د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزی که د ناکامی علامت ؟

حلیم شملزی 07.08.2009 22:14

دافغانستان د اوضاع په ملی او بین المللی کچه له یو حیرانونکی بدلون سره د حامدکرزی نوم دخبرونو په سرکښی ځای وموند لدی سره جوخت دطالبانو له سیاسی او فوځی ډګره په چټکی سره په شاتګ سیاسی او فوځی تشه د امریکی هوایی او دشمالی ټلوالی فوځی ځمکنی قواوو ډکه کړه .

دطالبانو له هغو ژبنی او سمتی ناوړه کړنو څخه چی دکابل په شمال او شمالی ولایتونو کښی یی کړی وو ؛؛ چی اصلا دادپاکستان دهغه ستراتیژی برخه وه چی افغانستان پر شمال او جنوب وویشی ،، پښتانه افغانان دغیرپښتنی هغو ظالمو ډلو ټپلو له ناروا انتقام څخه سخت په ویره کښی شول چی کابل ته دننوتلو لپاره په شمالی کښی راغونډ شوی وو .

دطالبانو دسرټمبګی او تیښتی له امله دپښتنو مورال سخت ټکنی شوی وو ، په دی ترڅ کښی له ښاغلی حامد کرزی څخه چی په میډیا کښی یی شهرت موندلی وو د سوله غوښتی افغانانو او پښتنو هیلی تریوی زیاتی وی .
سوله دوسته سیاسی شخصیتونو او په تشویش کښی راګیر پښتنو د کرزی څخه غوښتل چی ددوی ټیټ مورال په ځای کړی او له بی ځایه سیاسی انتقامونو څخه یی وژغوری او هم دا رنګه دوی غوښتل چی دطالب په نوم دامریکی له قهر او غضب څخه پښتانه او ددوی سیمی وژغورل شی .

ولی ددوی داهیلی هغه وخت اوبو یووړی کله چی کرزی لکه شاه شجاع یا ببرک کارمل د امریکایانو په شینوک الوتکه کښی پر ارګ رانازل شو .
پکار داوه چی دشمال دټلوالی په څیر کرزی کابل ته دپښتنو ولایتونو له لوری دیوه لوی کاروان سره ننوتلای وای او له ده سره بدرګه مسلح او غیر مسلح اشخاص د اوضاع تر یقینی کیدلو په کابل کښی په مهمو ځایونو پاتی شوی وای .

دکابینی له تشکیل سره نور هم دپښتنو اوسوله غوښتونکی ټولو افغانانو زړونه په درزا شول کله چی ده په کابل او ولایاتو کښی غله او ټوپکماران دخلکوپه برخلیک باندی مسلط کړل .
لدی سره عملا افغانستان د طالبانو نه وړاندې تیارو ته ټیل وهل شو ، ترهغه پوری چی دوه کاله وروسته زاړه غله او داړه مارانو ته سیاسی ماسکونه ورواغوستل شو ددوی ملیشی یامنحل (ډی ډی آر) او یا په ملی پولیسو او ملی اوردو کښی ضم کړل شوی .
دخلکو دی مایوسی او احساس محرومی چی په جنوب کښی یی تمرکز نیولی وو دپاکستان جاسوسی کړیو او طالبی عناصروته ښه ضمینه برابره کړه چی خپلی زړی ځالی پاکی او هکی پکښی واچوی .

