د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مثبت اوښتون

حلیم شملزی 11.04.2010 13:48

معنویات له مادیاتو نه بیل کوم څیز نه دي بلکه معنویات او مادیات ترخپل منځ دروح او جسم غوندې تړاو لری پدی ډول سره روح هم د نوی ساینس په آند یو مادې څیز دي په علمی توګه ماده څو اړخیزې بڼې لری د ساینس له نظره روح او شعور پخپله دمادی یوه متنوعه بڼه ده . په ادبې اصطلاح کښې له معنویاتو مطلب اخلاقیات او اخلاقې وړتیا ده په هره متمدنه ټولنه کښې ناوړه کړه بدشمیرل کیږی په هرحال زمونږ ټولنه دکایناتو او اخلاقیاتو په اړه مذهبې تصوراتو ته معنویات وایي . مادی طرز تفکر او مذهبې عقیدوې سپیڅلتیایې نظریات دواړه په یوه ذهنې سطحه کښې خوندې کول او راغونډول ناممکنه ځکه دې چې دا هغه دوی لاري دې چې د خپلو تشریحاتې توپیرونوله امله وبیلابیلو مخالفو لورو ته خوځیدلی دی لدی امله هیڅ یو انسان نشی کولای چې په یوه وخت کښې دواړی لاری پل کړی . که یو څوک دی خلیج منلو ته تیار نه وی نو هغه به داحمقانو په جنت کښې اوسې ، دا هم امکان نلری چې څوک دی مادې نړی په غیرمادې تخیل تسخیر کړی .

مادی قوت استدلال تل عقیدوې قوت په زاړه شکل کښې پاشلی او له نوې سره یي بیرته مرتب کړی دی ولې دخوب او ویښوالې ترمنځ توپیر د نه منلو ستونزه هغه ذهنیت منځ ته راوړي ده چي په اصطلاح تل پاتې او موقتي ګټي دواړي ترلاسه کول ېي دژوند اخیرني موخه ګرځولي وی . نن ورځ مادې نړی او مادې پرمختګ د خپلی مادې تجلا سره سم خپل تجرباتې او مشاهداتې باور او ځانته دتفکر کړنلاره غوره کړي ده . دا اوس دتاریخ برخه شوه چاچې به ساینسی طرز تفکر او طرز تخلیق ته لومړی د خپل تیاره لور دید له لاری خنډونه راپیداکول او بیا چې به کله ناکامې ددوی تقدیر ته راکوزه شوه نو د ساینسې معجزاتو نه دانکار لپاره به یي دهغوی دمادی فوقیت لاری په دی ډول سره نیولی چې ساینسی انکشافاتو ته به یي په خپلو عقیدوی استدلالونو کښې دجواز استدلالونه را پیدا کول او دخپل عقیدوي تعقل برتری به یي پری ساتله .

هغه استدلالې منبع چې یو وخت یي سپوږمۍ ته ختل کفر ګڼل څو کاله پس یي پخپله نوې استدلالونه راپیدا کړل او دی کار ته یي جوازونه ولټول . پدی لړ کښې پښتنه ټولنه ترتیروخت نن زیات ددغه لوغړني نظریاتې جګړي ډګر دی ، په تیر تاریخ کښې پښتون که څه هم دپردیو له لوری دخپل وطن دنیواکي پر وړاندی سخت غبرګونونه ښکاره کړی دی ولی د فاتحینو نظریاتې او عقیدوې یرغلونو ته کله هم نه دی ټینګ شوی او نظریاتې ادلون بدلون بیا زمونږ دتاریخ یوه بله بیله بڼه ښکاره کوی که چیری ددی تاریخ په رڼا کښې مونږ دمعقولیت او افادت پر اساس پر خپلو اوسني تپو او سوستو غیر علمې او غیر ساینسې ټولنیزو نظریاتو له سره غور وکړو او بیا دنوی نړی د پرمختللی اوبین الانساني مادې او ساینسې نظریاتو دغورچاڼ لاره غوره کړو نو دا په ډانګ پييلي ده چې هیواد او سیمه به مو د ساینسې پرمختګ اودانسانې هراړخیز درناوی په اصولي رڼاګانو ښکلا ومومی دوستی او دښمنی ته به مونوی بنسټونه راپیدا شي . په تاریخ کښې کله چې په مادې او معنوې دواړو قوتونو سمبالو ځواکونو زمونږ پر پښتني ټولنه سیوری اچولې دې نو لدی سره مونږ جوخت دهغوی دمذهبې جادوګری ښکار شوی یو ، دا یوه داسی پیښه ده چې لوی تاریخی حقیقتونه لری او زما او ستا په خواهش دتاریخ له پاڼو دا دکاڼوکرښي نشی پاکیدلاي.

