د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په اسلام کي دجهاد تصور

حلیم شملزی 09.12.2010 13:31

دجهاد ماده له جهد څخه اخستل شوي ده چي معني یي هڅه کول دي په دي لفظ کښي دمبالغي مفهوم دي چي معني یي دا جوړیږي، په یو کار کښي خپله ټوله هڅه کول، په عربي کښي ویل کیږي چي بذل جهده، یا بذل مجهوده، یعني هغه ټوله توانايي صرف کړه - په لسان عرب کښي راځي چي : جهد الرجل فی کذا ای جد فیه وبالغ ۱۳۳/۳ یعني سړي په فلاني کار کښی جدوجهد وکړ یعني په دي کار کښي یي دمبالغي تر حده هڅه وکړه.
جهاد د مبالغي صیغه ده، په یوکار کښي ټول ممکن کوښښ کول، په لسان العرب کښي راغلي دي چي الجهاد: المبالغه واستفراغ الوسع فی الحرب او اللسان او ما اطاق من شي (۱۳۵/۳) په قرآن کریم کښي ارشاد دي چي وجاهدوا في الله حق جهاده(الحج ۷۸) یعني د الله په لار کښي هڅه وکړه څومره چي دهڅي کولو حق دي.
په عربي ژبه کښي جهاد اصلا صرف کوشش یاپه بشپړه توګه کوښښ کولو ته وايي، له دښمن سره جګړه کول هم د کوښښ کولو یو ډول دي نو په پراخ ډول د مفهوم له اعتباره له دښمن سره جنګ کولو ته هم جهاد وايي خوبیا هم ددي دوهمي موخي لپاره په عربي ژبه کښي د قتال لفظ دي نه دجهاد، له دښمن سره جګړه کول یوه اتفاقي موضوع ده چي کله وي او کله نه وي ولي جهاد یو دوامداره عمل دي چي دیو مومن په ژوندانه کښي هره شپه او ورځ دوام پیدا کوي هغه کله هم نه ختمیږي هغه مستقل جهاد دادي چي انسان د خپل ژوند په معامله کښي دالله پر رضا باندي قایم پاته شي په دي قیام کښي هر شي چي خنډ جوړ شي هغه باید پر خپل ژوندانه باندي اثر اندازه پری نږدي. دبیلګي په ډول د نفس خواهش، دمفاداتو غوښتنه، د رسم او رواج زور، د مصلحتونو غوښتني، دځانځاني لانجه، دمال حرص او داسي نور. دا ټول شیان د صالح عمل لپاره خنډونه جوړوي، دي ډول ټولو خنډونو ته شا کول او دالله پر حکم باندي قایم پاته کیدلو ته جهاد وايي او همدا د جهاد ابتدایي مفهوم دي. ددي ډول جهاد په هکله په حدیثو کښي ډیر روایتونه راغلي دي، لکه: المجاهد من جاهد نفسه لله ، المجاهد من جاهد نفسه فی سبیل الله ، المجاهد من جاهد نفسه فی طاعت الله .
اوسني دنیا یو ازمایښت ځاي دي ددي ځاي چاپيریال داسي جوړ شوي دي چي انسان مسلسل په ازمایښت کښي وي په دي جریان کښي انسان ته ډول ډول خنډونه رامنځ ته کیږي مثلا یو حقیقت یي مخي ته راشي او دهغه په تسمولو کښي ورته خپل ځان کوچني ښکاره شي، د چا مال د انسان په قبضه کښي وي او هغه وحقدار ته دسپارلو پر وخت خپل ځان نقصاني ورته ښکاره شي ، دخاکساري د ژوند په تیرولو سره پر خپل نفس دجبر راتللو اندیښنه ورولاړه شي، د غصي او بدلي اخستلو د جزباتو په برداشتولو کښي ورته د خپل ځان نفي ښکاره شي، پر انصاف دپریکړو کولو پر وخت دا اندیښنه ورته راوپاریږي چي بیا به مي په خلګو کښي محبوبیت ختم شي ، یاداچي د خودغرضي پر ځاي پر اصولو د چلیدلو پر مهال به له اسانتیاوو څخه بي برخي شي.
په دا ډول بیلا بیلو مواقعو باندي انسان څوڅو ځله خپل خواهشات تر پښو لاندي کوي په دي وخت کښي د خپلو نفسیاتي غوښتنو قربانول هم راځي تردي چي په ځینو وختونو کښي سړی دا ګمان کوي لکه خپل انانیت چي پخپله قتلوي پر دي ټولو موقعو باندي ټول زیانونه قبلول او پر حق دریدل اصلي او ابتدايي جهاد دي. کوم کسان چي دا ډول جهاد پر مخ وړي هم هغوي دجنت حقداره دي. جهاد په اصل کښي د پر امن کوښښ له لاري عمل کولو ته وايي او دپرامن کوښښ یو صورت دادي کوم ته چي دعوت او تبلیغ ویل کیږی، په قرآن کښي راغلي دي: فلا تطع الکافرین وجاهدهم به جهادآ کبیرا (الفرقان ۵۲) یعني دمنکرینو اطاعت مه کوه او له هغوي سره دقرآن له لاري جهاد کبیر وکړه یعني اهل باطل چي په تا کوم کار کوي هغه مه کوه بلکه د قرآن د لارښودني په رڼا کښي دهغوي پر ضد دعوت او تبلیغ چلوه او په دي لاره کښي خپله اخیرني هڅه هم وکړه. په دي آیات کښي له جهاد څخه مقصد کوم عسکري کړنه نده مراد بلکه له دي څخه موخه ټول فکري او نظریاتي عمل دي، دي عمل ته په یوه لفظ کښي ابطال باطل او احقاق حق ویل کیدلای شي.
