د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لغمان د الینګار د شهیدانو د کورنیو او ژوندو ملګرو سره مرکې

حمزه مومند 24.10.2008 02:33

د ننګرهار تلویزیون په یو پروګرام کې چې نن خپور کړ د لغمان د الینګار د ولسوالۍ بېلا بېلو هغو کلو ته چې بچي یې طالبانو په هلمند کې وژلي مرکې کړي دي. د مرکو یوه برخه یې موږ خپلو لوستونکو ته وړاندې کوو.

په پروګرام کې د الینګار ولسوالۍ یو اوسیدونکی نجیب الله په داسې حال کې چې د یو نوي (تازه) قبر ګېرچاپېره  د کلي د ماشومانو سره ولاړ دی وايي چې د نوموړي د کلي ځوانان د بې روزګارﺉ نه تنګ شوي و، ایران ته لاړل. د ملي اردو یا پولیس نه و. دا بې ګناه خلک و. په شهیدو شوو کسانو کې یو روح الله نومېږي او واړه واړه بچي یې دي.

د یو وژل شوي ځوان (تاسل) ورور چې ځان عبدالتواب د محمد هاشم زوی معرفي کوي وايي چې ورور یې (تاسل) نومېده. عبدالتواب په داسې حال کې خبرې کوي چې شاوخوا یې د شهید کړای شوي تاسل اته ماشومان تاسل دي.

عبدالتواب وایي چې: د دې کار کونکي چې هر څوک وي باید د بشر حقوق خو دومره وپېژني چې دا وژل شوي کسانو څه وظیفه لرله. دوی خو باید دومره فکر وکړي چې په کوم جرم یې وژنم. داسې خو نه کېږي چې د پسونو په شان دې خلک حلال کړای شي. زما ورور بې سواده و او هیڅ کار یې د دولت سره نه شو کولی. د ډېرې بې سوادۍ  څخه ایران ته د مزدورۍ د پاره لاړ. دا ماشومان یې ناست دي. سبا ته که په دې لغمان کې لغمانیان راپورته شو او په دې لاره کې کندهاریان راښکته کړي او ویې وژني. دوی نن په ټول لغمان ماتم جوړ کړی دی. دولت باید دې خلکو ته داسې سزا ورکړي چې ټول افغانستان یې یاد وساتي.

د کلي ملا چې ځوان ښایسته سړی دی، سپینه پګړۍ یې په سر کړې ده او سوچه تکه توره ګيره یې ده او واسکټ یې اغوستی د تاسل په اړه داسې وایي: تاسب او نور ملګري یې ایران ته کار ته تلل. دا کار چې چا کړی د اسلام په هغه وړوکي کتاب کې چې خلاصه ده هم نشته. دا بې رحمه وژنه ده. دا زموږ وطن دی. د کندهار خلک به دلته راځي موږ به هلته ځو. دا اسلامي وطن دی. دا زموږ کلی دی. وطن دی. دا قاتلین د خدای دښمنان دي.

ملا صیب بیا هغه کیسه کوي چې یو صحابي په یوه غزا کې یو د دښمنانو یو بندي هغه مهال وواژه چې په زوره یې ورته لااله الاالله محمد رسول الله ویل. کله چې پېغمبر علیه السلام خبر شو نو ورڅخه یې د سبب پوښتنه وکړه. صحابي ورته وویل چې بندي د مرګ له ویرې کلیمه ویله، نو پېغمبر علیه السلام ترېنه پوښتنه وکړه چې ایا  تا یې زړه څېرې کړی و.

ملا صیب زباته کړه چې: دا اته ویشت ا ونه ویشت ځوانان یې ووژل. زما د کلي یو کس چې نوی واده یې کړی و وژلی یې دی. دا خو زموږ وطن دی. هلمندی زما ورور دی کندهاری زما ورور دی موږ د هغوی ورونه یو. دا  د ټول وطن غم دی. اسلامي وطنونه پرې خفه دي. بې ګناه خلک یې له موټره راښکته کړي. اوس خو موبایلونه شته. دوی به ماته ټیلي فون کړی و چې دا خلک د ملي اردو دي او که عام خلک دي.دوی ځانته تاسب نه دی وژلی، دا اته بچي یې هم ورته ووژل. دې سړي [تاسل] زما په جومات کې کار کاوه، زما جومات یې جوړولو.

