د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په انګلستان کې د افغان طبي ټولنې خبرتیا

فضل محمود فضلي 27.02.2011 21:37

په انګلستان کې د افغان طبي ټولنې خبرپاڼه – د فبرورۍ ۲۷ مه ۲۰۱۱
په انګلستان کې د افغان طبي ټولنې کلنۍ غونډه د روان کال د مارچ د میاشتی په ۵مه نیټه په لاره اچول کیږي. پدی غونډه کې به د ټولنې له خوا (د افغانانو لپاره روغتیايي لارښوونې) پروژه په رسمي ډول پرانستل شي.
ددی پروژې موخه: د افغانانو لپاره د بیلابیلو ناروغیو په هکله په ځانګړي توګه هغه ناروغۍ چې په هیواد کې يي پیښی زیاتی دي په پښتو او فارسي د عامو وګړو لپاره په ساده او روانه ژبه معلومات وړاندی کړي.
د ټولنې مشرتابه د ټولو افغانې روغتیايي کارکوونکو څخه په درناوي هیله کوي چې ددی پروژی د لا پراختیا لپاره ونډه واخلي.
د غونډی ځای: د افغان طبي ټولنې مرکزي دفتر، 12 Arlington Crescent, Kingsbury, London, NW9 8JN
وخت: روان کال د مارچ د میاشتی ۵مه، د ماسپښین د ۳ بجو څخه تر د مازدیګر تر ۶ بجو پوری
اړیکه: E-mail: afghanmedical.association@gmail.com; Tel: (44) 07739430834