جهاد دقتال په معني هم د خپل لومړني مفهوم له مخي د سوله ایزو هلو ځلو نوم دي که له مدمقابل لوري ددي هڅي هم وشي چي کومه عسکري کړنه په لاره واچوي باید تر وسه به دیو مسلمان لومړني هڅه داوي چي ددي ځواب په یوه سوله ایز ډول سره ورکړل شي. سوله ایزه کړنلاره یواځي هغه وخت پریښودل کیدلاي شي چي استعمالول یي ناشوني شي او یواځي د قتال په ځواب کښي د قتال لاره پاتي شي . په دي معامله کښي دحضرت عایشه رضی الله تعالي عنها یو روایت زمونږ لپاره د لارښودني حیثیت درلودلاي شي هغه فرمايي چي( ماخیر رسول الله صلی الله علیه وسلم بین امرین الا اختار ایسرهما (صحیح بخاري ، کتاب الادب) یعني رسول الله صلی علیه وسلم به تل دوو شیانو تر منځ اسانه څیز غوره کاوه، یعني چي کله به هم یو مشکل او بل اسانه انتخاب دنبي علیه السلام مخي ته راتلل نو ده مبارک به مشکل انتخاب پریښودو او اسانه انتخاب به يي غوره کاوه.
درسول الله صلی الله علیه وسلم دغه کړه وړه یواځي د ژوند تر عامه معاملاتو پوري محدود نه وو بلکه دجګړي غوندي په سختو شراېطو کښي هم ده مبارک دغه لاره غوره کوله ، دنبي اکرم صلی الله علیه وسلم سیرت مبارک دا جوته وي چي ده کله هم له خپل لوري څخه دجګړي اقدام نه دي کړي او چي کله هم مخالفینو دا هڅه کړي چي دی مبارک په یونه یو شکل د جګړي ډګر ته مجبور کړي نو نبي پاک تل داسي یو تدبیر غوره کاوه چي جګړه ونه شي دي تل هغه مهال جګړي ته مجبوره شوي ده چي بله یوه لار هم ورته نه ده پاتي شوي. درسول الله صلی الله علیه وسلم دسنت سره سم په اسلام کښي جارحانه جنګ نشته یواځي مدافعانه جنګ شتون لري او هغه هم هغه محال چي له جنګ نه دخلاصون بله یوه لار پاتي نه وي.
حقیقت دادي چي په ژوند کښي یواځي له دوو څخه دیوي لاري غوره کول اړین وي سوله ایزه لاره یا دجنګ جګړي لاره کله چي دنبی علیه سلام د سیرت مبارک مطالعه وکړل شي نو جوتیږی چي ده مبارک تل د سوله ایزی تګ لاري عمل غوره کړي دي چي یو څو بیلګي یي دلته بیانوو.
لومړي داچي نبي علیه سلام ته له نبوت رسیدلو څخه وروسته سمدستي دغه دواړي لاري مخي ته پرتي وي چي دجنګ لاره خپله کړي که د سولي ولي چي دنبي علیه سلام تر ټولو مهمه دنده داوه چي خلګ له شرک او کفر څخه دتوحید لوري ته راوبلي هغه کعبه چي دتوحید پر بنسټ جوړه شوي وه د نبي علیه سلام د نبوت پر مهال پکښي ۳۶۰ بتان ایښودل شوي وو په داسي حالاتو کښي خو په ظاهره پکار داوو چي یو داسي ایات نازل شوی واي چی طهر الکعبه من الاصنام یعنی کعبه له بوتانو پاکه کړه ولي دا کار کول له قریشو سره دجنګ کولو په معني وو او دقریشو مشرتوب هم په عربو کښي یواځي ددي دپاره وو چي هغوي دحرم ساتنه کوله نو دکعبي ددي ډول پاکوني پر ځاي نبي علیه سلام د نظریاتي پاکوالي عمل په لاره واچاوه، د اسلام د پيغمبر په لومړني سر کښي دا ډول غوراوي په اصل کښي د جګړه ایز عمل پر ځاي د سوله ایز عمل اختیارول وي وو.

دوهم داچي له نبوته وروسته دیارلس کاله نبي علیه سلام په مکه کښي خپله سوله ایزه مبارزه په لاره واچوله او له دي سره سره بیاهم قریش دده مبارک سخت مخالف وګرځیدل او تردي چي دمکي سردارانو دده مبارک دقتل کولو دسیسه جوړه کړله مسلح راغلل او دده مبارک کور يي محاصره کړ. په یو ډول دا دنبي صلی الله علیه وسلم او دده د یارانو لپاره ښکاره دجنګ کولو دعوت وو مګر بیاهم نبي صلی الله علیه وسلم دجګړه ایزي مبارزي څخه تیر شو او په نیمه شپه له مکي څخه ووت او مدیني ته یي تشریف یووړ دغه پيښي ته په اسلام کښي هجرت ویل کيږي هجرت په ښکاره ډول له جګړي څخه وتل او د سوله ایز عمل دغوره کولو یوه بیلګه ده .