د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګلګت - بالتيستان ته په داخلي خپلواکۍ او د برېښنابندپه جوړولو هندوستان په پاکستان نيوکه وکړه

حمزه مومند 14.09.2009 14:36

هندوستان د پاکستان له خوا د کشمير په شمال کې د ګلګت-بالتيستان سيمې ته په داخلي خپلواکۍ ورکولو  او هلته د برېښنابند په جوړولو نيوکه کړې ده. هندوستان وايي چې کشمير د هندوستان برخه ده او پاکستان ښکېل کړې ده.

پاکستان د چين سره تړون لاسليک کړی دی چې د کشمير په شمالي سيمه ګلګت - بالتيستان کې ورته د ۷۰۰۰ ميګاواټه هيډروليک برېښنا بند جوړ کړي چې په بليونونو ډالره مصرف پرې راځي. برېښنابند د ګلګت - بالتيستان په بونجي سيمه کې جوړېږي. معلومه نه ده چې د برېښنا بند دا پروژه به د افغانستان په هغه پروژه چې غوښتل یې په واخان کې هيدروليک برېښنا بند جوړ کړي څه ډول اغېزه ولري.

پاکستان د اګست په ۲۹  اعلان وکړ چې د کشمير شمالي سيمې ګلګت - بالتيستان ته داخلي خپلواکي ورکوي. په همدې موخه یې دا سيمه د صوبې (ايالت) کچې ته لوړه کړه. هندوستان د پاکستان په دې کار هم نيوکه کړې ده. تر دې دمخه د پاکستان د ولکې لاندې کشمير یو شمېر ډلو هم نيوکه کړې وه او دا یې د کشمير د ويشلو هڅه بللې وه.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وشنو پراکاش رسنیو ته ويلي دي چې هندوستان د برېښنا په بند جوړولو او ګلګت - بالتيستان ته د داخلي خپلواکۍ په ورکولو ځکه نيوکه کړې ده چې ټول کشمير د هندوستان نه بېلودونکي برخه ده.

ګلګت - بالتيستان ته په داسې وخت کې داخلي خپلواکي ورکول کېږي چې په پاکستان کې پښتانه د پاکستان له جوړولو راهيسي د صوبه سرحد د نوم د بدلولو او د ټولو پښتنو سيمو په یو ايالت کې د راغونډولو غوښتنه کوي. دا مهال د پښتنو ډېرې سيمې په پنجاب او بلوچستان کې ننويستل شوي دي او پاکستان په صوبه سرحد د پښتونخوا، پښتونستان، او یا افغانيه نوم ايښودل نه مني.

د پاکستان څخه خپرېدونکې ندای ملت مجلې په یوه تازه ګڼه کې اندېښنه ښودلې ده چې ګلګت - بالتيستان سيمې ته د اسماعيلي شيعه مشر کريم اغا خان د فشار له وجې کورنۍ خپلواکي ورکړل شوې ده او دا کار یې په سيمه کې د اسماعيلي شيعه ګانو لپاره د مستقل دولت د جوړولو لومړی عملي ګام بللی دی.

یو شمېر افغان شنونکي بيا اندېښنه لري  چې د اسماعيلي فرقې مشر کريم اغا خان کوښښ کوي د ګلګت - بالتيستان سيمي د افغانستان د واخان د سيمو سره یو ځای کړي او اسماعيلي شيعه دولت په کې جوړ کړي. د دوی په اند یو شمېر افغان چارواکي هم دا اندېښنه لري.

د يادونې ده چې په ګلګت - بالتيستان او واخان سيمو کې اسماعيلي شيعه ګان اوسېږي.