مونږ چې تر تاریخ مخته کلونو کښې دقدرت د مناظرو او مظاهرو عبادت کاوه او په هم هغه عقیدو کښې مخلصه هم وو هخامنشیانو د زرتشت مذهب زمونږ ټولنی ته له ځان سره راووړ دغه مذهب به ښه کړه له روڼا او اور سره تشبه کول او بد کړه به یي له تور رنګ او تیارو سره تشبه کول نو ځکه به یي تل اوربل ساته . د مقدونې سکندر له راتګ سره په دی راوړل شوو نظریاتو کښې لږ څه بدلون راغلو ځکه چې هغوی یونانې مذهبې تصورات له ځان سره راوړل خو زمونږ زرتشتی عقاید او دهغه مذهب مذهبي سپیڅلتیا هغه وخت له ستر ګواښ سره مخ شوه کله چې دهیواد په جنوبې سیمو کښې د موریا د کورني سلطنت منځ ته راغي .

دا کورني په دری سوه وړاندي تر میلاد کښی د هند له بهار (مګده) څخه راوټوکېده چې لومړنی بادشاه یي چندرګپت وو لومړی یي یونانیان له پیښور څخه وشړل اوبیا یي د اوسنې افغانستان زیاتره سیمی ونیولی له چندرګپت وروسته دده زوی بندوسارا بادشاه شو او دهغه له مرګه پس دهغه زوی اشوکا پر تخت کښیناست . اشوکا دکالنګا له جګړی وروسته چې زیاته مرګ ژوبله پکښې وشوه له وینې تویيدني او جنګ جګړو څخه دومره متنفرشو چې په۲۶۱ ق م کښې یي بودایې مذهب خپل کړ دغه مذهب انسان څه چې حیوان وژل هم ناروا بلل . اسلام خو لومړی قاتل ازاد پری ایښی وی ولی کله چې دقتل مرتکب شې بیا شرعی مشینرې په خوځښت کښې راځې او قاتل د قانون منګولو ته سپارې وژونکی قصاصوی چې دارنګه وینه په وینه پریمنځی خو په بودایي مذهب کښې له سره دقتل تصور نه وو په پښتنو کښی دا متل چې وینه په ویني نه پریمنځل کیږی هم د بودایې مذهب یادګار پاتي ده . پښتنو بی له دی چې خپل زاړه عقاید له نویو راوړل شویو عقیدو سره پرتله کړی دوخت د مادی زبرځواکي او شاهی امرتر رعب او دبدبی لاندی په یو ځل سره بودایې مذهب ومانه او هغه سیمی چې د اشوک تر واک لاندې نه وی لکه بلخ هلته بیا وګړي پر زاړه دین پاته شول .

بودایې مذهب بیا وروسته دکوشانیانو د باچا کنشکا په دور کښې لوي پرمختګ وکړ ، کوشانیان د یوچې قبایلو ښاخ وو دوی له امو دریابه راپوری وتل او دساکا دولت یي نسکور کړ افغانستان یی ونیو .

دده په دور کښې دبود مذهب دری سوه مرکزونه دپښتنو په خاوره کښې جوړ شول . همدا مذهب د اسلام تر راتګه پورې پاتې شو کله چې داسلام چرچی شوی او عبدالرحمن بن ثمره له ایرانې پولو تر زرنج کلا راورسید نو دهغه ځای پښتانه بی له دی چې بودیزم له اسلام سره پرتله کړی دخپلو خپل منځی شخړو او بدبختیو له امله دعربی (تازی) قواوو ومادی ځواک ته تسلیم شول اونوی دین (اسلام) یي خپل کړ . که څه هم دغور ، سلیمان غره ، بلخ او د کابل زیاتره پښتانه دغزنویانو تر دوره پوری هم نوو مسلمانان شوی چې بیا د محمودغزنوی دسختو حملو او د پښتنو د قامی مشرانو سره دغزنویانو دچل ول له امله زیات پښتانه نوی دین ته راستانه او په اسلام مشرف شول چی یوبل عامل یي هم په بودایي مذهب کښې دویني د تویوني څخه دمذهبي تنفر اثر وو چې پښتانه یي د غزنویانو دیرغل پر وړاندي آرام ساتلی وو.

