دچین او امریکی جنګ
18.07.2009 18:26د روسی فوځونو پر ضد دجګړی په دوران کښی زیاتره افغانان پدی فکر کښی وو چی داد کفر او اسلام جنګ دی یوشمیر نور پدی فکر کښی وو چی نه داخو دروس او امریکی جنګ دی ولی حقیقت ددی دواړو خبرو نه لری وو او هغه دا چی په اصل کښی دا دافغان او پنجابی جنګ وو .
ددی دعوی لپاره زما لوی دلیل دادی چی که دکفر او اسلام جنګ وای نو دکفر (یعنی روس) له شکست سره سم باید جنګ پای ته رسیدلای وای او هم دارنګ دا دروس او دامریکی جنګ هم نه وو ولی چی د روس له شکست نه وروسته بیا دجنګ دوام پر څه وو ؟
درسته ده چی د اسلام او د جهاد نعره په ډیر زور او شور سره وهل کیده او هم ښه په شور او ږوږ سره دروس او امریکی دجنګ اوازی وی او ددی دواړو خبرو ظاهری حقیقت هم څرګندوو ولی اصلا دا دهغی جګړی تسلسل وو چی دظاهر خان او وروسته بیا د داود خان ددورنه د پښتونستان پر سر راولاړ شوی وو چی بیا یی دخلقیانو په حکومت کښی ښه زور واخست او د تعجب دوی خبری دې لومړی داچې په هغه وخت کښی ېو روسی فوجی په افغانستان کښی موجودنه وو کله چی دجهاد پیل کیدو او بل داچی دخلق دحکومت پر مهال دلته په پاکستان کښی هم حکومت دهغوی په لاس کښي چی ځان ته یی خلقیان (پیپلیان) ویل او دکمیونیزم نړیوال دوستان وو ددوی او دخلق دګوند ترمنځ جګړه نظریاتی نه بلکه سرحدی وه .
ولی د روس راتګ دی جنګ ته ښه جواز نور هم پیداکړ او هم دا لړی د روسیانو له وتلو وروسته دغه شان جاری پاتی شوه تردی چی امریکایی قواوی افغانستان ته په القاعده او دهغوی په ملاتړو طالبانو پسی راغلی .
نو لدی سره اوس بیا هغه ددایمی جګړی طرفدار د طالبانو او حزب اسلامی په شکل کښی نور هم په ښه شور د امریکی د راتګ په پروپاګند سره غواړی ددی لړی دوام پاتی کړی او دا جنګ به دامریکی تر وتلو پوری نه وی محدوده بلکه ترهغه به روان وی چې یا افغان نوی له منځه تللی او یا دپنجاب ریاست نه وی دړی وړی شوی .
پر افغانستان او دافغان حکومت داتحادیانو په مرسته د کنترول جنګ اوس په ښکاره له طالبانو او القاعدی سره دې ولې په حقیقت کښی دا له پنجابی استعمار سره هغه زړه جګړه ده ېواځې جنګیالی یی بدل دی او پنجاب په پټه اوس چین او د عربو هغه شاهان چی له ډیموکراسی کرکه لری هم دځان ملګری کړی دی .
نو اوس بیا هغه دری واړه سوالونه مطرح دی چی
ایا دا دچین او امریکی جنګ دی ؟
ایا دا داسلام او کفر جنګ دی ؟
ایا دا دافغان او پنجابی دیوبل دله منځه وړلو جنګ دی ؟
دلومړی سوال ځواب به زما په فکر داوی چې هو ممکن ده چی چاینا او ېو څو نور قوتونه ددی جنګ دوام وغواړی او سرمایه پری لګوی ولی چی تنور ګرم وی بیا هر سړی ډوډی ورته وهی (دا زوړ متل دی کله چې به دېوه کلی ېواځې ېو تنور وو ) لیکن دا وجه ددې جګړی بنیادی سبب هېڅ کله نشی کېدلای .
ددوهم سوال په ځواب کښی که جزباتی ځواب ووایو نه هغه به داوې چې که امریکا داسلام په ختمولو پسی راغلی وی او دامریکی په جادو اسلام ختمېږې نو داسې اسلام ته زموږ ضرورت څه دې بېا خو (نعوذباالله) امرېکه خدای او قانون ېې قرآن دې او دلیل به یی داوی چی اسلام کښی دم او استدلال نه وو او دامریکی په راتګ سره ختم شو ، ولی اصلی ځواب دادې چې دا داسلام او کفر جنګ ندې او نه هم دا نېغ په نېغه د طالب او امریکې جنګ دې بلکه دا دعربو د تیلو د استحصال او استخراج په سر د القاعده او امریکې جنګ دې .
