د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د علي احمد جلالي پېژندنه

حمزه مومند 28.08.2008 17:10

په دې ورځو کې په رسنیو کې د ولسمشرۍ د راتلونکو ټولټاکنو سره د علي احمد جلالي نوم هم یادېږي. په کابل کې یوه غونډه هم جوړه شوې وه چې له جلالي څخه یې غوښتي ؤ چې په راتلونکو ټاکنو کې ځان د ولسمشرۍ دندې ته کاندید کړي. څه موده مخکې په انټرنيټ د یوټیوب په مشهوره ګورتپاڼه هم داسې غږونه او غوښتنې خپرې شوې وې چې په ۲۰۰۹ ز کال کې یې د جلالي د ولسمشر کولو غوښتنه کوله.

د دې دپاره چې خلک علي احمد جلالي وپېژني، یوه لنډه پېژندنه یې لوستونکو ته وړاندې کوم:

د علي احمد جلالي پېژندنه

۶۸ کلن علي احمد جلالي په ۱۹۴۰ ز کال کې زېږېدلی. جلالي د افغانستان په پوځي ښوونځیو کې زده کړه کړې او د افغانستان په ملي اردو کې یې د ډګروالۍ په رتبه کار کړی دی. جلالي په ۱۹۶۱ ز کال کې د په سیاسي علومو کې له د کابل له حربي ښوونځي څخه فارغ شوی دی. ماستري یې په ۱۹۶۶ ز کال کې او ډاکټري یا پي ايچ ډي يې په ۱۹۶۷ ز کال کې د برتانیا په سټاف کالج کې بشپړه کړې ده. جلالي له هېواده بهر په برتانیا برسېره په امریکا او روسیه کې هم پوځي زده کړې کړي دي.

په افغانستان د روسانو د یرغل په مهال امریکا ته مهاجر شو. د امریکا د میریلاند په ایالت کې مېشت شو. د امریکا غږ رادیو کې یې کار پیل کړ او شل کاله یې ورسره کار وکړ. د امریکا غږ رادیو کې د پښتو، دري، او فارسي څانګې مشر ؤ. جلالي د ۱۹۸۷ ز کال راهیسې د امریکا تابعیت هم لري.

جلالي په ۲۰۰۳ ز کال کې د امریکا غږ په رادیو کې کار پرېښود او په افغانستان کې د ولسمشر حامد کرزي په کابینه کې تر ۲۰۰۵ز کال پورې د کورنیو چارو وزیر ؤ. د ۲۰۰۵ ز کال د می په میاشت کې یې د ولسمشر کرزي په کابینه کې دنده پرېښوده او بېرته امریکا ته ولاړ. ویل کېږي چې د ولسمشر کرزي او جلالي تر منځ اختلاف په دې ؤ چې جلالي د ځينو هغه کسانو چې د مخدره توکو په قاچاق کې لاس لرلو نومونه رسوا کول غوښتل خو ولسمشر کرزي دې کار ته نه پرېښوده. جلالي هیڅکله هم د دې خبرې پخلی نه دی کړی.

جلالي دا مهال په واشنګټن ډي سي کې د ملي دفاع په پوهنتون کې د ختيزې آسیا د څېړنو په مرکز کې د ”پېژندل شوي پروفیسر" په توګه – چې د پوهاند څخه پورته رتبه ده - کار کوي. تر دې دمخه جلالي د افغانستان په حربي پوهنځي، په امریکا کې د نشنل ډیفنس پوهنتون، یو ایس ارمي وار کالج، یو ایس نیول پوسټ ګریجویټ کالج، کمانډ اینډ جنرال سټاف کالج، او په برتانیا کې په ارمي سټاف کالج کې د استاذ په صفت کار کړی او لکچرونه یې ورکړي دي. جلالي په پښتو، دري، انلګلسي، فرانسوي او روسي ژبو پوهېږي.

جلالې یو شمېر کتابونه او مقالې لیکلي دي چې ډېری یې د پوځي سکالو په اړه دي. وروستی کتاب یې "د غره ها بله غاړه" نومېږي چې په ۲۰۰۲ ز کال کې په انګلیسي ژبه چاپ شوی دی او د ۱۹۷۹ ز څخه تر ۱۹۸۹ ز پورې د مجاهدینو او روسانو د جګړو کړکېښ یا تاریخ بیانوي. جلالي په ۲۰۰۲ ز کال کې په افغانستان کې امریکایانو او د جنګسالارانو د ایتلاف په اړه یوه لیکنه کړې وه چې په کې یې په امریکا نیوکې کړې وې چې د دې ایتلاف په نتیجه کې یې په افغانستان کې جنګسالاران نور هم پیاوړي کړي دي.

جلالي یو ۳۶ کلن زوی او یوه ۳۱ کلنه لور لري.