د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تریخی یا د صفرا کڅوړې تیږی

فضل محمود فضلي 07.05.2011 15:47

د تریخی یا د صفرا کڅوړې تیږی

د صفراوي تیږو پیښې ډیری دي خو په سلو ۶۰ وګړي چې د تریخی تیږی لري، ددغه ناروغۍ هیڅ ډول اعراض او یا نښې نلري. صفراوي تیږی کله کله د ځینو اعراضو او نښو لامل ګرځي لکه د ګیډی درد، زیړی، د پانکراس د غدی پړسوپ یا التهاب (یوه خطرناکه ناروغي ده د ګیډی درد يي یوه نښه ده) او  د صفرا د کڅوړی التهاب یا پړسوب دي. په هغو ناروغانو کې چې د تریخی تیږی د ستونزو لامل شي، د درملنې غوره لاره جراحي یا عملیات ده.

د تریخی یا د صفرا د کڅوړی پیژندنه

صفرا یو مایع ده چې د بیلابیلو کیمیاوي موادو څخه جوړه ده، پدی کیمیاوي موادو کې صفراوي رنګونه، صفراوي مالګې، کولسترول او لستین شامل دي. صفرا د وړو ټیوبونو یا کانالونو څخه چې د صفراوي ټیوبونو په نوم یادیږي، تیریږي. صفراوي واړه ټیوبونه (لکه د ونې د څانګو په څیر) سره یو ځای کیږي او یو لوی کانال جوړوي چې د صفراوي عمده کانال په نوم یادیږي. صفرا په پرله پسې توګه د وړو ټیوبونو څخه و صفراوي عمده کانال ته او لدی ځایه وړو کولمو ته بهیږي.

 ۱-په لاندیني انځور کې تاسی د صفرا کڅوړه، سیستیک کانال، عمده صفراوي کانال، ځګر، د پانکراس غده، د پانکراس کانال، د صفرا عمده کانال او پانکراس د کانال دیو ځای کیدو ځای ګورئ.

 

صفراوي کڅوړه د ځګر لاندی، د ګیډی په ښي او پورتنې برخه کې ځای لري. دا د یوی کڅوړې په څیر د صفرا څخه ډکه او د صفراوي عمده کانال سره نښتی دی. په ساده ژبه دا کڅوړه د یو زیرمتون په څیر صفرا ذخیره کوي. د خوراک په وخت کې کڅوړه ځان زبیښي او راټول شوي صفرا و صفراوي عمده کانال ته بهیر مومي. صفرا د عمده صفراوي کانال څخه بیا د وړو کولمو لومړۍ برخی ته تشیږي.

صفرا په هاضمه، په ځانګړي توګه د غوړینو خوړو په هضم کې مرسته کوي.

صفراوي تیږي څه دي؟

په عادي حالت کې صفرا اوبیزه بڼه لري خو کله کله د صفرا کیمیاوي مواد سره راغونډیږي، کلکیږي او تیږي جوړوي. ډیری صفراوي تیږی په خپل ترکیب کې د کولسترولو غوټي لري- لکه غوړین مواد چې پرنډ کیږي او سره کلکیږي. کله یو څو واړه تیږی،  کله کله ډیر شمیر تیږی جوړیږي، خو په ډیرو کمو پیښو کې یوه لویه تیږه جوړیږي.

۲-په لاندیني انځور کې تاسی صفراوي تیږی ګوری چې د کڅوړی په لاندیني برخه کې ځای لري

 

په هرو دریو ښځو کې یو ښځه پدی ناروغۍ اخته کیږي. په یو کس کې د تیږو د جوړښت لپاره د خطر فکتورونه دادي: حاملګي، چاغي یا د وزن زیاتوالی، په چټګۍ سره د ډیر وزن کموالې، ارثیت (د کورنۍ په نژدی غړو کې د صفراوي تیږو شتوالی)، د شکری ناروغي او ځیني درمل لکه د حاملګۍ ضد درمل.

هغه وګړي چې ډیر سابه کاروي او ډیر اوبه څښي، په هغوي کې د تیږو د جوړښت خطر کم وي.

د صفراوي تیږو له امله کومی ستونزی پیداکیږي؟

په عمومي توګه ستونزی منځته نه راوړي.

