د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پزی خونریزي

فضل محمود فضلي 21.11.2009 01:28

د پزی خونریزي

د پزی څخه د وینی بهیدل تر ډیره یوه ناراحتي ده او کومه خطرناکه یا جدي پیښه نده خو کیدای شي په بدن کې د یوی بلی ناروغی په شتوالي ښودنه وکړي.

ددغو پیښو ډیری برخی په کور کې تر درملنی لاندی نیول کږي. داکیداي شي د مخ او جامو د ناولتیا له امله د ناروغ د ناراحتی لامل شي خو په اکثرو پیښو کې ډاکټر ته د تګ اړتیا نه پيښيږي.

د پزی څخه د وینی بهیدل له کومه ځایه سرچینه اخلي؟

خونریزي اکثره د پزی د منځني پردی د ښکتنی برخی څخه سرچینه اخلي، د پزی منځنی پرده نیمه کلک غضروفي جوړښت دی چی د پزی دواړه سوري سره بیلوي. پدی پرده کې د وینی واړه رګونه دي چی کله د ضربی او یاهم د نوکانو پوسیله زخمي شي نو د خونریزۍ سبب ګرځي. د پزی د خونریزۍ دا بڼه د پزی د مخکني برخی د خونریزۍ (Anterior nosebleed) په نامه یادیږي چی یو اړخیز یا دوه اړخیز وي. د پزی د مخکني برخی د خونریزۍ ډیری پیښی په کور تداوي کیږي او ډاکټر ته اړتیا نه لیدل کیږي.

په ډیرو نادرو پیښو کې د پزی خونریزي د پزی د پورتنی او ژوری برخی څخه سرچینه اخلي چی د پزی د شاتني برخي د خونریزۍ(Posterior nosebleed) په نامه یادیږي. پدی حالت کې وینه د خولی او ستوني شاته بهیږي او دا دی پوری اړه نلري چی ناروغ ناست او یا ولاړوي. د خونریزۍ دا بڼه شدیده او خطرناکه ده او بیړنی طبي پاملرنی ته اړتیا لري.

د خونریزۍ لاملونه

خونریزي په پزه کې د وړو رګونو چی د کپیلریو (Capillary) په نادیږي، د چودیدو له امله منځته راځي. د وړو رګونو ټپي کیدل تر ډیره د پزی د ټپي کیدو له امله پيښيږي. په پزه باندی یوه قوي ضربه کولای شي خونریزي منځته راوړي.

بل لامل يي د پزی د داخلي برخی وچوالی دی. وچه هوا او یا په کور کې دننه د ګرمو بخاریو له امله د پزی داخلي برخه وچیږي او د خارښت او تخریش سبب ګرځي چی دا ناروغ دی ته اړ باسي چی په پرله پسی ډول په پزه کې ګوته ووهي او په پایله کې د خونزیزۍ سبب شي.

نور لاملونه والګی، لوړو ارتفاعاتو ته سفر کول، حساسیت او بیلابیل درمل دي. د پزی خونزیزي د کلسیم د کمښت له امله هم منځته راځي.

په ډیرو نادرو پیښو کې د پزی خونریزي په بدن کې د یو شمیر خطرناکو ناروغیو په شتوالي ښودنه کوي لکه د وینی ځینی ناروغی (چی بدن د وینی د لخته کیدو وړتیا له لاسه ورکړي)، سرطان، د وینی د فشار بی ساری لوړوالی او د وینی د رګونو ناروغی.

کیدای شی د پزی خونریزي ارثي ریښه هم ولري لکه د Osler-Weber Rendu Syndrome په ناروغی کې چی د وینی د وړو رګونو د ناروغی له امله خونریزي منځته راځي. پدی ناروغی کې د وړو رګونو د ودی له امله د پزی په پورتنی برخه کې شین رنګه داغ لیدل کیږي.

درملنه

د پزی د مخکني برخی د خونریزۍ لپاره د ډاکټرانو لارښوونه داده چی ناروغ باید نیغ کښیني او د دواړو غاړو څخه د پزی په سوریو باندی د لسو دقیقو لپاره فشار راوړي، او دغه راز پوزه او مخ باندی د کنګلو (د یخ پارچو) ایښودل.

وروسته له لسو دقیقو څخه فشار باید لری شی تر څو وکتل شی چی خونریزي په ټپه دریدلی او که نه. که چیری خونریزی دوام درلود نو لارښونه کیږي چی یوځل بیا د ۱۰ دقیقو لپاره پورتني لارښوونی له سره تکرار کړي.

که چیری د پزی خونریزی د هوا د ګرمۍ او وچوالي له امله منځته راغلی وي نو ناروغ باید د ګرمو اوبو بخار تنفس کړي او کله چی خونریزي ودرید نو یو ډول غوړین جل (Petroleum jelly) د پزی په دننه کې کارولای شو تر څو د خونریزۍ د بیرته راتګ څخه مخنیوی وشي.

کله چی خونریزي ودرید، ناروغ باید د ۱۲ ساعتونو لپاره د درندو کارونو او دغه راز د پزی د سوڼولو څخه ډډه وکړي ځکه چی دا به د وینی د نوي پرنډ (د وینی لخته) د تخریب لامل شي او خونریزي به بیرته بابیړی وکړي.  

که چیری په پزه باندی د مستقیم فشار سره سره تر ۳۰ دقیقو پوری خونریزي ونه درید نو ناروغ باید ډاکټر ته ولاړ شي.