د سرشمېرنې د ځنډو لو په اړه اعلاميه
03.06.2008 17:11د افغان کلتوري ټولنو جرګه دسرشمېرنې د ځنډولو په اړه د افغانستان د وزيرانو شورا د پرونۍ پرېکړې تود هرکلی کوي او هغه يو ډېر پر ځای او معقول ګام ګڼي . د پرېکړې په دلايلو کې د هغه سيمينار پر نظرياتو او پرېکړه ليک هم استناد شوی ، چې د ثور په 26 مه نېټه د کابل په انټر کانټيننټل هوټل کې د افغان کلتوري ټولنو جرګې ، هندارې کلتور ي او مطبوعاتي بنسټ ،د ويښ ځوانانو ټولنې ، د قومونو د ملي يووالي شورا او سولې ملي جرګې له خواپه ګډه جوړ شوی و .
د افغان کلتوري ټولنو جرګه له خپلو ټولو هڅاندو غړو ، د پوهنتون له قدرمنو استادانو ، په ځانګړې توګه پوهاند محمد بشير دوديال او استاد لطف الله ساپي څخه او همدارنګه د ملي شورا له هغو درنو غړو څخه ، چې د نيمګړې او بې وخت سرشمېرنې په وړاندې کمپاين کې يې په ډېر اخلاص برخه واخېسته د زړه له کومې مننه کوي .
دارواښاد فضل الرحمن څمکني ځانګړې يادونه هم پر ځان پور ګڼو ، چې زموږ په کمپاين کې يې فعاله ونډه درلوده او په ډېره ډاډ يې ويل ، که موږ يې ونه غواړو هېڅوک به سرشمېرنه ترسره نه شي کړای ؛اروا دې يې ښاده وي . همداراز موږ يو شمېر هغو ښاغلو ته ، چې د ولس پر ارادې بې باوره وو او د سرشمېرنې ترسره کېدل يې حتمي او د مخنيوي هڅې يې بې ګټې ګنل ، په ډېر درنښت يادونه کوو ،چې د ولس په اراده کې ډېر ځواک پروت وي او هغې ته بايد په ټيټه سترګه ونه کتل شي .
د افغان کلتوري ټولنو جرګه د دې تر څنګ ، چې د سرشمېرنې د ځنډولو پرېکړه پرځای او عادلانه ګام ګڼي، خو کافي يې نه بولي ، بلکې يو ځل بيا په ډېر ټينګار وړانديز کوي ، چې :
1 ـ تر هر څه دمخه بايدد سرشمېرنې په مرکزي اداره کې ژور سمونونه پلي شي او دافرادو په استخدام کې د قومي، ژبني ، سمتي او ګوندي تمايلاتو پر ځای اهليت ، مسلکي وړتيا او بې پرېتوب د اصلي معيارونو په توګه په پام کې ونيول شي .
2 ـ د سرشمېرنې مرکزي اداره بايد په بشپړه توګه غير سياسي او غير ګوندي شي او د سرشمېرنې د څارنې لپاره په ملي کچه يو څارنيز کميسون جوړ شي .
3ـ سر له اوس څخه په ولايتونو کې د حياتي احصايې او سرشمېرنې سيمه ييز دفترونه جوړ او فعال شي او د کدرونو د مسلکي روزنې لپاره منظم پروګرامونه پلي شي .
4 ـ دسرشمېرنې په پروسه کې د ايران او هربل ګاونډي او يا مغرضو هېواد ونود لاسوهنو مخه ونيول شي او پر ځای يې له پرمختللو او بې پرې هېواد ونو څخه مرسته وغوښتل شي .
5ـ دسرشمېرنې د پايلو د ډبل چېک او کنټرول لپاره دقيق مېکانيزم رامنځته شي او د سرشمېرنې د ترسره کولو پرمهال نړيوالو ناظرينو ته بلنه ورکړل شي .
6 ـ سرله اوسه د سرشمېرنې په اړه د عامه پوهاوي کمپاين پيل شي او په دې لاره کې له رسنيو ، سيمينارونو ، ورکشاپونو او نور لارو چارو ګټه واخېستل شي .
7 ـ د مهاجرينو د احوال د ثبت او معلوماتو لپاره بايد په پاکستان او ايران کې ثابت مرکزونه جوړ شي .
8 ـ د نړيوالو معيارونو له مخې د تابعيت تذکرې يو واحد سېستم رامنځته شي او که امکان ولري سرشمېرنه اود تذکرووېش په يو وخت کې تر سره شي .