالولو په بهانه دپلار کره پرېږدي،سره ددې چې پدې ښه پوهېږي ښځه هم پدې نه خوشحالېږي خو له شرمه غږ نه کوي. ددې مانا داده چې دی یې په کور کې خوشحاله نشي ساتلی نو دی یوه مرۍ دووس دی ، له دېرشو اخوا وال یې دوه مرۍ او له څلور نیمو میاشتو زیاته کېنوونکی یې، چې په وس کې یې پوره وي مطلق یا(ورسره یې دتسپو محراب ونیو) تر محراب پورې دووس دی... زه د شاګل غمرازۍ له نه ځم او ترې راستون شو.
له دې فکر سره دپنډۍ سبزی منډی ته رسېدلی و ، هلته ورته مالومه شوه چې له ده نه مخکې ډېرپیاز دپنډۍ او اسلام اباد منډیانو ته رسېدلي دي نو ده دلاهور لارونیوه.
چې بېرته کورته راستون شو نه یې مېرمن وه او نه یې دمېرمن لالا. مور یې ورته وویل چې پلار خو دې ورسره څلور میاشتې منلې وې خو زه مینځ ته شوم او په دریو مې ورسره فیصله وکړه.
ده مورته څه ونه ویل،خپلې کوټې ته لاړ. تشو دېوالونو ته یې یوه شېبه وکتل بیایې تسپې راواخیستې نېغې یې ونیولې او له ځان سره یې وویل:
-«درې میاشتې یانې یوه مرۍ کم تر محرابه ... خوزه باید په دې ګراف کې خپل نوم دومره بر پرېنږدم، باید راټيټ یې کړم»
مازدیګر بهرته هم ونه ووت. ماخوستن هم په کور کې و. ټوله شپه یې هم خوب ونه کړ. زړه یې لمبې کولې... په همدې لګیاو چې څنګه به له خپلې مېرمنې نه ددې انکار او له خپلې سخرګنۍ نه ددې نادودې بدل واخلي او خپل نوم به په ګراف کې راټیټ کړي. سهار وختي منډيي ته لاړ . خپل دوکان یې په دوه لکه کالدارې خرڅ کړ ،تریولکو پورې یې نورې پیسې لرلې هغه یې هم راواخیستې، کورته یې ټېلفون وکړ چې په مال پسې باجوړ ته ځي او راسن دکونړ اسمار ته دپلار د دوست صدیق حاجی کورته راغی.او ورته وې ویل چې که هرڅنګه کېږي یوه ښځه ورته پیداکړي. په صدیق حاجي ګران و څو ځله یې پور هم ورکړی و، او چې کورته به یې ورغی ښه مېلمه پالنه یې هم ورته کوله. نو په دې شرط یې ورسره ومنله چې پلار ته به په لومړیو کې دده نوم نه اخلي بلکې د خپل شیګلي انډیوال نوم به ورته یادوي،بیاوروسته که خبرشو خبر شوی به وي. ده ورسره ومنله. هغه هم ورته یو سره سپینه ګوډۍ پیداکړه. کوژدن هم وشوه او په دوهمه جمعه د واده نېټه هم کېښودل شوه. واده وشو او ځان یې کورته ورساوه.
دپلار په غوسو او قهرونو یې پروا ونه کړه اوچې بهر راووت انډیوالانو ته یې په فخر ویل چې په دغه ګراف کې یې خپل نوم راټيټ کړی دی. خو په دې یې زړه درزېده چې کاروبار یې له لاسه ورکړی.نو له همدې امله یې ډېر زر په هغو پنځوس ،شپېته زره روپیو چې له واده نه ورسره پاتې وې په سبزی منډی کې دیوبل چاپه دوکان کې وړوکی کاروبارپیل کړ.خو ډېره مزه یې نه وه، ګټه به یې څه منډی واله او څه دوکاندار ته لاړه، دی به اکثر سپکې منګولې کورته راته. درې میاشتې پوره شوې ،لومړۍ مېرمن یې هم کورته راغله، دهغې خپګانونو ،ژړاګانو او ورسره په ژړاکې دبچو ملګرتیا او د نور کور غمشریکۍ ترې لاپسې د غمونو خم جوړ کړ. ورسره دکور لګښتونه هم زیات شول یونیم کال یې لا نه و تېر چې د قرضونو له لاسه یې منډيي پرېښوده او د کچه ګړۍ په بازار کې یې په ګاډۍ باندې دفروټو( مېوو) خرڅول پیل کړل.