دا په یو لورلید کښې دپښتو یوه ډیره ویاړلی تاریخې لړی هم ګڼل کیداي شی چې له هر دور او حالاتوسره یی ذهنې او عقیدوي سمون او همږغی غوره کړی ده ، که څه هم په تیر پیر کښې دا بدلونونه زیاتره د استدلال او معقولیت او یا د بشری ټول ګټي توب پر بنسټ نه دی شوی او په دی مذهبې ادلون بدلون کښی یواځې د وخت دمادی غلبی (زور) عنصر خپل رول لوبولی دي او یواځی مادی قوت او غلبی هروخت عقیدوی تقدسیت ته هراړخیزوالي او بدلون وربخښلی دی چې باید داسي نه واي شوی او هرڅه دواقعتونو او استدالالي فکر د څیړني او افادیت په اساس شوي واي .

همدا حال د اوسنې ساینسې ارتقا او ساینسې تجرباتې پرمختګونو په مټ دنړي دسترو ځواکونو د ټکنالوجي پروړاندي د بي وسه اولسونو دی توپیر دومره دی چې پخوانی غلبه به دیوه ځانګړی ډلی له لوری پر یوه ځانګړی خاوره او اولس ترسره کیدله مګر اوس داغلبه د نوی ټکنالوجې په زور د نويو نظریاتو د علمبردارانو له لوری عملې کیږی خو بیا هم د اوسنی ټیکنالوجې اساس نوي علم دي علمې او ساینسې غلبه بیاد ټول انسانیت ګډ میراث ده او پر هر انسان غالب او مغلوب دواړو په مساوی توګه مثبت او منفې اثر اچوی .

ساینسی نوښتونو د خوردبینونو او دوربینونو له لاری د کایناتو ډیر پټ رازونه رابرسیره کړل او تیرو عقیدوې عفریتونو ته یي غاښ ماتونکې ځوابونه تهیه کړل هغه پوچ عقیدوي نظریات چې د ډیرو ساده پیښو ترشا یي دپټ علل او علت او یا مادی سببیت اندازه نشوای لګوالای او تش دیومالایی خیالات او اندازي به یي په کار اچولي ، دبیماریانو علت به یی ددیوتاګانو خوابدتیا بلله ولی دمایکروب او باکټریاوو له لیدلو وروسته انسان ښکاره دهغو ستونزو او بیماریوعلتونه په سترګو ولیدل او دیومالایی تصورات یی د سترګو دنظر د محدودیت لامل وګڼلو .

که چیری کوم عقیدتی چالاکه دی اوښتونونو او نوښتونو ته د ظاهری شریعتونو او مکلفیتونو تغیر ووایی او د مذهبونو دمعنوی وحدت ترشعار لاندی دی ته دعقیدوی تقدس ارتقا ووایی نو بیا دی دوی دا واوری چې مادی کاینات او مادی ساینټیفک مصنوعیت هم دومره معنویت شیندلی شی چې عقیدت به یی د هغه دجمال او لړلړیتوب تصور هم ونه کړای شی معنویت په ماده کښې هم دومره زیات نغښتی دې چې هره کایناتی زره دزرګونو مادې جمالیاتو او زرګونو مادې سپڅلتیاوو مصدر ګرځیدلی شی، ولې دا مناظره فزیکس بیرته و میټافزیکس ته د ستنولو سبب جوړوی چې صرف نظر تری غوره دې . مادي بسیا او بشپړتیا باید دخپل مادی روح او معنوی علمي تظاهر په رڼا کښې وڅیړل شی اوپه معزرت سره دا ویل غواړم چې مادېت ته دخپل مذهبي سراب په نشه کښې د فنایت د پیغورونو ورکولو والا ذهنیت داواقعتونه په اسانه کله هم نشی منلي .