کرزی له ارګه دنه راوتلو لوړه وکړه خلک یی ددرباریانو و متعصبانه راپورونو دامریکایانو او ناټو او طالبی داړه مارانو و رحم او کرم ته پریښودل .
بیا رغاونه په داسی رفتار کیفیت او کمیت پیل شوه لکه ماشوم چی پل اخلی دبیا رغاونی په نوم داین جی اوګانو کلتور ډیر ژر دماهرو غلو او ډالر مافیا له لوری په سیمو کښی رواج وموند په هفتو کښی د تش په نامه این جی اوګانو او تعمیراتی شرکتونو غریب بی تجربی او بی رحمه څیښتنان دپاخه کورونه او سرپ موټرونو څیښتنان شول غریبه نالوستی افغانی ټولنه د یوه لوی ټولنیز چاک او نابرابری سره مخامخ شوه .
کرزی له ټوپکیانو سره د پشی او موږک لوبی پیل کړی کله به یی پیغورونه ورکول ، کله به یی په امریکایانو ویرول او کله به یی بیا دقهرمانانو په نومونو نازول ولی تراخره داړه مارو اوغلو ته وفاداره پاتی شو .
ددی خبری هیڅ سړی مخالف نه ووچی غیرپښتنی اولسونو ته دی په دولت کښی پوره برخه ورکړل شی ولی دغیرپښتنی ملتونو دنمایندګی څخه غله ، پایلوچان ، قاتلان او دملت دبربادی اصلی عاملین په قدرت کښینول هیڅ کله نشی افهامیدلای .
دامنیت نشتوالی ، دامریکایانو خودسری دطالبانو سره زړه نازړه چلند دکرزی بی ځایه وعدو دافغانانو او پښتنو دمایوسی او دسمون دانتظار شیبی ډیری اوږدی کړی .
په جنوبی ولایتونو کښی دسیاسی تنظیم نشتوالی خلک خپل سریو ته پری ایښیودل په داسی حالاتو کښی د کرزی دوهم وار انتخابول یواځی دناکامیو تکرار دی اوبس . پدی خبره کرزی او دده په مرکز کښی قاتل او غل مافیا او په ولایاتو کښی این جی اوز او ډرګ مافیا ښه خبره ده دوی داځل وروستی حد یعنی سیاسی بی شرمی او توطیی پکار اچولی دی چی د ادیبانوعالمانو زورول په پیسو خلک رانیول او د دولتی وسایلو ناوړه استعمال دی .
دوی دملی ډیپ سټراټیجی (پټه ملی سیاسی کړنلاره) چی دبلوڅو اومحکوم افغانانو په اړه ده هم پلورلو ته تیار ښکاری دوی اوس د بلوڅ دمزاحمتی تحریک پر مشرتابه دپاکستان دحمایت په خاطر له شا دخنجر ګزار کولو ته هم ځانونه تیار کړی دی چی ددی اعتراف د پاکستان داخله وزیر رحمان ملک هم کړی دی ترڅو ناکامه کرزی وکولای شی په پښتنی سیمو کښی د پاکستان اثر او نفوذ دځان دانتخاب په ګټه استعمال کړی .
که څه هم دهیواد په سیاسی تاریخ کښی د اشرف غنی احمدزی صاحب او نورو روشن فکرو کاندیدانو کومه عملی کړنلاره موږ نه ده لیدلی ولی ښاغلی اشرف غنی احمدزی د هیوادوالو او هغه روشنفکرانو په منځ کښی چی غواړی بدلون دی راشی ، دهیلو په سر کښی ځای نیولی دی .
که چیری ښاغلی اشرف غنی صاحب غوره کیږی نوباید چی د کرزی په غلتو پلونو ګام کښینږدی باید له مصلحتونو تیر شی او بربنډه محاسبه وکړی غله او قاتلان په سزا ورسوی . دامریکی او ناټو خودسرو ته لګام ورکړی او په پولو کښی یی دیره کولو ته اړ کړی دهیواد مرکز او ټول ولایتو له هر ډول فوځی خوزښتونو نه پاک کړی افغان او بین المللی فوځونه سرحدونو ته واستوی او د ولایتونو دامنیت چاری پولیسو ته وسپاری . علم ته وده ورکړی دهیواد دچلولو چاری پوهه او لویستی قدرونو ته وسپاری، له ناټو او غربی نړی سره ملګرتیا د فوځی ډګر سره په ولسی ډګر کښی هم پیاوړی کړی چی دمدنیت دپرمختګ په تجربو کښی ددوی له هنره استفاده وکړل شی . له طالبانو سره غوڅ دریز خپل کړی او بله لا داچی باید د ډیورنډ له ناروا پولی رادیخوا په محکوم افغانستان کښی دپاکستان پر بی شرمانه تیریو نور چپه خوله پاتی نشی او خپل حقیقی وجود په حقیقت او عمل کښی خپل ځان وګڼی په دی خوشحالی ونه کړی چی ګواکی جګړه پاکستان ته واوښته بلکه داسی نه ده اوس هم زموږ وجود سوځی هغه که سوات وزیرستان دی که باجوړ او یاهلمند . او دهیواد او لربر افغانانو د تباهی اوبربادی دی اصلی عامل ته ددښمن دداخلی کمزورتیا د خپلی داخلی نسبی پیاوړتیا او دنړی والو له موجوده سیاسی او فوځی حمایت نه په استفادی سره ددی لانجی له ملی ګټو سره مل تل پاتی حل ولټوی .

دګران هیواد دسمسورتیا او بشپړتیا په هیله