د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپاکستان منصفانه تقسیم

حلیم شملزی 12.08.2009 10:17

دمحکوم افغانستان (په اوسنی پاکستان کښی پښتنی سیمی) دازادی ارمان دوه سوه کلن تاریخ لری ، ددی سیمی دازادی مبارزه په یو نه یو شکل کښی تر اوسه پوری ادامه لری ددی مبارزی یو ژوندی بیلګه نن صبا د پیښور څخه چاپیدونکی د ښاغلی خوږ ملګری نورالبشر نوید صاحب لیکوال میاشتنی ده چی تکړه لیکوالان یی ښاغلی ډاکټر سیدعالم مسعود ، ملګری منان باچا ، او ځوان لیکوال خان زمان کاکړ ، او پخپله نورالبشر صاحب دی ماهم پدی روانو څلور ګڼو کښی خپله دلیکنو لړی پیل کړی ده او تر وسه به ورسره همکاری کوم ، په اوسنی دور کښی د پښتو رسنیو شمیر ډیر سوا دی چی ماخپله تیر کال له کراچی نه دملی تړون په نامه دیوی میاشتنی د راایستلو تابیا کړی وه چی له پنځو ګڼو وروسته د بیلا بیلو لامیلونو له امله بنده شوه چی غټ لامل یی زما افغانستان ته تګ او هلته تر پنځو میاشتو پاته کیدل وو چی زما د ملګرو دبی تجربګی له امله دمجلی چاپ ودرید او لاولاړ دی ولی دلیکوال دلیک او پالیسی انداز بیل دی او داویلای شو چی دمزاحمت او دپښتنو دشعور او لاشعور درابیدارولو په لړ کښی لیکوال مجله ثانی نه لری .

چی عامل یی پخپله دنورالبشرنوید صاحب شخصیت سپینه او بربنډه وینا ده (الله تعالی په خپل امان کښی لری) ولی دپښتنو افغانانو هره هڅه او یون یو لړ نیمګړتیاوی لری چی هغه د همفکری دنشتوالی وبا ده چی په موږ کښی په یونه یو بڼه تل شتون لری تردی چی ددی مجلی د لیکوالانو د فکر دتضاد هم ډیری بیلګی او علامی شتون لری .
زما په اند دازادی لپاره دا لړی دپاکستان له جوړیدلو او دهندله تقیسمه وروسته د مبارزی په بڼه پاتی شوه نه دیو تحریک په شکل ، او د ازادی تحریک له فقیرایپی (حاجی میرزاعلی خان) غازی سره پای موندلی دی . مبارزه په یواځی سرهم کیدلای شی ولی تحریک یو اجتماعی عمل دی چی په دی کښی ګوندونه ، ټولنی ، اشخاص ، علما ، سرتیری او عامه اولس برخمن وی .

دمبارزی لپاره یوه لایحه او فلسفه پکار وی ولی دتحریک لپاره نعره او چغه پکار ده . او داچغه په اوس وخت کښی ازادی او دپاکستانی ریاست منصفانه تقسیم کیدلای شی .

لدی سره به نه یواځې داچی دازادې مبارزه هراړخیزه شی تحریک به تری جوړ شی بلکه له نورو هغو مظلومو قامونو لکه بلوڅو سره به هم ږغی او د برابری پر بنسټ دراتلونکی ازاد پښتون افغان وطن د جغرافیایی ستونزی د وار له مخه د ټاکنی ستونزه هم هواره شی چی له بلوڅو سره دکویټی دښار پر سر موضوع اهمه ده . په اوس وخت کښی دپښتنو لاس ترزنی کښیناستل بی فایدی او په انفرادی توګه دمزاحمت انداز اختیارول ګټور خوبی نتیجی دی او په تیره بیا داچی د بلوڅو دازادی دتحریک په وړاندی یواځی دکویتی دتقسیم په بهانه پښتانه دریځ غوره کړی اومخی ته یی ودریږی او د پاکستان دسټیټ بی اجرته خدمت ترسره کړل شی . دځینو بلوڅو ملګرو له لوری داشکایتونه راولاړ شوی دی چی اوس پښتانه دبلوڅو دازادی دتحریک مخه نیول غواړی په ځانګړی ډول دپښتونخوا دملی عوامی پارټی د سټوډنټانو له اړخه ، نو پکار دادی چی ددی خبری غور وشی مسله دکویټی دتقسیم نه بلکه دپاکستان دمنسفانه تقسیم ده چی افغان بلوڅ سیندی او پنجابی ته خپله خپله برخه ورسی خو ددی لپاره پښتنو ته پکار دی چی دازادی تحریک پیل کړی بیله دینه کویټه یا دپنجابی په قبضه کی او یادبلوڅ دپښتانه لپاره دواړی یوه خبره ده بلکه بلوڅ تر پنجابی په ډیرو وجو ښه هم ده او زه په خپله لدی چوپړه ځان نه سپموم پکار ده چی داینده نسلونو لپاره دازادی غورځنګ او مبارزه په خپلو هڅو او وینو په میراث پریږدو نن دنړی پام او شتون په سیمه کښی حضور لری همدارنګه پښتانه د پاکستانیت نه پوزی ته راغلی دی پاکی سټیټ لکه دلوټو ددیوال بڼه غوره کړی ده لدی ټولو امکاناتو سره باید لومړی په خپل ځان او مټ تکیه وکړل شی .