د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ماغزو تومورونه - دعامه پوهاوي لپاره

فضل محمود فضلي 08.11.2009 19:16

ژباړه: فضل فضلي

د خپریدو نیټه: د نومبر ۷مه ۲۰۰۹

 

د ماغزو تومورونه-دعامه پوهاوي لپاره

د ماغزو د تومورونو د نښو شدت او منفي اغیزی دی پوری اړه لري چی تومور د ماغزو په کومه برخه کې ځای لري.

په برتانیی کې ددی ناروغی کلنی پیښی د ټولو نویو تشخیص شویو سرطانونو په سلو کې د دوو څخه کم دي. د ماغزو د تومورونو د پیښو خطر د ۱۲ کلنی څخه مخکې او ۴۰ کلنی څخه وروسته ډیردی.

د ماغزو تومور څه شی دی؟

د ماغزو تومور د حجرو یوه کتله ده چی په غیرضروري ډول او په  غیر نورماله توګه وده کوي. دا تومورونه کیدای شي سلیم او یا خبیث وي. سلیم تومورونه ډیر ورو وده کوي او په ډیرو نادرو حالاتو کې د ماغزو نورو برخو او یا د بدن نورو غړو ته خپریږي. خبیث تومورونه په چټکی سره وده کوي او د ماغزو بیلابیل جوړښتونه تر یرغل لاندی نیسي.

د ماغزو خبیث تومورونه د ماغزو د سرطان په نامه یادیږي سره ددی چی د ماغزو د سرطان ټول ډولونه د سرطان ټولی ځانګړتیاوی نلری لکه د بدن نورو غړو ته د سرطانی حجرو خپریدنه خو د کولای شي د ماغزو په دننه کې بیلابیلو برخو ته خپور شي او د بدن نورو غړو ته يي د خپریدو امکان ډیر کم دی.

د ماغزو د تومورونو یوه ځانګړتیا چی د نورو تومورونو څخه توپیر لري داده چی د ماغزو تومورنه د کوپړی به دننه کې پیداکیږي چی دا کار دوی ته د زیاتی ودی امکانات کموي او په ماغزو باندی فشار زیاتیږی. په سلو کې ۴۰-۴۴ د ماغزو تومورونه سلیم دي.

د ماغزو د تومورونو اسباب

دا دی پوری اړه لري چی آیا تومور په لومړني ډول د ماغزو د حجرو څخه سرچینه اخیستی او یا داچی  ماغزو ته د بدن د نورو برخو د  سرطاني حجرو د خپریدو یا میتاستازس (Metastasis) څخه سرچینه اخیستی.

د ماغزو میتاستازي سرطان هغه وخت پیدا کیږي چی د بدن نورو برخو څخه سرطاني حجری و ماغزو ته خپور شي لکه د سږو او تیونو د سرطان خپریدل و ماغزو ته.

د تعریف له مخی ټول میتاستازي تومورونه خبیث تومورونه دي.

د لومړني تومورونو(هغه تورونه چی میتاستازي ندي او په لومړني توګه د ماغزو د حجرو څخه سرچینه اخلي) اسباب کره ندي چی دا کار د تومور مخنیوی د ستونزی سره مخامخ کوي.

د تومورونو نښی نښانی او اعراض

د ماغزو تومورونه دوه ډوله نښی او اعراض منخته راوړي:

۱-په بدن باندی د تومورونو عمومي اغیزی

۲-هغه نښی او اعراض چی په ماغزو کې د تومور په موقعیت یا ځای ځایګی پوری اړه لري.

په بدن باندی د تومورونو د عمومي اغیزو نښی تر ډیره د یو ډول دروند او وقفوي سرخوږی سره پیليږي-ډیری ناروغان د ناروغی په ټوله موده کې سرخوږی لري.

دا ډول سرخوږی د سهار له خوا، د فزیکي تمریناتو په وخت او یا په ناڅاپي ډول د بدن د پوزیشن د بدلولو سره نور هم شدت مومي.

اختلاجات (د مرګي پشان حملی) هم منځته راتلای شي چی لامل يي د ماغزو په حجرو کې د بریښنايي فعالیتونو ګډوډیدل دی.

د تومور وده ددی لامل ګرځي چی د کوپړی په دننه کې فشار زیات شي او دا ددی سبب ګرځي چی زړه بدوالی، خوبجن حالت او د سترګو په لید کې ستونزه پیداشي. همدارنګه سرخوږی او رواني ناروغی هم د تومور د ودی له امله منځته راخي. په ناڅاپي توګه په ماغزو باندی د فشار زیاتوالی د بی هوښی سبب ګرخي چی دا بیړنۍ درملنی ته اړتیا لري.

