د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتانه څه بلا وخواړو

حلیم شملزی 28.08.2009 13:20

نن بلوڅان دهغه مکار دښمن په وړاندی چی له خپل بی ځایه کبر او غرور ددوی خاوره او خلک داسی نه ګڼی لکه دمیږانو ښور ، په کلک دریځ او تړلی ملا داسی ولاړ دی لکه دفولادو دیوال ، تر ډیره بریده یی ددوی دا غرور په خاورو لړلی هم دی . د کویټه او خضدار په دیوالونو ، ساین بورډونو ، دعدالت او یونیورسټی په دروازو او حتی د ایف سی د کلا په دیوالونو یی لیکلی دی چی :

پاکستان مرده باد
جی ازاد بلوچستان
ناپاکستان مرده باد
ناپاک فوج مرده باد
پنجابیون کا قبرستان بلوچستان بلوچستان

او بلوڅی نعری لکه :
خیسن مری کفن ننا ازاد مری وطن ننا

دا تش نعری ندی لکه زموږ تش په نوم پښتانه قیادت به دیوالونه تری رنګ کړی وو ، داسی ورځ نوی چی دپنجابی استعمارګرو او اشغالګرو جنازی د بلوچستان له حریمه نه ووځی .
په بلوچستان کښی په ځانګړی ډول او په ټول پاکستان کښی په عمومی توګه دپښتانه سیاسی قیادت بی نوره او بی همته څیره دمنافقت او رزالت نه سوا نور څه نه څرګندوی .
ددی په ځای چی دهغو نه یی عبرت اخستی وای چی تل به یی دپښتونستان لپاره د پښتنو او بلوڅو په مبارزه کښی ناری وهلی او نن دخپل بیرغ او خپلی نعری څیښتنان دی ، ولی دوی په ټول پاکستان کښی دقامونو په تناسب دغوڅ اکثریت سره سره دغلامی په طوق لعنت فخر کوی او دبلوڅو ددی ننګ او غیرت دبدنامولو ناروا کوششونه کوی او تردی چی دسکول او کالج چی دپنجابیت مظهر ګڼلی کیږی پر سر چی ګواکی دبلوڅو له لوری ولی تړل کیږی ، دپنجابی فوج ډیر ستر خدمت هم کوی او دبلوڅ زلمیانو په وړاندی خنډونه جوړوی .
دکویټی ښار چی عملا دپنجاب تر کنټرول لاندی دی او دا ښار هم دبلوڅو دازادی دغورځنګ مرکز تشکیلوی پښتنو د پنجابی د لاس پوڅو په بڼه نن دبلوچستان دتش په نامه تقسیم او دکویټی دښار دتش په نامه دقبضی بابولالی پیل کړی دی دی ته نه ګوری چی که دبلوڅ مخه دوی نیسی نو داښار دپښتانه نه بلکه دپنجابی استعمار ګرو فوځی، تجارتی او په افغانستان کښی دمداخلت جاسوسی اډه ده او بس پښتانه په دی غلامی کښی پرون جاهل او نه ترهګر دی او صبا به په بل نوم په خپل وطن کښی ټیټی سترګی اوسی .
د پنجابی فوځ مقابله دپښتانه لپاره دومره ګرانه خبره نه ده تر دی چی دپښتون یی کور هم وران کړی دی دطالب او مطلوب په نومو یی ناروا ډرامه هم پیل کړی ده . پښتون ددوی دمقابلی لپاره هر څه مادی او حربی وسایل هم لری ولی بیا هم د بی ننګی د سمبول په توګه سترګی پټی د پنجاب په ترانو رقص کوی .
افسوس دادی چی کومو خلګو به لاپی وهلی او په کابل کښی به یی د پښتونستان جشنونه جوړول له ډاکټر صاحب څخه به یی د پښتنو دابادی په نوم په میلینو روپی میاشت اخستی نن داسی ورک دی لکه دخره له سره ښکر .
غنی خان ویلی وو چی :

زور هسی پیغور شه چی همت ورسره مل نه وی
ورک هغه مشال شه چی تیاری شی او دی بل نه شی