اکثر خلک چې د تریخی تیږي لري، د خپل تکلیف څخه هیڅ خبر نه وي ځکه چې ډیری تیږي هیڅ اعراض منځته نه راوړي. دا ډیره عامه ده چې په یو کس کې صفراوي تیږي وي او هیڅ اعراض ونلري.دا چې د صفراوي تیږو پیښی عامی دي، اکثراً په ناڅاپي توګه د تلویزیوني او د نورو اکسری معایناتو په وخت کې په یو ناروغ کې د نورو ناروغیو د تشخیص لپاره ترسره کیږي، صفراوي تیږي هم لیدل کیږي. دا ډول معاینات اکثراً د ګیډی د دردونو د لامل د پلټلو لپاره ترسره کیږي. که اکسری یا تلویزیوني معاینه صفراوي تیږي وښيي، دا پدی مانا ندی چې ګواکې د ګیډی د درد لامل به هرومرو صفراوي تیږي وي، کیدای شي نور لاملونه وي چې د شک په صورت کې باید وپلټل شي.

د صفراوي تیږو له امله کومی ممکنه ستونزی منځته راځي؟

په صفراوي تیږو د اخته ناروغانو یواځې دریمه برخه د تیږو اعراض او نښې لري. اعراض کیدای شي په هغو وګړو کې چې سګرټ څکي او یا هغو ښځو کې چې ډیر اولادونه زیږولي وي، ډیر پیدا کیږي. ددی ناروغۍ عمده اعراض او نوری ستونزې پدی ډول دي:

۱: د ګیډی کولیکي یا نیونکي درد: ډیر شدید درد دی چې د ګیډی په پورتنې برخه کې احساسیږي. درد اکثراً د ګیډی په ښي اړخ د پښتیو لاندی زیات وي. کله چې یوه صفراوي تیږه په سیستیک کانال (هغه وړوکې ټیوب چې کڅوړه د عمده صفراوي کانال سره نښلوي، ۱- انځور وګورئ) کې بند پاتی شي، درد پیدا کیږي. صفرا د کڅوړی څخه د سیستیک کانال له لیاری عمده صفراوي کانال ته بهیر کوي. کله په سیستیک کانال کې یو تیږه بنده پاتی شي، نو صفراوي کڅوړه په ډیر زور سره فشار راوړي تر څو تیږه بی ځایه او یا آزاده شي او لاره خلاصه شي، دا فشار د شدید درد لامل ګرځي. لکه چې تیږه یا کڅوړې ته بیرته ننوځي او یا کولمو ته لاره پیداکړي نو بیا درد آرامیږي او ناروغ د ښه والي احساس کوي.

درد کیدای شي څو دقیقی او یا څو ساعته دوام وکړي. شدید درد کیدای شي یواځی یو ځلي د ژوند په اوږدو کې راشي خو پر له پسی دردونه هم پیښیدای شي. دا هم شونی دی چې درد ډیر خفیف وي او ناروغ یواځی د یوی اندازی نارامۍ احساس وکړي او شدت يي دومره لږ وي چې ناروغ ته د تحمل وړ وي. دا ډول درد د غوړینو خوړو نه وروسته د کڅوړی د فشار او زبیښلو له امله منځته راځي.

۲: د صفراوي کڅوړی پړسوب یا التهاب:  صفراوي تیږی د کڅوړی التهاب ته هم زمینه برابروي. د صفراوي کڅوړی التهاب د Cholecystitis په نوم یادیږي. کیدای شي د کڅوړی د انتان لامل هم وګرځي. په ناروغ کې اعراض اکثراً په چټکۍ سره پرمختګ کوي چې پکې د ګیډی درد، تبه او په بدن کې د عمومي نارامۍ احساس شامل دي. پدی حالت کې ناروغ ښايي روغتون کې بستر شي او حتی په مناسب وخت کې د صفرا دکڅوړی عملیات هم ترسره شي.

۳: زیړی: زیړی د صفراوي تیږی له امله هم منځته راځي. د صفرا د کڅوړی په ناروغانو کې زیړی هغه وخت منځته راځي چې تیږه د کڅوړی څخه وځي او د سیستیک کانال څخه هم تیریږي خو په عمده صفراوي کانال کې بند شي چې په پایله کې د صفرا بهیر و کولمو ته بندیږي او پدی توګه صفرا د وینی په جریان کې جذبیږي او د زیړی یا Jaundice سبب ګرځي. تیږه کیدای شي بالاخره و کولمو ته لاره پداکړي خو اکثراً عملیات ته اړتیا پيداکیږي تر څو په عمده کانال کې بنده تیږه لری کړای شي.