خو اوس یې دمحراب اوښتي خبره دومره مشهوره شوې وه لکه پوخ متل ،چې د چا د سخرګنۍ کوم کس به په کلي کې ولیدل شو، نورو به ورته ویل:
لکه چې غواړي تاهم له محرابه واړوي. چې چابه له کور اوږده مسافري هم وکړه او نور به یې ستړې مشو ته ورغلل د نوم پرځای به یې ورته ویل«پخیر له محراب اوښتیه »
خودکچه ګړۍ په بازار کې دزمری کار دومره ښه نه و، ایله یې سبابېګاتېرېدل. یوځل بیا روژه راغله ، په روژه کې یې مېوه ښه خرڅېده ، دی هم خوشحاله و ، د روژې په پنځلسمه یې دکندز اوښی راغی او وې ویل چې خور بیايي او له لوی اختر نه وروسته چې د کندز د پټیو کارونه مخ په کمېدو شي بېرته به یې راولي. د زمري غیرت هم دانه منله او دمېرمن یې هم زړه نه کېده خو اوښي یې ویل چې دایې دوهم کال دی چې دپلارکور یې نه دی لیدلی او که داسې دې نه وي خوښه نو بیاله وړوکي اختر وروسته پسې ته راشه. د زمري پلار چې خپلې بدې ورځې ته وکتل زمري ته یې وویل چې بله ښځه لرې کور دې ودان دی ،پرېږده چې لاړه شي ،بچي به دې خټکي مټکي وخوري او له لوی اختر وروسته به راځي. او مور یې دمېرمن دنه تګ خبره دبنتوب له تاوه ګڼله چې نه غواړي کور دڅومیاشتولپاره یواځې خپلې بنې ته پرېږدي؛ نو ده هم له بې وسه ورځې ومنله. چې هغوی سهار په خړه کې له دروازې ووتل، زمري يې میاشتې په ګوتو وشمېرلې یوه نیمه تر واړه اختر پورې ، دوه او لس ورځې تر لوی اختر پورې چې شي پنځه کم څلور میاشتې ، بیانو چې دپټیو کارونه ختمېږي یوه میاشت خو ووځي نو ناپاکې یې پنځه میاشتې شوې، په زړه کې یې تېرشول « له محرابه لکه چې واوښتم،بېرته یې له ځان سره وویل،که لوی اختر ته یې نیږدې راولي محراب ته نه رسېږم»
په دویمه و که په دریمه یې د اسمار سخر هم راغی،چې خپله لور اختر ته بوځي ځکه چې یوکال یې تېرشوی او خپله مور یې نه ده لیدلې، زمري له ښځې سره سلاوکړه ،خو دهغې تګ ته زړه نه کېده او نه یې له حیانه دې ته زړه ښه کاوه چې پلار ته ووايي چې اوس نشي تللی؛ نو زمري ورته پخپله سکوټ انکار وکړ چې ترڅو یې بله مېرمن نه وي راغلې ترهغې دانشي لېږلی.
سخر یې د جومات سپینږیري راټول کړل او ورته وې ویل چې لور خومې په بدو کې نده ورکړې چې له اختره یې منع کوي ،اخر پښتانه یو، دپښتون لور چا له اختره منع کړې ده. دکلي سپینږیرو دهغه خبرې ته سرخوځاوه خو یوه پکې په خندا د زمري دتسپو د مریو او محراب کیسه وکړه او له سخره یې ورله په خندا وغوښتل چې اوس د نورو کورونو ځوانان هم ددې دود په خلاف دي او خپلې ښځې ترمیاشتو نه پرېږدي نو ته هم زمری له محرابه مه اړوه ، جرګه پدې پای ته ورسېده چې زمری او مېرمن یې د واک څښتنان دي نه یې پلرونه .ددوی دواړو خوښه وي درسره لاړه دې شي که نه وي نه دې ځي.
خو سخر یې پرېښودونی نه و،دا ورته لویه نادوده ښکارېده ، صدیق حاجي ته یې زنګ وواهه او هغه لومړی له زمري او بیایې ورله له پلار نه ګیله وکړه چې ولې ورسره لور نه پرېږدي، پلار یې مجبورشواو ددوه میاشتواجازه یې ورکړه.
چې هغوی له دروازې ووتل، زمری ورپسې هم غلی راووت دجومات دڅنګ ډبې ته راورسېد، بشیر او شاګل ولاړ وو. شاګل یې سخر ته اشاره وکړه وې ویل:
-«څنګه شوې؟»
زمري تسپې له ځونډي ونیولې وې ویل:
-«له ځونډي واوښتم»
هغه په موسکا وویل:
-«له ځونډي که له محرابه...؟»
-«له محرابه ابله ورځ اوښتی یم، اوس له ځونډي هم تېرشوم»
شاګل ورته په موسکا وویل:
-«له تاپرته نور ټول کلی کوشش کوي چې یوې مرۍ ته هم ونه رسېږي پاتې یې لامحراب او ځونډی»