د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښځه اوس هم خرڅیږی

حلیم شملزی 18.09.2009 12:46

دا تریخ حقیقت مو اوس هم زوروی چی بدبختانه زموږ په پښتنی ټولنه کښی لاتر اوسه ښځی هغه خپل مشروع مقام ترلاسه نکړ او یاچا ورنه کړ چی په حیث د بشر یي حق لری .
موږ تل ښځی ته د بدی زمانی پیغور ورکړی دی تل مو هغه یا خو د چادر او چاردیوالی بندیوانه ساتلی ده او یا موپه ذهنی حصار او بند کښی داسی ساتلی وی چی دبشری ژوند ډیر اړخونه موتری پټ ساتلی دی .
له بده مرغه زموږ پښتنو نارینه وو دښځو پر وړاندی هغه ټول اسلامی او پښتنی اقدار او نوامس تر پښو لاندی کړی دی دکوم چی دوی دعویدار دی . تیره ورځ می د یوټیوب له لاری د طالبانو دوه کلیپونه ولیدل چی په یو فلم طالبانو کښی طالبان دغزنی ولایت په یوه کلی کښي چی غالبا داندړو ولسوالی ده هغه دوی زنانی چی د غزنی ولایت له ښاره یی په شپه تښتولی وی په ډیره بی رحمی بیله کوم ثبوت او مقدمی په ډزو سره وولی او هغوی دالله الله نعری وهی او بل ویډیو کلیپ کښي یوه زنانه چی له موټره یی طالبان زوی کښته کړی او دسړک پرغاړه یی ددی ومخ ته وژنی او دا دخپل زوی دژغورلو هڅه کوی ولی هغه وحشیان لومړی دا په ګولیو غلبیل کړی او وروسته یی زوی په ډزو ووژنی . لدی پرته که موږ وګورو زموږ په ځینو خیلونو کښی اوس هم دښځو نرخ دهرکال په تیریدو سره تعینیږی او د اوزو او پسونو په څیر خرڅیږی ، دبدو په بدل کښی په دی بهانه ورکول کیږی چی په دی سره دښمنی په دوستی بدله شی ، تردی چی ځینی پلرونه او مشران خپلی لوڼی اوخوندی د خپلی خوښی نامدارو ته اوس هم په بخشش کښی ورکوی .
که پښتنی تاریخ دود او کلتور ته ځیر شو نو د تاریخ په اوږدو کښی دپښتنو په خپل منځی یاله نورو سره په جګړو کښي پر ښځو تیری او وحشت نه دی شوی . د یوی انګریزی نجلی پر وړاندی دعجب خان افریدی تاریخی کردار اوس هم ژوندی دی .
له بل لوری د اسلام په تاریخ او اساساتو کښی دښځو له پاره دحضرت عایشه رض حیات مبارکه د ټول ښځینه بشریت له پاره یو نمونه او سمبول ده . د حدیثو په روایاتو کښی څومره چی له حضرت عایشی نقل شوی دی دا دعلم او عرفان لویه خزانه تشکیلوی ، دحضرت محمدص له وفاته وروسته دحضرت عایشه قایدانه کردار دکتلو وړ دی چی د صحابه کرامو دلوی جماعت قیادت او جنګی سپاه سالاری او د جنګ جمل قومانده دحضرت عایشی په غاړه ده اوس څوک تش په نوم مسلمان له حضرت عایشه نه تر دین او اسلام او پیغمبر ع د شخصیت او کردار نه د ښه خبرتیا او زاتی سپیڅلتیا دعوه کولای شی ؟
همدارنګه دصحابه سیرت اوصورت د ټول نارینه بشریت له پاره پر دین دعمل کولو سمبول دی ایا موږ ترهغو په دین ښه خبر یو ؟
افسوس دادی چی نن دغیرت او اسلام لپاره اسلحه په لاس اشخاص دښځو پر وړاندی دداسی لویدلی اعمالو دترسره کولو پر وخت دخپلو دی مدعاوو هیڅ خیال نه ساتی .
له دی پرته زموږ په ټولنه کښی حتی ځینی ښځی پخپله دنورو ماتحتو ښځو په ذهنی او بدنی استحصال کښی ککړی دی . د کابل د رابعه بلخی په روغتون کښی تاسی کتلای شی چی د ښځو ډاکټرانو او نرسانو له لوری د بیمارو او مظلومو ښځینه مراجعینو سره کوم حیوانی سلوک کیږی ؟ چی په لیدلو یی دسالم انسان زړه خولی ته راځی . په محبسونو او ښارونو کښي د ښځو په عزت نفس او انسانی شرف تیری دورځی معمول ګرځیدلی دی ، زه یوه ورځ په بس کښی ناست وم چی یوه بی ناموسه چی دزنانه سیټ شاته ناست وو د مخکینی ناستی ښځی تر سیټ لاندی پښه غزولی وه هغی زنانی به په ډیره عاجزی یوخوا بل خوا کتل زه راسا راغلم او دهغه سړی شاته په بله چوکی کښینستم او ورته عمل می له دی سړی سره وکړ هغه پر مارا سور شو چی سترګی نه لری چی زما په چوکی پښی راننباسی نو ماورته وویل چی بس دا احساس می درکاوو چی په هر چا خپل عزت ګران وی .
په مکاتبو او پوهنتونو کښی دښځو سپکاوی یواځنی عامل دی چی ښځی لوړو ذده کړو ته زړه نه ښه کوی ، په دولتی محاکمو کښی پر ښځو جنسی تیری دورځی معمول جوړ شوی دی له دی امله اوس په دولتی پوستونو د ښځو کار کول د جنسی بی راه روی سره بی توپیره ګڼل کیږی .
او حال دادی چی په ډیره نژدی ماضی کښی همدا پښتنی افغانی میرمنی زموږ دلښکر برخه او زموږ دننګ او غیرت موټ اوبازو ګڼل کیده .
په دی بهانه چی په میراث کښی ښځی ته نیمه برخه ورکول شوی ده موږ حتی په خبرو کولو او د ضمیر او رایه په اظهار کښی هم دوی ته دنیمی برخی ورکولو ته تیار نه یو .
حضرت عمر د مهر دټاکلو له فیصلی یوی ښځی په عام محضر کی راګرځولی وو ، ام الایمن هغه ښځه وه چی په یواځی سر له صحابه وو سره دحبشی حجرت ته تللی وه او ددی کور وروسته په مدینه کښی دنبی ع دناستی پاستی او دصحابه وو د پریکړو او دناستی ځای وو .