ملا وویل: د قاتلینو څخه چې هر څوک وي، موږ ورته وایو چې دا کار بیا ونه کړي. [قاتلینو ته] باید سزا ورکړل شي. دا کار د شریعت د نګاه نه ناروا و.

په داسې حال کې چې ملا صیب خبرې کوي، په خوا کې یې یو زلمی سړی ډېر ژاړي. معلومات نه کېږي چې څوک به وي خو کېدای شي د تاسل خپلوان وي.

د شهید شوي تاسل پلار: زارۍ مې ورته کولې چې مه ځه. خو ماته یې ویل چې مزدورۍ ته ځم. د سهار لمونځ یې وکړ او روان شو. ویرجن پلار نور خبرې ونشوې کړای.

خبریال بیا د الینګار د لوکاړ کلي ته ځي او د شهید شوي روح الله پلار او دوه ورونو سره خبرې کوي.

رحیم الله د لوکات اوسیدونکی ۳۰ کلن یم. ورور مې د  ایران په نیت حرکت وکړ. ۲۲ کلن و او د غریبۍ په وجه ایران ته لاړ. په لویه لار کې کندهار کې یې ټول کوز کړي و او په لنکلوزرو کې یې واچول. د چار شنبې او پنجشنبې په ورځ یې بندي ساتلي وو او د جمعې په ورځ یې ورته وویل چې تاسو ازاد هستﺉ، چې څو قدمه تللي ډزې یې پرې وکړې.

د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پېښې په اړه څنګه خبر شوﺉ، رحیم الله وایي چې د تاسل په لستوڼي کې  د تاسل د کورنۍ د تیلي فون نمبر و . چا تیلي فون وکړ چې دا مړی زما د کور سره پروت دی او پنځه ویشت مړي په بل ځای کې ډیری پراته دي او راشۍ دوی یوسﺉ. موږ لاړو او میرویس روغتون ته مو یووړل.

د یو زخمي په اړه چې ژوندی پاتې شوی و رحیم الله وایي: زخمي کس زما د ورور سره و. زخمي سړی وایي چې د شپې یې یوه ډوډۍ راکوله چې نه مړیدو پرې. زخمي وایي زه په مټ ولږېدم ولویدم. نور ملګري د روح الله په شمول مړه شوي و زه د شپې به ۹ بچې راپاڅېدم. شپه په ما تېره شوه سبا ته د بولیسو ګزمه راغله او زه یې د ګرشک ولسوالی ته بوتلم.

رحیم الله وایي چې دا شی د اسلام خلاف دی. ظلم دی.

رحیم الله وایي چې: دوی [طالبانو] ورته ویلي و چې ګلاب منګل په لغمان ولایت کړی او تاسو لغمانیان یې اوس راوستي یاست چې موږ سره وجنګېږۍ. تاسو اکاډیمي لوستې ده.

داسې معلومېږي چې طالبان د نورو ثبوتونو پسې نه دي ګرځېدلي او همدا چې دا خلک له لغمان څخه راغلي، په همدومره خبره یې دا بې وزله مزدوران شهیدان کړي دي.

یو بل کس چې ځان مولوي فضل الرحمان پېژني، وايي: د شیخ حسن جان له مدرسې فارغ یم. روح الله زما اوښی و. درې کاله ما سره طالب هم و. پرهېزګاره و. په یو رمضان کې یې هم ختم نه پرېښوده. د اسلام د شرایطو ډېر سخت پابند و. ده سره د شریعت خلاف کار وشو. خدای پاک وايي:  اذا جاءکم فاسق بنباء فتبینوا.[ژباړه: که فاسق درته خبر راوړ نو د خبر معلومولو هڅه وکړﺉ].  دوی [طالبانو] سره هیڅ دلیل نه و او دوی یې ووژل.

مولوي فضل الرحمان هم د هغه صحابي کیسه وکړه چې په جګړه کې یې یو دښمن په داسې حال کې وواژه چې کلیمه یې ورته ویله. نبي علیه السلام ورسره خبرې نه کولې. ورته یې ویلې چې ایا زړه دې  ورته څیرې کړی و چې پوه شي ایمان یې راوړی دی او که نه.


مولوي فضل الرحمان  وایي چې حدیث قدسي دی چې: که تمام عالم د یو مسلمان په قتل کې شریک شو الله به ټول جهنم ته ولېږي.طالب دې دا ثبوت ماته وښايي چې ایا بې حجته او بې دلیله کولای شي مسلمان قتل کړي.


