د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وینی لوړ فشار (Hypertension)

فضل محمود فضلي 20.03.2011 19:17

د وینی لوړ فشار له هغو ډیرو عواملو څخه یو دی چې د زړه د ناروغیو، فلج، او نورو جدي روغتیايي حالاتو د پیدا کیدو خطر یا رسک زیاتوي. په لنډه توګه داسی ویل کیږي، څومره چې د وینی فشار زیات وي هومره د خطر یا رسک اندازه زیاته وي. په درملنه کې د ژوندانه بڼی او هغو عاداتو ته بدلون ورکول چې د رسک لامل ګرځي، ډیر ارزښت لري- لکه که چیری وزن مو زیات وي، کوښښ وکړئ چې کم يي کړئ، په منظمه توګه د فزیکي تمریناتو کول، صحي غذا ته پاملرنه کول، د الکولو د څښاک څخه ډډه کول، د سګرټو د څکولو څخه ډډه کول، او د کافینو او مالګې لږ کارول. دغه راز که اړتیا وي د لوړ فشار ضد درمل هم کارول کیږي.

د وینی فشار څه شی دی؟

د وینی فشار په شریانونو (هغه رګونه چې د زړه څخه د بدن غړو ته وینه رسوي) کې د وینې د فشار له امله منځته راځي. د وینی فشار د سیمابو په ملي متر (mmHg) سره اندازه کیږي. کله چې ستاسی فشار کتل کیږي، دوه شمیری ریکارډ کیږي. د بیلګې په توګه، 150/95 mmHg داسی لوستل کیږي، 150 پر 95.

-          پاسنی (لومړنۍ) شمیری ته سیستولیک (Systolic) فشار ویل کیږي. هغه فشار دی چې شریانونو کې د زړه د پمپ له امله منځته راځي.

-     ښکتنې (دویمی) شمیری ته دیاستولیک(Diastolic) فشار ویل کیږي. هغه فشار دی چې په شریانونو کې د دوو ضربانونو په منځ کې د زړه د استراحت په وخت کې منځته راځي.

د وینی لوړ فشار څه شی دی؟

که چیری د وینی فشار په پر له پسی توګه واخستل شي او هر ځلي 140/90mmHg  او یا زیات وي نو ویل کیږي چې د وینی فشار لوړ دی. پدی مانا چې فشار باید په ثابته توګه د 140/90  څخه زیات وي. د وینی فشار کیدای شي:

-          یوازی سیستولیک فشار لوړ و، لکه   170/70 mmHg 

-            یوازی دیاستولیک فشار لوړ وي، لکه 120/104 mmHg

-          یا داچې دواړه (سیستولیک او دیاستولیک)، لکه 170/110

خو دا دومره ساده هم نده هومره چې ښکاري. داچې کوم فشار باید تداوي کړای شي د یو کس نه بل کس ته توپیر لري او دا ډیرو فکتورونو پوری اړه لري.

هغه فشار چې 160/100mmHg او یا لوړ وي

دا فشار په څرګنده لوړ دی. ټول هغه وګړي چې پدی پیمانه په ثابته توګه لوړ فشار ولري، دوي ته اکثراً درمل توصیه کیږي تر څو فشار بیرته و نورمالی کچی ته ټیټ کړای شي. (درملنه وروسته راځي)

هغه فشار چې 140/90 mmHg  او یا لوړ وي خو د 160/100mmHg څخه ټیټ وي

دا فشار کله کله د متوسط لوړ فشار په نوم هم یادیږي. لازمه خو داده چې دا فشار هم و نورمالی سويي ته ټیټ کړاي شي، خو په هغو وګړو کې چې متوسط لوړ فشار ولري، د خطر (Risk) اندازه پدوی کې ټیټه ده او له دی امله درملنی ته اړتیا نه پیښیږي. خو په ټولنه کې داسی خلک شته چې ددی ډول فشار په لرلو سره باید د لوړ فشار ضد درمل واخلي. دا هغه خلک دي چې:

-          د زړه او رګونو د ناروغیو د پیداکیدو او پرمختګ خطر یا رسک په کې زیات وي. دا ګروپ خلک دد ی لیکنې په منځ کې څیړل کیږي.

-          هغه خلک چې مخکې له مخکې د زړه او رګونو ناروغی (ددی لیکنې نوری وروستۍ برخی وګورئ) لري، او یا

-          د شکری یا دیابیتس ناروغی، اویا

-          د وینی د لوړ فشار له مله د غړود تخریب نښی نښانی و لیدل شي لکه د زړه او یا پښتورګو دندو کې ګډوډي.

