د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کوېت په سیالیو کې د افغانستان د ځوانانو لوبډلې د بوتان لوبډلې ته ماته ورکړه. انځورونه

حمزه مومند 22.04.2009 22:42

رپوټ: حمزه مومند

د افغانستان دکرکټ د ځوانانو لوبډلې ( له ١٩ کالو څخه کم عمره لوبغاړو) نن د کوېت په سیالیو کې د بوتان لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

د ځوانانو ملي لوبډله به په کويټ کې د ځوانانو د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي  په سياليو کې ګډون کوي .

په دې سياليو کې د کوربه هېواد کويټ په ګډون د لسو هېوادونو لوبـډلې ګډون کوي چې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي .

په الف ګروپ کې نيپال، ماليزيا، سينګاپور، هانګ کانګ او سعودي عربستان  او  په (ب) ګروپ کې  کويټ،  افغانستان ، قطر، متحده عرب امارات، عمان  او د بوټان لوبـډلې شاملې دي .

د نن ورځې په لوبه کې د بوتان لوبډلې پچه وګټله او بيټنګ کول یې غوره کړل. افغانانو وکړای شو چې په ۲۰ اورونو کې د بوتان ټول لوبغاړي په ۶۳ منډو وسوځوي.

افغان لوبډلې د دوه کسانو په سوځېدو وکړای شوچې په ۱۳ اورونوکې ۶۵ منډې جوړي کړي او بری تر لاسه کړي.

په ننۍ لوبه کې ذکی الله او اصغر حسین څلور څلور ويکټې واخيستې. کپتان شېر شېرزي ۳۵ منډې (۴ څلورېزې، ۱ شپږېزه)  او محمد اقبال ۲۱ منډې (۲څلورېزې، ۱ شپږېزه)وکړې.

په نورو لوبو کې ماليزیا له سينګاپور څخه په ۵ ویکټو، قطر له امارتو څخه په ۸ ویکټو، نيپال له سعودي څخه په ۱۳۲ منډو وګټله.

د کويټ سيالۍ د ثور په دويمه (د اپريل ٢٢مه) پيل او د ثور په ١١مه ( دمى په لومړۍ نېټه) پاى ته رسېږي . د افغان لوبډلې سره روزونکی کبير خان هم مل دی.

افغانستان به بله لوبه د پنجشنبې په ورځ د عمان سره کوي. لوبه به د کوېت په وخت د سهار په ۹ بجو چې د افغانستان د سهار ۱۰:۳۰ بجې او د پاکستان د سهار د ۱۱ بجو سره سمون خوري پیل کېږي.

د لوبې انځورونه:


افغانستان د بوتان په مقابله کې ډېر پیاوړی و. بوتان نوی نوی دې سیالیو ته بریالی شوی دی. افغانستان څو ځلې مخکې هم په دې سیالیو کې برخه اخيستي او پایلوبې ته وتلی و چې په پایلوبه کې ورڅخه نېپال ګټلې وه. د بوتان ټول لوبغاړي په ۲۰ اورونو کې سوځېدل.

کپتان شېر محمد شېرزي په بيړه د محمد اقبال سره د بوتان د ۶۴ منډو هدف پوره کړ. شېر ۳۵ منډې (۴ څلورېزې، ۱ شپږېزه)  او اقبال ۲۱ منډې (۲څلورېزې، ۱ شپږېزه)وکړې.

له بري څخه وروسته دا رنګ انځورونه اخېستل اوس د افغانانو سټایل جوړ شوی دی.

اصغر حسین د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.  اصغر ۴ ویکټې واخيستې.