د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شکری یا ډیابیتس ناروغي

فضل محمود فضلي 27.11.2009 21:22

ژباړه: فضل فضلي

د شکری یا ډیابیتس ناروغي

د شکری ناروغي یوه هارموني ناروغي ده چی کولای شي په پښتورګو، پنډیو او پښو، سترګو، زړه، عصبي ریشو او د وینی په جریان کې ستونزی رامنخته کړي.

که چیری ډیابیتس تداوی نشي نو ناوړه پایلی منځته راوړي، د بیلګی په ډول پښتورګي له کاره غورځیږي، د پښو ژور ټپونه او حتی قطع کیدل، ړوندوالی او دماغي فلج.

د شکری د ناروغی پیښی مخ په زیاتیدو دي چی دا کیدای شي په ډیریدونکي ډول د وګړو د چاغوالي، د عمر زیاتوالي او د فزیکي تمریناتو د کموالي له امله وي.

د شکری ناروغي دوه ډولونه لری:

۱-اول ټایپ ډیابیتس

۲-دویم ټایپ ډیابیتس

 اول ټایپ ډیابیتس

د شکری ددی بڼی لپاره ځینی نور نومونه دادي:

پر انسولینو متکي ډیابیتس

د ناروغ د ګډوډ معافیت له امله ډیابیتس

د شکری پدی ډول کې د پانقراص هغه حجری چی انسولین تولیدوي تخریبیږي. انسولین د وینی د قند (ګلوکوز) د کنټرول لپاره اړین دی. انسولين نه پرته مړینه حتمی بریښي.

په اول ټایپ اخته ناروغانو ډیری برخه چی د ماشومتوب او یا ځوانی په دوره کې پدی ناروغی اخته کیږي، نشی کولای چی انسولین تولید کړي.

دغه ناروغان د خپل وړتیا وړ انسولین یا د ستنو یا پیچکاریو له لیاری او یا هم د انسولین پمپ له لیاری تر لاسه کوي. انسولین پمپ په اتومات ډول د اړتیا په وخت کې انسولین د پوستکي لاندی زرقوي.

له بده مرغه دا شونی نده چی انسولین د ټابلیټونو په ډول د خولی له لیاری وخوړل شي ځکه مخکې لدی چی انسولین خپلی اغیزی په بدن کې پیل کړي، د هضمي سیسټم پوسیله له منځه ځي.

د اول ټایپ شکری اعراض او نښی

ددی ډول شکری اعراض او نښی تر ډیره په ناڅاپي ډول څرګندیږي. نښی يي پدی ډول دي:

۱-په وینه کې د ګلوکوز د کچی لوړوالی

۲-په تشومتیازو کې د ګلوکوز شتوالی

۳-له نورماله حالته څخه زیات او په پر له پسی ډول د تشو متیازو کول (په وړو ماشومانو تر اندازی زیاته د بستری لمدیدل)

۴-د لوږی شدید احساس

۵-د تږی شدید احساس

۶-په ډیره پیمانه د وزن کموالی

۷-د کمزورۍ او ستړتیا احساس

۸-د خلق او طبعیت خرابوالی، ډیرژر په غصه کیدل

 ۹-زړه بدوالی او کانګی

د اول ټایپ شکری لاملونه

ښکاره لامل یی مالوم ندی خو داسی شواهد هم شته چی کیدای شي ارثی وي. د چاپیریال ځیني فکتورونه او ځینی ناروغی کیدای شي ددغی ناروغی منځته راتګ ته زمینه برابره کړي خو نیغ په نیغه د ناروغی لاملونه ندي.

ایا د اول ټایپ شکری درملنه شونی ده؟

پدی ناروغی اخته ناروغان کولای شي د ناروغی له اړخه ارامه او هوسا ژوند ولري پدی شرط چی د درملنی ټولی سپارښتنی پلي کړي.

په وینه کې د ګلوکوز کچه د انسولینو د منظمو ستنو پوسیله د امکان تر بریده باید نورمالی سویی ته نژدی وساتل شي، منظم فزیکي تمرینات او غذايي کنټرول.

د وینی او تشو متیازوو معاینه کولای شی چی وښیی چی ایا ناروغي تر کنټرول لاندی ده که نه. په تشو متیازو کې د کیتونونو (یو ډول تیزابونه دي) شتوالی پدی ښودنه کوي ناروغ د یوی جدي ستونزی سره مخ دی.

دویم ټايپ ډیابیتس

د ډیابیټس د نورو ډولونو په پرتله ډیره عامه ده. ډیری هغه خلک پدی ناروغی اخته کیږي چی عمرونه يي د ۴۵ څخه زیات او چاغ وي.

په دویم ټایپ اخته ناروغان نشي کولای په کافی اندازه انسولین تولید کړي او یا دا چی نشي کولای انسولین په سمه توګه وکاروي.

په وینه کې د انسولینو د کافي کچی د نشتوالي په صورت کې بدن نشي کولای چی د وینی ګلوکوز د بدن حجرو ته ورسوي. نو پدی ډول ګلوکوز د وینی په جریان کې زیاتیږي او د یو شمیر خطرناکو روغیتایی ستونزو لامل ګرځي.

د دویم ټایپ شکری لاملونه

دلته هم د ناروغی اصلي لامل مالوم ندی، کیدای شي ارثیت پکې یوڅه رول ولري. ځینی فکتورونه هم ددی ناروغی لپاره زمینه برابروي خو نیغ په نیغه د ناروغی لاملونه ندي د بیلګی په ډول چاغي او د فزیکي تمریناتو کموالی.

د دویم ټایپ شکری اعراض او نښی

دویم ټایپ ډیابیتس د یوی اوږدی مودی په دوره کې په ډیر ورو ډول منخته راځي نو له همدی امله ناروغان په پیل کې د ناروغی نښو ته  دومره پام نه کوي. په ناروغی اخته ناروغانو غوڅ اکثریت د تږی او لوږی احساس کوي او د تشومتیازو کولو احساس هم زیاتیږي.

دغه راز ډیری ناروغان د ستړتیا ، زړه بدوالی او غصی احساس هم کوي. ډیری ناروغان ډیره اشتها هم لري خو سره ددی هم وزن د لاسه ورکوي.

ددی ناروغی نښی نښانی پدی ډول دي:

۱-د پوستکي، وریو، مهبل او مثانی پرله پسی زخمونه او انتانات چی ددغو زخمونو او انتاناتو درملنه ډیره ګرانه ده.

۲-د سترګو د لید خرابوالی

۳-په لاسونو او پښو کې د حسیت کموالی

۳-د پوستکي  وچوالي او خارښت

کیدای شی دا نښی دومره شدیدی نه وي او د ناروغ پام ورته ونشي. کله کله ناروغ داسی فکر کوي چی ګواکی دا نښی او ستونزی د عمر د زیاتوالي له امله منځته راځي. داسی فکر کیږي چی په نړی کې په ملیونونو داسی وکړي شته چی په دویم ټایپ شکری اخته دي خو دوی تری ناخبره دي.

ددی ناروغی لرلید څه ډول دی؟

که چیری د وینی د ګلوکوز کچه د امکان تر بریده نورمالی سویی ته نژدی وساتل شي نو دویم ټایپ ډیابیتس کیدای شي چی کنټرول شي. دغه موخه د منظمو فزیکي تمزیناتو، غذايي کنټرول، او په چاغو وګړو کې د وزن کمولو له لیاری ترلاسه کیږي.

پاملرنه: دغه لیکنه د شکری د ناروغی په اړه د عامه پوهاوی ډیر لومړني مالومات دي، که چیری ددی ناروغی په اړه اندیښمن یاست نو د یو ډاکټر سره سلامشوره وکړي.