د یو بل شهید (سیداني) پلار په داسې حال کې چې د کلي خلک یې د زوی فاتحې ته راغلي وايي: زما نوم محمد طاهر د محمد یونس زوی او د سیداني پلار یم. دواړه زامن مې [سیداني او بل ورور یې چې په همدې پېښه کې شهدی شوی] ایران ته د مزدورۍ دپاره تللي و. زامنو مې دلته دهقاني کوله. اوس چې ایران ته تلل دا ځکه چې هلته یې بل ورور دی هغه سره به یې کار کاوه. هغه ته مو خبر ورکړی و خو دوی په لاره کې شهیدان شول.

یو کلیوال په مرکه کې وایي: موږ په دې ډېر تکه تکه شو. موږ باید اوس د دوی [طالبانو] سرونه غوڅ کړو. ته داسې بې ګناه سړی رانیسې؟ مړه دې کړو حلال دې کړو. دا ستا شرافت دی، دا ستا عدالت دی، دا ستا انسانیت دی.

په پروګرام کې د هغه زلمي سره چې د دې دردونکې پېښې څخه په حیرانونکې توګه ژوندی پاتې شوی دی هم مرکه شوې ده.

نوموړی وایي: د غلام هاشم زوی یم. موږ په دوشنبه کابل ته حرکت وکړ. په چار شنبه له کابله لاړو. ۲۴ کسان یې ښکته کړو. د بند تیمور سره یې ښکته کړو. شپه مو وکړه بیا یې تقسیم کړو. بله شپه مو ورسره [طالبانو سره] وکړه. د جمعې په مازیګر یې راغونډ کړو. موږ یې پرېښودو او ویل یې کندهار ته مو لېږو. د کندهار موټر کې مو سورو. چې روان شو زربه یې راباندې وچلولوه. زه زخمي وم نور شپږ ملګري مې مړه و. د شپې چې راپاڅېدم د مړو مخ مې مخ قبلې ته کړو. شپه چې تېره شوه، یو موټر ته مې لاس ورکړ. کور یې ودان زه یې پولیسو ته ورسولم. زه یې ګریشک ته علاج ته ولېږلم. او بیا یې مړي هم هلته راوړل.

زخمي ژوندی شهید وایي: طالبانو موږ ته په بده سترګه کتل، چندانې وضعه یې راسره نه کوله خو وهل ټکول په کې نه و.پېغورونه یې راکول.

زخمي ژوندی شهید زیاتوي:  موږ سره ۳۰۳ موټر و. موږ د لغمان ۲۴ کسان و او په موټر کې نور کندهاري و. نورو خلکو نه یې په دې بېل کړو چې تاسو د ملي کسان یاست.

زخمي ژوندی شهید په داسې حال کې چې د لاس او خېټې زخمونه ښايي وایي: موږ ټول تنکي ځوانان و. مزدورۍ ته روان و. دوی موږ سره غیر اسلامي کار کړی دی. ما سره الله پاک رحم کړی چې زه ژوندی پاتې شوم. په ۲۴ کسانو کې درې ژوندي پاتي دي. بشر په لشکرګاه کې بستر دی. او بل دلته الینګار ته راغلی. د ۱۲ کسانو مړي پیدا شوي او نور لا اوس هم لادرکه دي.

د مرکو په پای کې د کلي یو سپین ګيری چې ځان عبدالجمیل پېژني وایي: دوی یې چې راوړل، د لغمان بازار ټول بند شو.

یو بل ولسي وګړی واي: دا زموږ دښمنان دي، د افغانستان د ښمنان دي او د لغمان دښمنان دي.

د زخمي شوي کس (چې ژوندی پاتې شوی) له خبرو څخه داسې ښکاري چې دوی سره په موټر کې نور ډېر خلک هم ناست و خو طالبانو د کندهار د سیمو خلک پرېښي دي او هغه څوک چې له نورو سیمو څخه په موټر کې سپاره و فکر یې کړی چې دوی د ګلاب منګل مرستې ته راغلي دي نو ځکه یې وژلي دي.

یادونه: که ټول افغان ته د طالبانو یا د هغوی د ویاندویانو له خوا هغه ثبوتونه - چې دوی وایي د وژل شوو کسانو د ملي اردو پېژندنپاڼې دي او یا بل کوم ثبوت چې ثابتوي چې دوی د ګلاب منګل کسان دي - راورسېږي، ټول افغان به یې خپاره کړي.