د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اقتصادی خپلواکی مهمه ده که سیاسی خپلواکی ؟

حلیم شملزی 27.11.2009 18:24

دا هغه بنسټیزه پوښتنه ده چی زمونږ دعملی سیاستونو او سیاسی رویو موخه ټاکی ، یوه برخه کسان په دی فکر کښی دی چی اقتصاد له خپل اهمیت سره سره بیا هم د اولیت ترجیحاتی مقام نلری ځکه چی بی له سیاسی خپلواکی او سیاسی لومړمقام څخه اقتصادی غښتلتیا په سیاسی ډګر کښی هیڅ اغېزه نلری اویا ډیره کمه اغیزه لری ولې دفن پوهاندی په دی کښی شک نلری چی بی له اقتصادی خپلواکی او اقتصادی وړتیا سیاسی ازادی تش په نوم یوه ازادی وی چی سربیره دازادی نوم پری ایښودل شوی وی او په لاندی ضروریاتو او اقتصادی اساسیاتو کښی دانظام تل دنورو دستنګر او محتاج او همدا احتیاج ددوی خود ارادیت تر پوښتنی لاندی راولی .

دا ځانله بحث دی چی سیاسی ازادی څه معنې لری اویا سیاسی ازادی مونږ په کومه معنی استعمالوو ؟ او یا داچی داقتصادی وړتیا لپاره زمونږ هدف او کړنلاره څه ده ؟ دخبری معنیوت ددی خبرو په تعین کښی نغښتی دی . له سیاسی ازادی نه زمونږ موخه په خپله خوښه او خپل تدبیر سره د خپل دوست او دښمن پیژندل ، خپله سیمه او وګړی دخپل نظر له نقطی سره سم په یو مدبرانه لوری رهبری کول ، سیمه ایزی شخړی دخپل لوردید پر بنسټ حل وفصل کولو ته مونږ سیاسی ازادي وایو .
اقتصادی ازادی هم مونږ دی ته وایو چی خپل اخراجات او دژوند دخپل ضروری توکیو پوره کول له یوی دوامداره منابع څخه لاس ته راوړل شی او دا لاس ته راوړنه خودانحصاری ولری پر بل انحصار ددی خبری غمازی کوی چی اقتصادی خود کفالتی شتون نلری ، له بل نه زمونږ مراد اوس بل هیواد دی دهیوادونو شتون چی نیشنلزم تشکیلوی یو ځمکنۍ حقیقت دی دا وخت لا ندی رارسیدلی چی دنړی خلک ټول دیوه هیواد وګړی شی او یا ټول انسانان په یوه مذهب شی ، همدا نیشنلزم دی چی انټرنیشنلزم یی په یوه بڼه تشکیل کړی دی نو بنا پر دی دنیشنلزم لومړنی اساس یعنی جغرافیایی وحدت دهر ځانګړی قام (ملت) ته اړین بلل کیږی .
سیاسی میکنانیزم دجمهوری طرز حکومت له لاری د تنظیم اوسیاسی پارټی له لاری منسجم کیږی ، خپلی ترجیحاتی غوښتنی او ډله ایزی موخی د همدغه سیاسی ګوند په کړنلاره او اساسی قانون کښی ځای پرځای کیږی له سیاسی قانونی لارو اقتدار ته دانتخاباتو له لاری ځان رسوی ، دخپلو معقولو او ګټورو برنامو دلرلو له کبله وګړی همدا سیاسی تنظیم د اقتدار سپارلو وړ ګڼی او نوموړی سیاسی ګوند د هیواد دچارو واګی په لاس کښی اخلی او خپلی دهیواد دلوړو ګټو او دانسانیت افادی کړنلاری پر مخ بیایی .
ولی څه چی داصل خیر منبع ده هغه اقتصادی بنسټونه دی همدا بنسټونه شتمنی پیدا کوی بیا همدا شتمی د سیاسی اقتصادی پالیسیو له لاری د ټول انسانیت او هیوادوالو د ښیرازی په موخه تقسیموی .
اقتصادی وړتیا تر هرڅه وړاندی علمی قابلیت غواړی هغه علمی قابلیت لومړی توب نلری چی اقتصادی تقسیم او اقتصادی پالیسی وضع کړی دا ډول علمی وړتیا د دوهمی درجی اهمیت لری .
لومړی عملی وړتیا هغه ده چی دانسان ټول معاشی او معاشرتی ضرورتونو ته دایجاد او تخلیق له لاری ځواب ووایی .
دا هم دساینسی او ټیکنالوجیکل عملی وړتیا له لاری امکان لری چی انسان ته دمادی تخلیق او ایجاد لاری چاری لټوی .
دمادی ایجاد او تخلیق له لاری دصنعت او انډسټری بنسټیز جوړښت (انفراسټرکچر) منځ ته راځی همدا صنعتی زونونه خپل پروډکټس (تولیدات) پیداکوی په دی کښی د روزمره داستعمال توکی ډیر ارزښت لری چی باید په کور دننه بسیا منځ ته راولی ، بیا همدا تولیدات د تجارتی مال په حیث دهیواد په نورو هیوادونو کښی پلورل کیږی چی مالی قوت هیواد ته په لاس ورکوی او همدا مالی طاقت دی چی خپل اخراجات پری پوره کیږی او یوه برخه یی بیرته د خپلو صنعتی وړتیا او لا ښه تنوع لپاره مصرفیږی .
صنعتی ماشینونه او انفراسټکچر له دباندی راواریدول اقتصادی خودکفالتی نه راوړی بلکه یو بل مرض (کنزومریزم) زیږوی ، دا کنزومریزم هغه بلا ده چی مقامی وسایل او شتمنی په بی انډوله توګه دباندی لیږدوی اودهواد دخلکو قوت خرید دنورو هیوادونو وجیبونو ته لویږی او له همدی ماشینونو تولیدات پیداکول او پر خپلو خلکو خرڅول دخپلو خلکو د بدترین استحصال په معنی دی .
پکار دادی چی لومړی هغه علمی وړتیا پیداکړل شی چی صنعتی ماشینونه په کور دننه ایجاد کړی او ددی ایجاد لپاره لوی صنعتی بنسټ ( میګا ټیکنالوجیکل بیس) جوړ کړل شی یا په بله اصطلاح هغه کارخانه جوړه کړل شی چی کارخانی جوړوی .
په علمی توګه دامقام حاصیلول ساینسی فکر او په ټولنه کښی ساینسی طرز فکر او طرزعمل ضروری خپلول ضروری دی له هرهغه رواج او عقیدی نه ځان او ټولنه ساتل ضروری دی چی ساینسی ایجاداتو او دکایناتو په اړه ساینسی تجرباتی او مشاهداتی فکر ته زیان رسوی .
چی کله ټولنه دساینسی بنسټونو په ارزښتونو عمل پیل کړی نو ساینس دخپل ساینسی روح په مټ دټولنی وړ افراد دی ته هڅوی چی دانسانیت او دهیواد دګټو پر بنسټ دانسان دژوند په هوساینی کښی د نوی ټیکنالوجیو د ایجاد پر شتون او ضرورت فکر وکړی او یا په شته ټیکنالوجیو کښی پر نوی نوښتونو فکر وکړی او ټولنه یا هیواد دنده لری چی داسی وګړی نوی ایجاداتو ته وهڅوی او هغوی په مالی او علمی توګه مجهز کړی .