پاملرنه: د صفراوي تیږو نه پرته  زیړی نور لاملونه هم لري چې په نورو لیکونو کې ورته ځای ورکړل شوی.

۴: د پانکراس د غدی پړسوب یا التهاب: د پانکراس د غدی دنده د یو ډول اوبیزو کیمیاوي موادو آزادول دي چې ددی اوبیزو موادو په ترکیب کې بیلابیل انزایمونه شامل دي. انزایمونه کیمیاوي مواد دي چې د خوړو په هضم کې برخه اخلي. د پانکراس اوبیز مواد د پانکراس د کانال څخه تیریږي. د پانکراس کانال او د صفرا عمده کانال سره یو ځای کیږي او بیا وړو کولمو ته د یو ټیوب په بڼه خلاصیږي. کله چې صفراوي تیږه د پانکراس کانال او د صفرا دعمده کانال د یو ځای کیدو په ټکي کې بند شي نو دا کار د پانکراس د پړسوب یا التهاب لامل ګرځي. د پانکراس التهاب یوه بیړنۍ روغتیايي ستونزه ده چې په ډیرو پیښو کې د ګیډی د شدید درد په بڼه ځان ښيي.

۵: د صفراوي تیږو له امله نوری ستونزی: په ډیرو کمو پیښو کې د صفراوي کانال د شدید انتان یا Cholangitis او یا هم د کولمو د ځینو ستونزو لامل ګرځي.

صفراوي تیږی څنګه تشخیص کیږي؟

په اکثرو پیښو کې د ناروغ اعراض او دغه راز د ګیډی په په پورتنی او ښي اړخ کې درد یا ناراحتۍ احساس ددی لامل ګرځي چې ډاکتر د صفرا د تیږی د شتوالي په هکله شکمن کیږي او نوری معاینې ترسره کوي. خو په یاد ولرئ چې معاینې اکثراً پدی موخه هم ترسره کیږي چې د صفراوي تیږو نه پرته د نورو ستونزو د شتون او یا نشتون څرک ولګیږي، لکه د معدی زخم، د کولمو تخریشي ناروغي او تومورونه. په معایناتو کې د وینې بیلابیلې معاینې، تلویزیوني معاینې او د اکسری ځینې نوری معاینې شامل دي.

د صفراوي تیږو درملنه څنګه کیږي؟

په غوڅ اکثریت ناروغانو کې هیڅ ډول درملنې ته اړتیا نشته.

که صفراوي تیږي په ناروغ کې اعراض او نوری نښې او ستونزی منځته را نه وړي نو غوره دا ده چې ناروغ خپل ژوند ته پرته له کومې درملنې دوام ورکړي.

دوايي درملنه

که چیری صفراوي تیږی د اعراضو لامل وګرځي نو د درملنې غوره لاره جراحي عملیات ده. خو کیدای شي چې د صفراوي کڅوړی د التهاب او انتان په صورت کې ناروغ ته د رګ د لاری مایعات او انتی بیوتیکونه او دغه راز د اړتیا په صورت کې د درد ضد درمل ورکړ شي. د کڅوړی د التهاب او یا انتان په صورت کې جراحي عملیات هغه وخت ترسره کیږي چې التهاب او یا انتان یو ځلي تداوي شي.

د Ursodeoxycholic acid په نامه یو درمل کیدای شي د تیږو د اوبه کیدو یا انحلال سبب وګرځي، خو دا کیدای شي کلونه وخت ونیسي ترڅو تیږی منحل شي او ددی امکان هم شته چې د کلونوکلونو اوږدی مودی درملنې سره سره پایله يي ښه او بریالۍ نه وي. نو لدی کبله دا ډول درملنه دومره نه کارول کیږي. خو کیدای شي د تیږو د جوړیدو د مخنیوي په موخه په هغو وګړو کې چې د صفراوي تیږو د جوړیدو خطر پکې زیات وي، وکارول شي. د بیلګې په توګه هغه وګړي چې د چاغۍ د درملنې لپاره جراحي عملیات کوي، پدوي کې د عملیات څخه وروسته د بدن وزن په چټکۍ سره کمیږي، د وزن دغه ډول چټک کموالې د صفراوي تیږو د جوړښت لپاره زمینه برابروي. نو داسی ویل کیږي چې دا ډول ناروغان کیدای شي د Ursodeoxycholic acid درمل د صفراوي د مخنیوي په موخه ګټه ترلاسه کړي.

