د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبان وایي په هلمند کې د ۲۷ ولسي وګړو په وژنه کې به څېړڼه وکړي

حمزه مومند 02.01.2012 19:02

يادونه: دا ليکنه په ټول افغان د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر په ۲۵ نېټه خپره شوې وه.

د الجزېرې عربي تلویزیون چې د قطر له پلازمېنې دوحې څخه خپرېږي وایي چې د طالبانو ویاند ورته ویلي دي چې د هغه ۲۷ کسانو په وژنه کې به - چې طالبانو څو ورځې مخکې په هلمند کې وژلي و - څېړنه وکړي.

طالبانو دغه ۲۷ کسان په دې تور چې د ملي اردو پوځیان او د هلمند والي ګلاب منګل مرستې ته روان و وژلي و. په وژل شوو کسانو کې یو شمېر حلال شوي و.

وروسته معلومه شوه چې وژل شوي کسان د لغمان د الینګار ولسوالۍ اوسیدونکي، کارګر، او ایران ته د مزدورۍ په موخه روان و چې طالبانو ووژل.

دا دویم ځل دی چې طالبان په پېښو کې د څېړنې خبر ورکوي.

د لومړۍ څېړنې ژمنه یې هغه وخت کړې وه چې د زابل د سیوري په ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د تراویح لمانځه په مهال له یو ښونکي بسم الله څخه د غوږونو پرېکولو  او یو شمېر لمونځ کونکو د ډبولو خبرونه خپاره شو.

د غوږونو پرېکولو او لمونځ کونکو د ډبولو د څېړنې نتیجه لا طالبانو تر اوسه نه ده اعلان کړې.

په جګړه کې ښکېلې غاړې تر هغې څېړنو کولو ته غاړه نه ږدي تر څو رسنۍ او ولسي خلک دا ثابته کړي چې ولسي وګړي یې وژلي دي.

د روان کال په سپتمبر کې امریکايي ځواکونو د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې تر ۹۰ زیات ولسي وګړي ووژل، خو ټینګار یې کاوه چې د طالبانو جنګیالي یې وژلي دي. خو له هغې وروسته چې د شهیدانو ویډیوګانې خپرې شوې، امریکايي ځواکونو دې ته غاړه کېښوده چې په پېښه کې څېړنه وکړي.

طالبانو هم په روانه میاشت کې په هلمند کې د ۲۷ کارګرو په وژنه کې ټینګار کاوه چې شهیدان شوي کسان د ملي اردو پوځیان او د هلمند والي ګلاب منګل مرستې ته روان و. خو رسنیو او ولسي خلکو چې روښانه کړه چې شهیدان ایران ته د مزدورۍ دپاره روان وو، طالبان اوس په پېښه کې د څېړنو ژمنه کوي.

په جګړه کې ښکېل غاړي یا د څېړنو نتیجې هیڅ نه ښکاره کوي، او که ښکاره شي خپلو پوځیانو او جنګیالیو ته وړ سزا نه ورکوي. 

اړوند خبرونه: