د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شینډنډ د مړو ویدیو ګانې خپرې شوې. پاملرنه: که د دردونکو انځورونو توان څوک نه لري نه دي ګوري

حمزه مومند 10.09.2008 00:43

د شینډنډ د عزیزاباد په سیمه کې د ولسي وګړو د وژنې ویدیویي عکاسي خپره شوې ده چې په لسګونو ماشومان او ولسي وګړي په کې مړه ښودل کېږي. ویدیوګانې دوه او د موبایل له لارې ثبت شوې دي او ټولټال اته دقیقې عکاسي ده، خو رسنیو اته دقیقې ویدیو نه ده خپره کړې او یواځې یوه یې یوه دقیقه او شل ثانیې او بله یې دوه پنځوس ثانیې  خپره کړې ده. په ویدیوګانو کې داسې شیبې انځور شوي چې په کابل کې د کرزي حکومت او دنوموړي ملګري امریکايي ځواکونه د ډېر خجالت کونکي دريځ سره مخامخ کوي.

ویدیوګانې چې افغان چارواکو او د ملګرې ملتونو ځینو مامورینو لیدلي د نوموړو په وینا ښایي چې په لسګونو ماشومان او ولسي خلک د امریکایانو په بمبارۍ کې شهیدان شوي دي.

اوس امریکایان وایي چې یو لوړپوړی پوځي افسر به افغانستان ته په دې هکله د څېړنې دپاره لېږي. د ویدیو د خپرېدو څخه مخکې امریکایانو لومړی ویلي و چې د دوی په بمبارۍ کې پنځه ولسي وګړي وژل شوي و، بیا وروسته یې وویل چې اووه کسان په کې وژل شوي دي. داسې ښکاري چې امریکایان اوس د ویدیو له خپرېدو وروسته مجبور شو څېړنې ته غاړه کېږدي.

لومړۍ ویدیو وژل شوي کوچني ماشومان، د غېږې ماشومان، او هغه ماشومان چې ایله یې مزل پیل کړی وي ښايي چې شمېره یې د څلویښتو شاوخوا ده او په یو جومات کې پراته دي.

په ویډیو کې یو په یو د هر مړي څخه پوښ لرې کېږي: څلور کلنه ماشومه چې تاو تاو وېښته لري؛ یو هلک چې سترګې یې لا له دهشته او ویرې وازې پاتې شوي دي، بله انجلۍ چې د سر یو اړخ یې ډېر سخت خوږ شوی دی.

بل ماشوم لاس جږ کړی، داسې ښکاري چې غوښتل یې مخ له څه شي څخه وساتي خو کور پرې نړېدلی دی. د یو بل ماشوم سر نیم نشته دی.

عکاسي چې د کوم کس لخوا د موبایل په واسطه شوې ده د هر مړي د کتو سره وۍ وۍ وۍ وۍ وایي. یو بل کس عکاس ته ځینې مړي نه ښايي او ورته وایي چې د کتلو نه دي. مړو د کتلو دپاره جومات ته ځینې ښځې راننوځي. د مړو څخه پوښونه لرې کوي او واویلا کوي. یو سړی ورته وایي چې ویې ګورﺉ خو ژاړۍ مه.

د لومړۍ ویدیو د کتلو دپاره دلته کېکاږئ.

په یوټیوب د اسوشیتد پرس په پاڼه د لومړۍ ویډیو بله برخه دلته وګورﺉ.

دویمه ویدیو چې د بي بي سي په برېښنا پاڼه کې خپره شوې، ولسي خلک په خپلو مړو ویر کوي. ښځې ستاینې کوي او ژاړي. یوه بوډۍ ښځه له یو ماشوم څخه کمبله پورته کوي او په ستاینو کې داسې څه وایي چې سړی پرې نه پوهېږي. یو ماشوم په هیجاني ډول نارې سورې کوي او خپل مخ وهي.

 د دویمې  ویدیو د کتلو دپاره دا ځای زور کړئ.

امریکایي ځواکونه وایي چې په خپله څېړنه کې یې دسیمې هغه ویدیوګانې کارولي دي چې دوی له برید څخه مخکې او وروسته اخستي دي. امریکایانو ویلي ؤ چې د دوی ویدیوګانو اووه  ولسي وګړي او ۳۵ طالبان ښودلي چې وژل شوي دي. خو له تازه خپرې شوې  ویدیو د دې ثبوت دی  چې یا خو امریکایانو درواغ ویل او د حقیقت د پټولو کوښښ یې کاوه او یا یې بیخې څېړنه نه وه کړې.

 د  ویدیوګانو د خپرې شوې برخې څخه درته ټول افغان دا لاندې انځورونه تیار کړي دي.

د لومړۍ ویدیوڅخه ځینې انځورنه:


یو و ولسي وګړی چې په ویدیو کې ښکاري


د غېږې یو ماشوم چې سر یې نیم په بمونو الوتی دی. د ماشوم سر ته د بل شهید شوي ماشوم پښې ښکاري.

کوچنی ماشوم چې تر اوسه یې لا ښه او بد هم نه پیژندل


د یو بل چا د زړه ټوټه

یوه ګلالۍ ماشومه انجلۍ چۍ مرګ یې ښکلا خاورې کړې ده
دوه نور ماشومان چې د جومات په ځمکه پراته دي

بل ماشوم چې د بمبارۍ په وحشت او د امریکایانو په درواغو شاهدي وايي

د دویمې ویدیو څخه ځینې انځورونه:


په دې انځور کې وینئ چې د ماشومانو مړي کتار پراته دي.

 
په دې انځور کې د مړو بل کتار وینئ.

 
یو ماشوم  مخ په څپېړو وهي او په هیجاني توګ وايي ما پلار ته ....

 
یوه بوډۍ انۍ لومړی له یوه مړي کمبله پورته کوي او بیا پرې ستاینې کوي.

 
 د مړو یو بل انځور