د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داسی واکسین چې د بدن څخه د ایچ، آی، وي ويروس په بشپړه توګه له منځه وړي

فضل محمود فضلي 14.05.2011 15:11

پوهانو دداسی یو ازمایښتي واکسین په جوړیدو بریالي شوي دي چې کیدای شي د AIDS د ناروغۍ دلامل یا HIV ویروس پر ضد به د یواځني وسلی په توګه وکارول شي. څیړنې ښيي چې دغه ازمایښتي واکسین ددی وړتیا لري چې په بدن کې د HIV ویروس ټول اثار له منځه یوسي.

دغه نوی واکسین د یو بل ویروس په بڼه په بدن کې پیچکاري کیږي او په بدن کې به د ټول عمر لپاره پاتي شي.

نوموړی ویروس Cytomegalovisrus (CMV) دی چې د بدن معافیتي سیستم و دی ته هڅوي ترڅو په پرله پسی او دوامداره توګه د HIV پر وړاندی ویښ او بیداره اوسي.

د امریکې په متحده ایالاتو کې څیړونکي ددغه ازمایښتي واکسین بیلابیل ډولونه په هغو بیزوګانو کې چې مخکې له مخکې په HIV اخته دي ازمایلي دي. ددغو ازموینو پایلې بی ساری دي. په بیزوګانو کې د HIV انډول ویروس د Simian Immunodeficiency Virus (SIV) په نوم یادیږي. پایلی ښيي چې د Rhesus macaques ډوله بیزوګانو د نیمايي څخه زیات چې ددی واکسین پواسطه تداوي شوي دي، تر دی اندازی پوری حساس شوي دي چې پدوي کې د SIV هیڅ ډول نښې نښانې نه په سترګو کیږي. په دغو بیزوګانو کې د واکسین د ستنې څخه د یو کال نه زیات کیږی چې تر څارنې لاندی دي او دا په ګوته شوی چې پدوی کې د SIV هیڅ ډول نښې نښانې پاتی ندي.

د ساینس پوهانو د نظریو پربنسټ چې د (NATURE) په مجله کې نشر شوي دي، داسی ویل کیږي چې د څیړنو پایلې ښيي چې دا نوی ازمایل شوی واکسین په کافي اندازی سره اغیزمن دی چې د  HIV ویروس په بشپړه توګه له بدن څخه له منځه یوسي.

د HIV پرضد چې کوم درمل په HIV اخته ناروغانو کې اوس مهال په نړی کې کارول کیږي او دود لري یواځې او یواځې د ناروغۍ د پرمختګ څخه مخنیوی کوي خو هیڅکله ددی وړتیا نلري چې ویروس د بدن د معافیتي سیستم څخه پاک کړي.

د Oregon Health and Science په پوهنتون کې د واکسین او Gene درملنې په انستیتوت کې ددغې څیړنې مشره، ډاکتره Louis Picker وايي: « ددغه بریالي ازمایښتي واکسین څخه وروسته بل ګام دادی چې دغه واکسین په انسانانو کې د کلینیکي ازمایښتونو له لاری وازمایل شي.

« د انساني واکسین لپاره به  CMV ویروس تر ډیری اندازی پوری ضعیف کړای شي تر څو په انسان کې د ناروغۍ لامل ونه ګرځي خو دغه ضعیف CMV به ددی وړتیا لري چې د HIV پر وړاندی د بدن څخه ساتنه وکړي»

CMV د Herpes د ویروسونو کورنۍ پوری اړه لري، او ددی کورنۍ یوه ځانګړتیا داده چې کله چې د انسان بدن ته ننوځي نو هیڅکله د بدن څخه نه وځي.

یو اټکل ښيي چې په بریتانیه کې د ټولو غټانو نژدی نیمايي پخپل بدن د CMV ویروس لري خو ددی ویروس نښې نښانې نه لري.

CMV ویروس د بدن د مایعاتو لکه لاړو او ادرار له لیاری له یو کس څخه بل کس ته سرایت کوي. کله چې CMV اعراض منځته راشي نو ځان د زکام په بڼه ښيي لکه تبه، ستړتیا او د لمفاوي غدو پړسوب. خو که د بدن معافیت ضعیف وي نو کیدای شي د CMV اعراض اونښی خورا شدید وي.

سرچینه: Belfast Telegraph, 12 May 2011