 

هغه فشار چې د130/80  او 140/90 mmHg  په منځ کې وي

تریوی اندازی پوری دا فشار د منلو وړ دی. خو د بریتانيي وروستي کلینیکي لارښوونی (Clinical guidelines) داسی وړاندیز کوي چې د فشار دا کچه هم د ناروغانو د ځینو ګرونو لپاره خورا لوړه ده. پدوی کې درملنه کیدای شي په نظر کې ونیول شی که چیری فشار د 130/80  څخه زیات وي او یا په ناروغ کې لاندیني حالات شتوالی ولري:

-     د شکری د ناروغی له امله د بدن په غړو کې د ځینو تخریباتو شتوالی په ځانګړي توګه د شکری د ناروغۍ له امله د پښتورګو په دندو کې ګډوډي

-     د زړه او رګونو ناروغۍ او یا پیښی د بیلګې په توګه د زړه د حملی تاریخچه، دماغي فلج او دماغي ګذري فلجي حمله (Transient ischaemic attack)

-          په ناروغ کې د اوږدی مودی لپاره د پښتورګو غیرنورمال فعالیت په دوامداره توګه

د وینی د فشار یواځی د یوځل لپاره یو لوړ ریکارډ په یو کس کې د وینی په لوړ فشار ښودنه نه کوي. د وینی فشار د ورځی په اوږدو کې بدلون کوي. فشار کیدای شي د پریشانۍ، روحي فشار او یا هم د فزیکي تمریناتو نه وروسته لوړ وي.

هغه وخت یو کس د وینی د لوړ فشار (Hypertension) په ناروغۍ اخته دی چې فشار د استراحت په حالت کې څو ځلي په پر له پسی توګه واخستل شي او هر کرتي فشار د ټاکلي نورمال حالت څخه لوړ وښودل شي.

د څار (Observation period) موده

که چیری په یو کس کې د وینی فشار یواځی د اول ځل اخستو نه پس لوړ وښودل شي، نو معمولاً ډاکټر او یا هم روغتیاپال د څار (Observation) د مودی سپارښتنه کوي. دا پدی مانا چې د وخت په ټاکلي دوران کې  فشار څوکرتي اخستل کیږي. د څار موده د یو ناروغ نه و بل ناروغ ته توپیر کوي، او دا دی پوری اړه لري چې په یو کس څومره نور رسک فکټورونه شتوالی لري.

د بیلګې په توګه، داسی وبولئ چې په یو کس کې فشار په متوسطه اندازه لوړ دی،لکه 150/90 . که چیری پدی کس کې نوری روغتیايي ستونزی نه وي نو کیدای شي پدی حالت د څار موده څو میاشتی وي. خو د وینی فشار باید په هرو څو اونیو کې یو ځل واخستل شي. د څار موده ددی لپاره هم ښه ده چې کس کولای شي د لوړ فشار د کنټرول لپاره نوری لاری چاری د درمل نه پرته وازمايي، لکه د ژوندانه بڼی ته بدلون ورکول ترڅو د رسک فکټورونو کچه ټیټه کړای شي، پدی هکله د لیکنی په پیل کې یادونه شوی. که چیری د وینی فشار د څار مودی نه وروسته هم لوړ پاتی شي نو د رسک فکټورونو په نظر کې نیولو سره د درملنی سپارښتنه کیږي.

خو که چیری ناروغ د شکری ناروغي ولري او یا دزړه حملی یا دماغي فلج تاریخچه ولري نو د وینی فشار باید د نورمال حالت په پرتله ژر ژر وکتل شي، دغه راز د لوړ فشار ضد درملو د پیل سپارښتنه هم کیږي.

کله کله داسی کیږي چې د فشار دیوی مخصوصی آلی یا ماشین په وسیله د یو کس فشار د یو یا دوو ورځو لپاره په دوامداره توګه په اتوماتیک ډول ثبتیږي (هم د استراحت او هم د فعالیت په وخت کې، د کور دننه او د کور نه دباندی). دا یوه ښه لاره ده ځکه ځیني داسی خلک شته چې پدوی کې روغتیايي کتنځایونو یا کلینیکونو ته د تګ له امله د وینی فشار د یوی لنډی مودی لپاره لوړیږي، داسی ویل کیږي چې لامل يي ډار، وارخطايي، پریشاني او روحي فشار دی. د وینی د فشار دی ډول لوړوالي ته د سپینی چپنې لوړ فشار ویل کیږي. نو که چیری فشار ددغه ډول ماشین پوسیله د یوی اوږدی مودی لپاره ثبت شي، دا به جوته شي چې د وینی فشار د استراحت او آرامۍ په وخت کې نورمال دی که نه.

