د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان حکومت بيا په ايران کې درسي کتابونه چاپوي

حمزه مومند 11.08.2009 17:22

د بي بي سي او مهر خبري اژانس د رپوټونو  له مخې ايراني چارواکو ويلي دي چې د افغانستان لپاره نور درسي کتابونه چاپوي.

ايرانيانو د افغانستان د مکتبونو مخکيني درسي کتابونه هم چاپ کړي دي چې له یو شمېر تېروتنو څخه ډک دي. ډېری افغانان په دې باور دي چې دا تېروتني قصدي دي. په چاپ شوو کتابونو کې د ډېرو املايي غلطیانو سره سره یو شمېر داسې غلطیانې هم شته چې د افغانانو د وياړونو د ژوند د پېښو د ځایونو او نېټو پورې اړه لري.

افغان حکومت په داسې حال کې دا کتابونه په ايران کې چاپوي چې د هېواد چاپخانې د کار د نه موندلو څخه شکايت کوي. څيړونکي وايي که افغان حکومت دا کتابونه په افغانستان کې چاپ کړي، یو به په دې کتابونو کې د ايران د ګوتوهنو مخنيوی وشي او بله به کتابونه په ارزانه بيه چاپ شي.

ايران د افغان حکومت سره د مرستو د نامه لاندې په یو شمېر نورو پروژو هم کار کوي چې ټولې د معارف او کولتوري ټکو پورې اړه لري.

يو شمېر فرهنګپال په دې اند دي چې ايران په افغانستان کې پراخه کولتوري يرغل پيل کړی دی چې اساسي موخه یې په هېواد کې د پښتو ژبې ورکول دي.

افغانستان په داسې حال کې په ايران کې کتابونه چاپوي چې د عراقيانو لپاره په ايران کې چاپ شوي درسي کتابونه هم له ورته تېروتنو ډک او عراقيان ترېنه شکايت لري.

ايران د افغانستان او عراق سربېره غواړي د تاجکستان لپاره هم درسي کتابونه چاپ کړي. شنونکي وايي چې ايران دګاونډي هېوادونوپه کولتوري مسایلو کې ګوتې وهي.