ځینی نښی او اعراض دی پوری اړه لري چی تومور د ماغزو په کومه برخه کې ځای لري. نښی نښانی او نوری ستونزی د ماغزو دهمغی برخی د دندو د ګډوډیدو له امله منځته راځي کوم چی د توموري حجرو تر یرغل لاندی راغلی دي.

کوم ممکنه فکتورونه د ماغزو د تومورونو لپاره زمینه برابروي؟

عمر (د ۱۲ کلنی څخه مخکې او ۴۰ کلنی څخه وروسته) پکې رول لري. او نور فکتورونه په لاندی ډول دي:

د چاپیریال بیلابیل فکتورونه د بیلګی په ډول ځینی ځانګړي کیمیاوي مواد لکه ځیني صابونونه، حشره وژونکي درمل، ځیني غوړين کیمیاوي توکي او رابر کولای شي د ماغزو د تومورونو خطر زیات کړي.

د نورو سرطاني ناروغیو لپاره د سر راډیوتراپی (د شعاع پوسیله د سرطان درملنه) هم کولای شي د ماغزو د سرطان خطر زیات کړي.

د بدن د معافیت کموالی او دغه راز ارثي فکتورونه (چی د ناروغ دکورنی په یو یا څو غړو کې د ماغزو تومور موجود وي ) هم رول لري. خو ارثي فکتورونه په ډیرو نادرو حالاتو کې د ماغزو د سرطان خطر زیاتوي، یواځنی بیلګه پدی برخه کې د یوه ځانګړي جین د میوټیشن (د بدن د حجرو او یا انساجو بدلون د وخت په تیریدو سره) له امله د ماغزو د سرطان منځته راتګ دی لکه د Von-Hippel Lindau په ناروغی کې.

درملنه

د ماغزو د پړسوب د کمولو لپاره کیدای شي سټیرایدونه (Steriods) ورکړل شي. د اختلاجاتو (مرګي ډوله حملی) د قابو کولو لپاره هم درمل ورکول کيږي. که چیری د جراحی پوسیله د تومور د ټولو برخو ایستل ګران وي نو کیموتراپی (د کیمیاوی موادو پوسیله د سرطاني حجرو وژل) او راډیوتراپی ورکول کیږي.

هغه ناروغان چی د تومور له امله په رواني اوفزیکي ستونرو اخته کیږي، ددوی په درملنه کې  احیای مجدد یا ریهب (Rehabilitation) د پام وړ رول لري.

په تومور اخته ناروغان د کومو پایلو سره مخامخ کیږي؟

د ماغزو د تومورونو پایلی بیلابیلو فکتورونو پوری اړه لري. دی پوری اړه لری چی تومور د ماغزو په کومه برخه کې ځای لري او د تومور کومه بڼه (سلیم که خبیث) ده. خو دا باید په یاد ولری چی که سلیم تومور د ماغزو په یوه خطرناکه او حیاتي ځای کې قرار ولري کیدای شي نسبت هغه خبیث تومورونو ته چی نسبتاً بی ضرره ځای کې موقعیت ولري، ډیر وژونکی وي.

د امریکی او برتانیی د دماغی تومور کمپاین کوونکي وايي چی د ماغزو د تومورونو په برخه کې باید پراخی څیړنی ترسره شي.

څیړنی په دوو برخو کې ترسره کیدای شی:

لومړی: ډاکټران غواړي چی ددی ناروغی لاملونه په ګوته کړي او دا کار هغه وخت شوني دی  چی په ناروغی اخته کسان تر پراخی څیړنی لاندی ونیول شي.

دویم: ډاکټران غواړي چی د درملنی او جراحي عمل بیلابیل تخنیکونه په ګوته کړي داسی جراحي تخنیکونه چی د امکان تر بریده د عملیات په وخت کې ډیری کمی جراحی مداخلی ته اړتیا پیدا شي.

داسی هیلی شته چی په راتلونکي کې به د ماغزو تومورونه د د ځانګړو تابلیتونو او جین (Gene) پوسیله تداوي شي.

پاملرنه: دغه لیکنه د ماغزو د سرطان په هکله ډیر لومړني او ابتدایی مالومات دي. که چیری ددی ناروغی په هکله اندیښمن یاست، نو د یو ډاکټر سره سلامشوره وکړی.