د طالب هغه امارت چې پاکستان پری زیات خوښ وو هم پدی جنګ کښی شهید شو او تر اوسه زموږ ځوانان ، علما ، طالبان ، خانان او عام غریب مزدور ددې پردې جنګ قربانیان دې ددی سیالانو روانه دا مبارزه اوس دسیمی د دوو طاقتونو پنجاب او افغان دیوبل د راپرځولوپه جګړه بدله شوی ده پاکستان هېڅ بی هېڅه دامریکی جنګ نه کوی کنه دویت نام او عراق په جګړو کښی پنجاب ولی د امریکی ملګری نشوه او دا خبره ددرېم سوال ځواب هم دې .
کله چی داجګړه له تش په نامه پولی پوری غاړی افغان ته واوښته نو دا دنړی له لویو سیاسی معجزو نه یوه معجزه وه چی مار خپل پاړو وچیچو دی جګړی دپاکستان په وجود داسی لړزه راوسته چی که یی بایلی هم دده دوجود په قیمت به ورته تمامیږی او که یی ګټی هم به ددی عواقب دومره ژور وی چی ددوی په اصطلاح نظریاتی سرحدونه به یی تالاترغه شی .
ولی لویه دپریشانی خبره داده چی افغان پښتون په حیث دقام دومره پکښی ژوبل کیږی چی بیا به دخپل جنګ جوګه پاتی نشی .
اوس وخت رارسیدلې ده چی ټول پښتانه افغانان هغه که په قندهار کښی دی او که په وزیرستان کښی هغه که دپیښور دی او یا دپښین او کوټی پکار ده چی په یوه خوله له امریکی سره خبره وکړی چی زموږ په وطن کښی ددوی اصل مقاصد څه دی ؟
که ددوی یواځې دا مقصد وی چی د عربو جنګیالی او تنظیم لدی خاوری او سیمی ورک شی نو بیا خو افغانان ددی توان نلری چې د پنجاب تر تسلط لاندې په پاکستانی رېاست کښی دی دومره توان اواختیار ولری چې دا جنګیالی او دپنجاب له لورې هڅول شوی مقامی قوت ته شکست ورکړې پکار ده چې لومړې د افغان دوه سوه کلنه غلامی پای ته ورسول شی په خپله خاوری دستر افغان خپل اختیار تضمین شی بیا به موږ ددی جوګه یو چی څوک پکښی پریدو او یاتری څوک وشړو .
که دامریکی موخه ددی ځای پر معدنیاتو او وسایلو قبضه وی نو بیا خو هم خبره اسانه ده زما داوسایل پنجاب لاندې کړې دې او افغانستان چې اوس عارضی تور د پاکستان له تسلطه ووت دامریکی له تګه وروسته بیا د پاکستان تر تسلط لاندې راتلای شی ، نو پداسی حال کښی خو باېد زه لومړی د خپلو وسایلو پخپله مالک شم او ددی جوګه شم چی دخپلو وسایلو حفاظت په خپله وکړم بیا به یی پر تا خرڅوم او معامله به درسره کوم .
هو : راشه چې زما احمدشاهی افغان وطن له اټک او مېاوالې بیا تر امو دریابه له بدخشانه تر سیوی او دیره اسماعیل خانه په یوه هیواد کښی راغونډ شی زما خپله ولقه زما پر وسایلو ټینګه شی بیا به ستا سره معامله وکړم پر هغه بنیاد چی دنیا یی یوبل سره کوی .
زما ټول یاقوت زمرود او یورینېم ماته سپیری خاوری دی ولی چې زه یی اوس مهال د راایستلو او صافولو هنر او توان نلرم زه به حتما چا سره یوه عارضی معاهده کړم ترڅو چی خپل ځان کښی لومړی مالی او بیا علمی توان پیداکړم نو تر بل چا خو امریکه په ډیرو وجو ښه ده .
لومړی داچی زما اوبو ته خو به یی ضرورت نوی په کومو چی اوس پنجاب چودری دی زما بجلی خو به زما وی په کومه چی پنجاب صنعت کار دی پر خپله خاوره دحکمرانی حق خو به رانه نه اخلی .
اوتر ټولو غټه وجه یی دښه والی داده چی هیواد یی نه راسره پوله لری او نه دپولی لانجه .
خو تر ټولو لومړی چی په هره وسیله کیدی شی باید ټول افغان پښتون اولس یو ږغ او یو اتفاق شی اوس دا ثابته شوه چی زموږ درد او تکلیف یو ده ، دښمن مو یو او خلاصون به مو هم په یوه لار کښی وی او هغه داحمدشاهی وطن بیرته انتظامی وحدت دې .
زما په فکر په دی وخت کښی دټول افغان پښتون د پیوستون او هم غګی غوره لار ادبی او کلتوری هڅی دی چی له دی لاری موږ دټول افغان شاعران او لیکوالان ادیبان خپل نظرونه سره رانژدی کړو او خپل خواله سره ګډ کړو او هغه داسی ممکن دی چی دټول افغان پښتون یوه ګډه ملی او ادبی ناپییلی ټولنه منځ ته راولوچی له هراته تر سیوی ټول افغان ګډون پکښی ولری او داکار دحکومتونو دهر راز مداخلتونو نه پرته پکار دی .