د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پر وړاندی د واکسین کمپاین د شپږم پړاو په ویاړ

فضل محمود فضلي 12.11.2009 16:57

د نومبر ۱۲ مه ۲۰۰۹

 پولیو، ګوزڼ (Polio)

په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پر وړاندی د واکسین کمپاین د شپږم پړاو په ویاړ

پولیو یوه انتاني ناروغي ده چی عصبي سیستم اغیزمن کوي او کله کله د فلج سبب ګرځي. د پولیو ویروس د منتنو خوړو، د څښاک اوبو، ډکو متیازو او د لمبا ډنډونو له لیاری انسان ته انتقال مومي.

په سلو کې ۹۰ د پولیو په ویروس اخته ناروغان هیڅ ډول نښی نښانی نه ښکاره کوي. په سلو کې ۵ ناروغان د منتن کیدو څخه ۲۱ ورځی وروسته ځینی نښی نښانی ښيي لکه کانګی، زړه بدوالی، سرخوږی او د ګیډی درد. دغه ستونزی یواځی ۲-۳ ورځی دوام کوي.

په سلو کې ۱ په ویروس اخته ناروغانو کې کیدای شي پورته یاد شوي نښی نښانی ډیری شدیدی وي او پدوی کې د اورمیږ شخوالی د لاسونو او پښو د عضلاتو شخوالی هم منځته راتلای شي چی دا د فلجي پولیو په نامه یادیږي.

د فلجي پولیو د منځته راتګ خطر په هرو ۱۰۰۰ ناروغانو کې ۱ ښودل شوی. پدوی کې کیدای شي یوه عضله او یا د عضلاتو یو ګروپ اخته شي. که چیری د عضلاتو یو ګروپ په ناروغی اخته شي نو ژوند د ګواښ سره مخامخ کولای شي د بیلګی په ډول تنفسي عضلات، د مری عضلات، د مثانی او کولمو عضلات. فلج کیدای شي د شپږو میاشتو په موده کې ښه شي خو ځیني ماشومان په تل پاتي ګوزڼ اخته کیږي.

د خطر کوم فکټورونه د ناروغی لپاره لاره برابروي؟

هغه وګړي په ناروغی اخته کیږي چی له وړاندی معافیت نه وي ترلاسه کړی پدی مانا چی واکسین شوي نه وي. د نړی نژدی ټول هیوادونه د پولیو د واکسین له برکته د لدی ویروسه پاک دي پرته له څلورو هیوادونو څخه چی پکې افغانستان، پاکستان، هند او نایجیریا شامل دي.

واکسین ددغی ناروغی د مخنیوي لپاره یواځنی اغیزمنه لاره ده.

درملنه: د پولیو د ناروغی پر وړاندی کومه ځانګړی درملنه نشته یواځی نښی نښانی او اعراض د ناروغ د تکلیف د کمولو لپاره درمل ورکول کیږي.