د صفراوي تیږو جراحي تداوي یا د صفراوي کڅوړی عملیات

که د تیږو له امله ناروغ کې اعراض پیداشي نو د عملیات له لیاری د صفرا د کڅوړی لری کول ددی ناروغۍ غوره اوعامه لاره ده. د صفرا د کڅوړی د عملیات لپاره بیلابیل تخنیکونه کارول کیږي او دا ځیني فکتورونو  پوری اړه لري چې کوم ډول تخنیک وکارول شي. د فکتورونو بیلګې دادي: لکه د کڅوړی موقعیت یا ځایځګې، غټوالی او نور.

د عملیات بیلابیل ډولونه

۱: د کامری (تیلیسکوپ) او سامان پواسطه وړوکې جراحي عملیات: دی ډول عملیا ت ته په طبي اصطلاح Laparoscopic cholecystectomy  ویل کیږي. په عامه انګریزي ژبه ورته Keyhole عملیات ویل کیږي، ددی نوم لامل دادی چې پدی ډول عملیات کې په ګیډه باندی ۳-۴واړه سوري یا جراحي شق (د ۲-۳ سانتي متروپوری) ترسره کیږي او دا ددی دپاره مرسته کوي چې د عملیات څخه وروسته د عملیاتي زخم داغونه یا خاپی ډیری وړی وي. د یو سوري له لیاری ګیډی ته یوه کامره یا تیلیسکوپ داخلیږي چې د کامری په وسیله ډاکتر یا جراح د صفرا کڅوړه او د کڅوړی شاوخوا جوړښتونه وګوري. د نورو سوریو د لاری د عملیات نور سامانونه لکه بیتي یا قیچي او د وینی ودرولو سامان ګیډی ته داخلیږي او پدی ډول د صفرا کڅوړه غوڅ او ویستل کیږي. دا ډول عملیا ت د ټولو ناروغانو لپاره غوره نه ده. دا عملیات په اوسني وخت کې په افغانستان کې یواځی په څو لویو روغتونونو کې ترسره کیدای شي.

۲: خلاص یا لوی جراحي عملیات: دا ډول جراحي عملیات په افغانستان کې ډیر کارول کیږي. د صفرا دکڅوړی د عملیات پخوانۍ او دودیزه طریقه ده. دی ډول عملیات ته په طبي اصطلاح  Open cholecystectomy ویل کیږي. پدی عملیات کې یو لوی جراحي شق ته اړتیا ده تر څو جراح کڅوړی ته لاسرسی پیداکړي.

۳- په لاندیني انځور کې تاسو د Keyhole او خلاص جراحي عملیات تر منځ توپیر ګوری

 

۳: که چیری تیږه په صفراوي عمده کانال کې بند پاتی شي نو بل ډول عملیات هم اړتیا شته.

د صفرا کڅوړی د ویستلو نه وروسته

د خوړو د هضم لپاره د صفرا د کڅوړی شتوالی حتمي نده. د صفرا د کڅوړی د عملیات نه وروسته هم صفرا په پرله پسی توګه د ځګر څخه و وړو کولمو ته بهیر کوي. خو د نه خوراک په وخت کې د صفرا د زیرمه کولو لپاره کومه کڅوړه نشته، نو پدی توګه صفرا به دوامداره توګه بهیر لري.

په ډیرو حالاتو کې د عملیات نه وروسته یو ناروغ هر ډول خواړه پرته له کومی ستونزی خوړی شي. خو نژدی نیمايي ناروغان د عملیات نه وروسته د ګیډی یو ډول خفیف او دوامداره درد او په ګیډه کې د پړسوب یا د ګاز احساس کوي. دا ستونزی کیدای شي د غوړینو خوړو د خوراک نه وروسته منځته راشي.

ځینی ناروغان د صفرا کڅوړی د ویستلو نه وروسته تشناب ته د غایطه موادو د کولو لپاره د نورمالی اندازی څخه زیات ځي. که دا ستونزه دومره زیاته وي چې د ناروغ ورځني بوختیاو مزاحمت وکړي نو بیا د نس ناستي ضد درمل ورکول کیږي. پای

سرچینه: afghanmedical.net