د وینی د لوړ فشار لاملونه څه دي؟

د ناروغانو په غوڅ اکثریت کې د وینی دلوړ فشار لاملونه مالوم ندي. دا ډول د وینی لوړ فشار ته Essential hypertension ویل کیږي.

په شریانونو کې د وینی فشار دغو فکټورونو یا عواملو پوری اړه لري: د زړه د پمپ شدت او په شریانونو کې د مقاومت شدت پوری اړه لري. داسی ګمان کیږی چې په شریانونو کې د ډیر لږ تنګوالي له کبله هم د وینی د بهیر یا جریان په مقابل کې مقاومت زیاتیږي او په پایله کې د وینی د لوړ فشار سبب ګرځي. د وینی د رګونو د تنګیدو لاملونه روښانه نه دي. خو ځیني فکټورونه دی زمینه برابروي.

په ځینو حالاتو کې د وینی لوړ فشار د ځینو ناروغیو له امله منځته راځي، دا ډول د وینی لوړ فشار د ثانوي لوړ فشار یا (Secondary hypertension) په نامه یادیږي، د بیلګې په توګه د پښتورګو ځینې ناروغۍ او په بدن کې د هورمونونو ګډوډۍ د وینې د لوړ فشار لامل ګرځي.

په ټولنه کې د وینی د لوړ فشار ستونزه څومره عامه ده؟

په افغانستان کې ددی ناروغۍ په هکله کره احصاییه او شمیری په لاس کې نشته. په انګلستان کې د ۶۵ کلنې پورته نیمايي ټول وګړي، او د منځني عمر لرونکي وګړو په هرو څلورو کسانو کې یو کس د وینی لوړ فشار لري. په ځوانانو کې يي پیښی عام نه دي. د وینی د لوړ فشار د ناروغانو په غوڅ اکثریت کې فشار په متوسطه اندازه لوړ وي ؛ تر 160/100mmHg پوری. خو په هرو شلو کاهلو ناروغانو کې یو کس 160/100mmHg او یا ددی څخه هم لوړ فشار لري.

د وینی فشار په لاندی وګړو کې ډیر لیدل کیږي:

  • د شکری په ناروغانو کې: د اول ټایپ شکری (د شکری ناروغۍ برخه وګورئ) په هرو لسو ناروغانو کې دری کسه او د دویم ټایپ شکری په نیمايي ناروغانو کې د وینی لوړ فشار پیداکيږي.
  • افریقايي نژاد او د عاج د سواحلو وګړي
  • د هند د نیمی وچی وګړي
  • ارثیت: په هغو وګړو کې چې د وینی د لوړ فشار کورني تاریخچه ولري
  • د ژوندانه د بڼی یا سټایل بیلابیل فکټورونه لکه د وزن زیاتوالی، په خوړو کې د مالګې ډیر کارول، د سبو او میوو لږ خوراک، د فزیکي تمریناتو نه کول او یا په عمومي توګه لږ فعالیت، د کافین زیات څښاک ( او یا د نورو کافین لرونکیو څښاکو کارول)، د الکولو زیات استعمال

څوک باید خپل د وینی فشار وګوري؟

د وینی لوړ فشار اکثراً هیڅ ډول نښی او یا اعراض نه لري. تر هغی چې تاسی خپل فشار ونه ګوری، نه پوهیږی چې د وینی لوړ فشار لری که نه. نو پدی اساس کاهلان یا لویان باید په هرو ۳-۵ کلونو کې یو ځل په منظم ډول خبل د وینی فشار وګوري. په ځینو حالاتو کې فشار باید ددی په پرتله لږ ژر ژر وکتل شي (لکه په کال کې لږ تر لږه یو ځل) لکه، په زړو خلکو کې، هغو خلکو کې چې مخکینی کنترول لوړ فشار ښودلی وي، د شکری په ناروغانو کې، او هغو خلکو کې چې د 130/85 mmHg او 139/89 mmHg تر منځه فشار ولري.

که چیری د وینی فشار په یو کس کې هیڅ اعراض منځته نه راوړي نو ستونزه په څه شي کې ده؟

نور بیا