د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډيلي ټيليګراف: د ايران ولسمشر احمدينژاد پخوا يهودی و

حمزه مومند 04.10.2009 13:29

له بريتانیې څخه خپرېدونکي ډيلي ټيلګراف ورځپاڼې په پرونۍ ګڼه کې د ايران د ولسمشر محمود احمدي نژاد د نسب په اړه په خپره شوې څېړنه کې ويلي دي چې نوموړی په یوه یهودي کورنۍ کې پيدا شوی او اصلي نوم یې سوبورجیان دی.

د احمدينژاد د نسب په اړه د ايران د تېرو شوو ټاکنو د کمپاين په مهال هم پوښتنې راولاړې شوې وې. په یوه انتخاباتي مبارزه کې چې ترې کله د نسب په اړه پوښتنه وشوه، نوموړي ځان تېرويست.

اوس په زبات رسېدلې ده چې د احمدينژاد د څلورکلنۍ په مهال یې مور او پلار له یهوديت څخه اسلام ته واوښتل. د ډيلي ټلګراف په حواله احمدينژاد له اسلام څخه دمخه د سوبورجيان نوم لرلو. سوبورجيان د ايران د يهودو په منځ کې مشهور نوم دی چې په عبري کې د ((سوبور پټو اوبدونکي)) په مانا دی. دا نوم د ايران د حکومت له خوا هم د هغه نومونو په ليست کې شامل دی چې حکومت یې ايراني يهودو ته د ايښودولو اجازه ورکوي.

څېړونکو د دې نوو معلوماتو پته د احمدينژاد د اسنادو له هغه انځور څخه لګولې ده چې احمدينژاد د ټاکنو په وخت په لاس کې نيولي او رسنيو ته ښودلی و.

Ahmadinejad showing papers during election
څېړونکي وايي چې په دې انځور کې د سوبورجيان نوم ياد شوی دی.

ډيلي ټيليګراف وايي چې د نوموړي په ښودل شوو اسنادو کې یو ياداښت هم شته چې په کې ليکل شوي چې د نوموړي نوم پس له هغې چې کورنۍ یې اسلام ومانه بدل کړای شوی دی.

د احمدينژاد خپلوانو ډيلي ټيلګراف ته ويلي دي چې د مذهبي اسبابواو اقتصادي فشارونو له کبله د نوموړي پلار - چې پښ (اهنګر) و - له یهوديته اسلام ته واوښت.